بسم الله الرحمن الرحیم

فریدون مومند د افغان په جامه کی د افغان دشمن

 

  دا یو څرګنده حقیقت دی چې د افغانانو دښمنانو او په ځانګړي توګه پنجابي استعمار د افغانانو د بربادۍ لپاره هیڅ یو فرصت هم د لاسه نه دی ورکړی اود بې وسه افغان ولس د څلوېښتوکالو د تباهۍ په تسلسل کې یې د افغان په وجود کې داسې زهرجنې مهرې روزلي چې د افغان وجود بقا یې په خطرکې اچولې.د افغانانو د دښمنانو په مهرو کې یوتعداد رسوا اوخکاره د ملت سره مشت اوګرېوان دي او یوتعداد په پټه او د اسلام او یا وطن پالنې د څادر لاندې د اغیارو دپاره کار کوي.

 دې کې شک نشته چې د افغان ولس د شهامت او فداکارۍ تاریخ هم ځلانده دی او د برطانوي استعمار رانیولی تر روسانو او اوس د غربي یلغار مخې ته هم  افغان ولس ولاړ دی خو د ا هم یو حقیقت دی چې د همدغه ولس په قربانیانو ډېر ځل سودا شوې او دشمن په دې پوهېږي چې په مخامخ جګړه کې افغان وهل اسان کار نه دی  نو د افغانانو په منځ کې یې د افغان په جامه کې د افغان بعضې داسې ناخلف بچي لاس کې نیولي چې تر یو وخته پرې افغانان غولېدلي  خو بیا الله شرمولي. زمونږ د دې لیکنې قهرمان فریدون مومند همداسې یو شرمېدلی خاین  مومند افغان دی چې ډېرو په دین او وطن مینو لیکوالانو پرې قلم خوزولی خو نوموړی خاین لا اوس هم د افغان په خاوره ناست  د افغانانو د خاوری سودا کوي او د داسې خاینانو رسوا کول زمونږ اسلامي او ملي دنده ده.

 د ډیورنډ د ناروا کرښې په ټولو نقاطو کې د پنجابي استعمار د بربریت حرکات د هیچا هم پټ نه دي خو د ننګرهار او کنړ په سرحداتو کې د پنجابي فوځ اغراض او مقاصد د نورو نقاطو په نسبت ډېر خطرناک او واضح دي چې په هغې کې د کنړ او کابل د سیند تر سرحده  ځان رسول او د سیند په غاړه د سیند په اوبو د پخې قبضې په خاطر پوستې اچول دي ترڅو د بین المللي قوانینو په چوکاټ کې د دوو ملکونو ترمنځ په اوبو خپل نیم حق ثابت کړي.که څه هم افغانانو ته په کلي توګه د دغه سیندونو اوبه مهارول نه ممکن  دي او نه اراده لري خو کینه کښ دښمن بیا هم تر اوسه په دغه اوبو د افغانانو د ډیم جوړولو او په ولو کې د اوبو پورته کولو هر پلان په هر قیمت شنډول غواړي. پنجابي استعمار د کنړ او ننګرهار په سرحداتو کې د دغه مقصد په خاطر خپل ایجنټان ګمارلي دي ترڅوخپلو دغه اهدافو ته ورسېږي. د پاکستان مجرم فوځ  د خپلو سرحداتو د رامخکې کولو دپاره  اوس بهانه د همدې پنجابي استعمار د ظلمونو نه راغلي  د کوزې پښتونخوا د سوات او مهمندو  درانه مسلمانان، پښتانه   ګرځولي او ترهګر پنجابی فوځ په دغه بهانه د کنړ په سرحداتو د ډېر وخت راهيسې  بې شمېره توپونه هم راوروي چې ډېر ولس یې تباه او کډو ته مجبورکړی او بل طرف ته یې د فریدون مومند په شکل ایجنټ ګمارلی چې د پنجابي استعمار په پلان په نوموړو مهاجرینو مختلف نومونه کېږ دي او افغان حکومت، عوام او امریکایان د دوی په ضد وکاروي. فریدون مومند د حاجي ظاهر، اسحاق ګیلاني، همایون، او ما شیني جنرال عبدالرازق په شان  د پنجابي استعمار د بي ټيم هغه ډوزماران دي  چې په ظاهره خلکو ته ځان د  افغانستان د سرحداتو ساتونکي ښايي خو په ډېرمکر او فریب د افغاني او پښتني مصالحو بیخ کني کوي او همدغه خاینین د ډيورنډ د کرښې او په نورو افغاني قضایو کوې د شمالي اتحاد په خاينانه لاره کې ملګري دي.

