د مالیزیا او د ځینو نورو جنوب ختیځو هیوادونو چارواکي وایي، دوی ویره لري چې په روان کال کې د روهنګیايي کډوالو د مهاجرت لړۍ ممکن یو ځل بیا د جنوب ختیځې آسیا په لور پیل شي.

د راپورونه په حواله د تیرې سه شنبې په ورځ یوه کشتۍ چې ۵۶ تنه روهنګیایان پکې سپاره وو، د مالیزیا د لانګوي ټاپو ته ورسیدله چې د چارواکو دغه ډول اندیښنې یې راوپارولې.

د مالیزیا د سمندري ځواک مشر قمرالزمان بدرالدین د دغه کشتۍ د رارسیدو پخلې کړې او ویلي یې دي چې پکې سپاره ۵۶ روهنګیایي کډوالو ته اجازه ورکړل شوې چې مالیزیا ته داخل شي.

نوموړي وویل، راغلي کډوالو کې ډیری ماشومان او ښځې دي چې د دغه سفر له امله هغوی ډیر زیات وږي او ستړي شوي وو، او جسمآ هم ډیر کمزوري ښکاره کیدل.

هغه وویل، دغه کډوال او د دوی کشتۍ به ډیر ژر د مالیزیا د مهاجرت چارواکو ته وسپاري.

که څه هم د روهنګیایي کډوالو دغه کشتۍ لومړی د تایلینډ د سمندري چارواکو لخوا تیره یکشنبه د لنډې مودې لپاره درول شوې وه، خو وروسته تر دې چې څرګنده شوه پکې سپاره کسان ټول غواړي مالیزیا ته لاړ شي، نو د تایلینډي چارواکو لخوا ورته د تګ اجازه ورکړل شوه.

خو تایلینډي چارواکو په رسمي بیانیه کې ویلي وو، چې دغه کشتۍ یې له دې امله د لنډې مودې لپاره متوقفه کړه ترڅو له هغه خرابې هوا او سمندري طوفان څخه یې وژغوري چې هغه پرې مستقیمه ورتله او ممکن له امله یې ډوبه شوې وئ.