غزل

له ونې ټیټ له رنګه تور دی د ببري انځــــــــور دی

دا خو زما د زړه په بام د مات کودي انځــــــــور دی

 

دا د په خیال خاطر کې رانشي چې هیر به د کــــړم

جانانه ستا د مخ تصویر مې په زړګي انځـــــور دی

د غره لمن کښې اشنا بیا د بوډۍ ټال جوړ شــــــوی

راشه ته ګوره ستا د شنه او سره ټیکري انځور دی

زما په خاوره داسې ځای نشته چې ژوبل نـــــه وي

په هر نښتر په هر چینار د مړدکي انځـــــــــور دی

دنګه ځواني نرګسي سترګې او ګل ګل اننګـــــــــي

نظر یې مه کړې جانان واړه د سپرلي انځــــور دی

 

چې درته ګران نه وم قربان د شمـــــــــــه دا ووایــه

دا دې درمان توری د څله  په منګي  انځـــــــور دی

 

قدرت الله درمان

خوست