 فریدون خان د مومندو د فردوس خان زوی دی او فردوس خان د هغه پښتنو خوانینو او خاینینو نه وو چې په کلونو کلونو یې د افغان حکومت نه د قبایلي مشرانو په فهرست کې ونډه خوړه خو په حقیقت کې یې د هغه کوزنيو ګلخانانو نیشنلیانو په شان پټ کار پنجابي استعمار ته کاوه چې په ظاهره د پاکستان نه راتښتېدلي وو او افغانستان کې یې انګور او خربوزې خوړې خو اوس ثابت شول چې  د پنجاب په جولۍ کې ناست او د زړو خبرو منکر دي بلکه په کوزه پښتونخوا کې د افغاني کډوالو اکثره توهین د همدې ګلخانانو په لاس وشو. فردوس خان د مومندو د خاورې د بهاي د منطقې هغه دېرش څلوېښت کلومیټره خاوره پنجابي ته په تحفه کې ورکړه کومه چې د انقلاب تر شروع د افغانانو په قبضه کې وه. دا منطقه د ګنداو د خاپښ د کنډو نه  شروع کېږي او د کامې په آخر کې د دوړخیلو د ګړو د ګوسړۍ په کنډو ختمېږي او بل طرف یې د کنړ د شونکړۍ سره لګي. اوس پنجابي استعمارخپل سرحد د ګنداو د خاپښ د کنډو نه د ګوسړۍ کنډو ته راوړی او د مزید پېشرفت دپاره یې هماغه دنده د فردوس خان زوی فریدون مومند ته سپارلې.

 په پاکستان او افغانستان کې د خاینینو کورنۍ معلومې دي او د تاریخ په پاڼو کې ثبت دي. د فریدون مومند پلار فردوس خان د افغانانو سره هم هغسې خیانت کړی لکه څنګه چې د حاجي قدیر او حاجی ظاهر نیکه کړی وو چې د دوهم افغان انګلیس په جنګ کې یې آخري بچ شوی انګریز ډاکټر برایډن ته پناه ورکړه او بیا یې په ورسک کې د انګلیسانو په چاوڼۍ وسپاره او د هغې په بدل کې یې ورته انعام او اکرام ورکړ. فردوس خان  هغه چرګه وه چې خوراک او په ظاهره کړوټ کړوټ یې د افغانانو سره وو خو هګۍ یې د پنجاب ټوکړۍ کې اچولې او د انګلیس پنجابي بچو ته یې  د افغانانو ډېره خاوره سپارلې وه او زوی یې فریدون مومند اوس پنجابي استعمار ته د ډیورنډ د کرښې د ننګرهار او کنړ د غاړې  د مومند و خاوره سپاري خو دواړو پلار او زوی دا کار په داسې مکر او فریب کوي چې په ظاهره ځان د افغانانو د خاورې محافظین بولي او په عین وخت کې د افغان حکومت او امریکایانو نه خوراک هم کوي. جنرال عبدالرازق پنجابي استعمار ته د سپین بولدک په پوله د لقمان او جهانګیر په نوم کلي هدیه کړل او فریدون په دې کوشش کې دی چې پنجابي استعمار د کنړ او کابل تر سینده راورسوي نو آیا اوس به هم افغانان نه پوهېږي چې د افغانانو واقعي اتلان څوک دي او خاینین څوک دي؟

