د استرالیا حکومت وايي د کډوالو د قبلولو په خپل بشردوستانه کلني پروګرام کې هغه اته هیوادونو ته لومړیتوب ورکوي چې وګړي یې په نصبي ډول له زیات تاوتریخوالي سره مخ دي.

د دغه اته هیوادونو په لیست کې د افغانستان نوم له کانګو هیواد وروسته دویم ځای لري. نور شپږ هیوادونه ایریټریا، ایتوپیا، میانمار، بوټان، سوریه او عراق دي چې وګړي یې کولې شي په روان کال کې د استرالیا له بشردوستانه ویزو برخمن شي.

خو د جنوبي سوډان، سومالیا او ایران هیوادونه چې مخکې په دې پروګرامونو کې شامل وو، د ۲۰۱۸ میلادي کال له نوملړ څخه ویستل شوي او په دې سره د دغه هیوادونو وګړي نشي کولې چې د روان کال په لړ کې د استرالیا بشردوستانه ویزې ترلاسه کړي.

اخوا بیا د استرالیا د حکومت دغه اقدام په استرالیا کې د یو شمیر ټولنیزو مشرانو لخوا غندل شوي او دغه کړنه یې د استرالیا د حکومت ښکاره تبعیض د ځینو هیوادونو په وړاندې بللې.

د استرالیا دغه بشردوستانه پروګرامونه د ټولنیز ملاتړ په نوم یادیږي چې د ۲۰۱۸ کال لپاره لږترلږه ۱۰۰۰ کډوالو ته استرالیا کې د میشتیدو موقع ورکوي.

د دغه پروګرامونو په مرسته استرالیا کې میشت خلک، تجارتونه او کورنۍ کولې شي ترڅو د یو کډوال مالي لګښت په غاړه واخلي او هغه استرالیا کې د میشتیدو لپاره راوغواړي.