وروستی نظم تاته !!
ای هنرمندې اداکارې نجلۍ
څومره  عاجزه غوندې ښکارې نجلۍ
ستا په پستو پستو پستوخبرو
جوړ ې وې زما په زړه کې لارې نجلۍ

تا د شاعر په لیکل شویو تورو
تا زما زړه د خپل هنر ښکار کړ
تا د لېکوال د تخیل  ستوروته
تا زما زړه لکه شوګیر بېدار کړ

هره خبره دې په جار شروع وه
هره سندره کې دې زه یاد وم
هره خبره په قربان  ختمېده
هره ټپه کې دې له زړه یاد وم

زه مې د خپل ژوند په مستۍ پوه نه شوم
ما خوشحالي په داو کې وبیلله
ما مې د ژوند د هلکتوب دوره
ستا د پيکي  په داو کې وبیلله


ای هنرمندې اداکارې نجلۍ
تا خو دې خپله ډرامه وکړه لاړې
ماهم د صبر ځواک له خدای وغوښته
ما هم څوک و نه  نیول هیڅ له غاړې

تا ته دې ستا خپل اداکار زړه وایې
چې ښه پخه اداکاري کومه
خوز ه  د خپل د نوي ژوند په خاطر
له زندګۍ سره خواري کومه
اوس دبل چا په نوم قلم راخلمه
اوس نو  بل چا  ته شاعري کومه
 
ای هنرمندې ادارکارې نجلۍ
دلته یو بل څوک اداکار هم شته
هغه ته  ستا غوندې چلونه  نه زده
خو په کارونو کې یې زیار هم شته
 
چې ورته څوک زما نامه واخلي
 نو ما ته تندر او  بلا  وایې
خو بیا په خپله تنهایې کې  پټ پټ
ما ته د خپل زړګي پاچا وایې

دلته یو څوک  زما دزړه په خاطر
 اوس د ريښتیاوو تلاوت کوي  

دلته  یو څوک  شته  چې زما لپاره
     اوس خدای  تعالی ته عبادت کوي
فضل الربي رستم
  14- 01 – 2012