 حقیقت خو دا دی چې دا وخت د افغانستان په شرقي سرحداتو کې پراته هغه مهاجرین او مجاهدین چې د پنجابي استعمار د ظلم نه راغلي او د هغوی مقابله کوي افغانستان دپاره د یو ډال او دفاعي دېوال حیثیت لري او همدوی اصیل قهرمانان او د دین او وطن او افغانیت مدافعین دي او افغانانو ته پکار دي چې د پنجابي استعمار د پیشرفت مخې ته چې کوم مهاجرین مجاهدین او د هغوی افغانان انصار پراته دي د هغوی پوره ملاتړ وکړي او د افغانستان د حکومت په چوکاټ کې او د طالب په صف کې هم د آی ایس آی مهرې وپېژني او د هغوی مردانه مقابله وکړي.

 فریدون مومند د پاکستان هغه پخوانی خانداني جاسوس او  هغه وطن فروش او دین فروش خاین او د افغانانو او مومندانو په لمن هغه تور داغ دی چې تاریخ به یې معاف نه کړي. فریدون مومند دومره بې ناموسه خاین دی چې په ډېرې بې شرمۍ یې د تور پنجابي فوج تور کمانډو د پښتنو په لباس کې ننګرهار ته راوړل او کورکې یې وساتل او د جهادیار مسعود په شان اتل مسلمان پښتون مجاهد یې پرې شهید کړ. د لوفرانو او ډ مانو او لوچکو اربکیانو مشر فریدون مومند هغه بې ناموسه خاین دی چې مسلمان، پښتون مهاجرمجاهد د انګریز په غلام مرتد تورمخي پنجابي فوج پلوري او بیا لا د افغانیت  دعوې هم کوي. فریدون په کومه خوله دعوه کوي چې دی مومند یا افغان او یا هم مسلمان دی؟ خاین فریدون د هغه مومند افغان او مومند مسلمان عبدالولي مقابله کوي چې په پنجابي استعمار یې سر ګرځولی اویا د هغه پښتون مسلمان افغان مولانا فضل الله مقابله کوي چې د آی ایس آی د جنرالانو ترې په اسلام آباد کې خختګ زیړ دی هغه مولانا چې مور یې د آی ایس آی د تعذیب لاندې شهیده شوه. نو معلومه شوه چې فریدون نه مومند او نه افغان او نه هم مسلمان دی.

  د انسانیت، افغانیت او اسلامیت د شمن مجرم پاکستاني فوځ  د افغانستان په ټولو سرحداتو کې د افغانانو په حدودو تجاوز کړی او د ډیورنډ د نامشروعې کرښې هم رااووختي دي خو د کنړ او کابل د سیندونو د اوبو د شخړې له کبله د ننګرهار او کنړ سرحدات پاکستان ته خاص جغرافیایي او ستراتژیک اهمیت لري او د دې مقصد دپاره یې په دغه سرحداتو کې  هم د افغان په خاوره توپخانې ویشتلو ته ادامه ورکړې او هم یې خپل ټول جاسوسان او بړېڅي اوس په دغه سیمه کې سرګرم کړي ترڅو د کنړ او کابل ترسیندونو ترغاړې منطقې غصب او د سیندونو په اوبو قابض شي. د دغه مقصد دپاره پنجابي استعمار لا کلونه مخکې د ملک زرین په نوم خاین، او د ملا جمیل الرحمان په نوم خاینه کورنۍ په کار اچولې وه  او د کنړسودا یې ورسره کړې وه. د ملک زرین او ملا جمیل الرحمن کورنۍ همدا اوس هم نیم په پاکستان کې د آی ایس آی په جولۍ کې ناست دي اونیم یې په افغانستان کې د افغانانو پر خلاف پټو دسیسو دپاره ګمارلي. په جلال آباد کې د ملا جمیل الرحمان وراره حاجي روح الله همدا اوس هم د فریدون مومند سره د افغانانو او مسلمانانو پرخلاف په د سیسو کې همکار او بوخت دی او د فریدون سره د آی آيس آی په ملاقاتونو او ونډو خوړلو کې شریک دی. مونږ  افغانانو ته پکاردي چې پورته ذکرشوې خاینې کورنۍ او اشخاص  ملت ته رسوا او د دین او ملت اصیل بچي او حقیقي اتلان هم وپېژنو او دوست او دشمن سره بالمثل عمل وکړو.

