غزل
په دغه کلي کې لاشونه ، خاتمه غواړي
په دغه کلي کې جنګ خوب غواړي ، دمه غواړي
((هغه ملنګه سندرماره ده ، ټپه غواړې
هغه په خپلو سرو منګولو کې چمبه غواړي))
ژوند مې همیش له خپل یارانو مشوره غواړي
هو، عادتونه مې بېشکه اینه غواړي
د مصنوعیت په ښکلاګانو کې ورک شوی زړه
د طبیعت د ښایستونو ملـِکه غواړي
هغه نجلۍ د خپل هنر په خونړي چلونو
هغه نجلۍ زما په زړه د مرګ حمله غواړي
زه یې هم خپلې هېلې پښو کې غورځوم رستمه
هغه انسان چې دغه ټوله زمانه غواړي
06/01//2012