د فریدون مومند د چندر په نوم یو ورور همدا اوس هم د تور پنجابي فوج لخوا د مهمندو د غلنۍ په سیمه کې د وطن فروشو ملکانو په لست کې تنخواه اخلي او د پنجابي استعمار په خدمت کې دی او په ننګرهار کې د فریدون د دولس سوو نفري ملیشو مصارف هم د امریکایانو ترڅنګ پاکستان ورکوي ترڅو پنجا بي استعمار وکولی شي چې د ننګرهار د ګوشتې د ولسوالۍ نه نیولې د کنړ د مرورې تر سیمې منطقې نا امنه کړي او خپلو شومو اهدافو ته ورسېږي. فریدون مومند د هغو لوچکو او لوفرو ملیشو مشر دی چې په منطقه کې ټول خلک د ده د لوفرۍ او لوچکۍ او ډمتوب  نه تنګ دي خو په ظاهره دغه وطن فروش افغان بې کفایته حکومت ته دا تأثر ورکوي چې ګویا که دا د افغانستان سرحدات ساتي خو په حقیقت کې دا خاین په سرحداتو کې د پاکستاني فوج رامخکې کولو ته زمینه برابروي. په افغاني سرحداتو کې پوستې اچول او سرحدات ساتل د افغان فوج دنده ده او د همدې دپاره په هغوی مصارف کېږي خو فریدون مومند د ملي امنیت او د دفاع د وزارت نه هم په دې خبره کې ډېرسرګرم دی او وايي چې په دغه منطقه کې پوستې اچول تر هغه وخته ممکنې نه دي ترڅو چې په سرحدي منطقو کې پاکستاني مجاهدین او مهاجرین تصفیه شوي نه وي او همدغه خلک د پاکستان د اهدافو خنډ دی او د همدې خلکو د تصفیې دپاره فریدون مومند ګمارل شوی دی.که چرته فریدون مومند یو ریښتینی افغان وای  نو د پارلمان د یو غړي په صفت د ده د نده د پښتنو افغانانو مسلمانانو مهاجرینو تصفیه نه بلکه د هغوی ساتنه او پالنه وه خو فریدون په حقیقت کې د  افغان په جامه کې د افغانو او مسلمانانو او پښتنو دښمن  او د پیسو او شهواتو بنده او د پنجابي استعمار یوه ناولې مهره ده.

فلهذا ټولو افغانانو عوامو او خواصو او په دین او وطن میينو ریښتوني مسلمانانو مجاهدینو ته پکاردي چې د فریدون په شان ملي خاینین رسوا او خلک په دې خبره پوه کړي چې دغسې اشخاص د پردې شاته څه اهداف لري. د فریدون مومند مخالفت به فقط هغه څوک نه کوي چې یا د حکومت په چوکاټ کې پټ د  آی ایس آی غلامان وي او یا هم د طالب په صف کې د آی ایس آی بړیڅي وي. که د افغانستان ملي امنیت په ریښتیا هم د افغانستان ملي امنیت وي او بې کفایته او بې واکه نه وي نو د فریدون مومند او د ده په شان پټې او خکاره د پردو مهرې به ملت ته رسوا او د دین او ملت ګټې او مصالح به خوندي کړي او که څوک ځان ته ریښتینی طالب او مجاهد وا يي نو خپل عمل او موقف به د داسې خاینینو پرخلاف واضح کړي او د داسې خاينينو غم وخوري.