د افغانستان وېش د جنګي مجرمینو نوې هڅې:
 
افغانستان  د خپلو   څو لسیزو د جګړې او  د خورا   نورو بد بختیو درلودلو سره  د یوې بلې  مختورنې بدبختۍ په غاښي کې  ولاړ دی  .
انټرنيټي ویب پاڼو    او د منصف قلم خاوندانو  د افغانستان د تجزبې  د مخنیوي لپاره مبارزې شروع کړې دي  له  ټولو قلم والو   هېله کوم چې  د خپل  ځوریدلي  او کړېدلي ملت   د یوې بلې بدبختۍ  چې د افغانستان د  زرګونه قاتلانو ، جنایتکارانو ، غلو   له خوا  را مینځ ته کیدونکې ده  مخنیوی وکړي .

د روان کال  د جنوري په نهمه او  لسمه نېټه به  د المان په پلازمېنه برلين کې    په  یوې  غونډي کې
په  افغانستان کې   د فډرالي نظام د رامنځته کېدو په اړه بحث او خبري کيږي، چي د افغانستان د ملي جنبش ګوند مشر جنرال عبدالرشيد دوستم ، د افغانستان د وحدت ګوند مشر محمد محقق او د شمال ټلوالي يو شمېر نور قومندانان په دغه دوه ورځنۍ غونډه کي د افغانستان او افغانانو د استازیو په توګه ګډون  کوي.

د شمال ټلولې ځينې  مشران  چې  په افغانستان کې    د زرګونو کورنیو  قاتلان او غله بللی شې هغوی به اوس د افغانستان او د ټولو افغانانو پر استازیتوب  په افغانستان کې   دفډرالي نظام د رامنځته کېدو په اړه  بحث کوي  ، دا خبره  به څومره  د افغانستان  په جنګ کې ښکېل ملت  ته  د زغم وړ وي ؟
ایا افغانانو  د جوزجان ، بلخ ، کاپیسا ،  ،کندوز  او د ځینو نورو  ولایتونو  هغه د ډلیېزو   قبرونو شهیدان هېر کړل چې په  رسیو  یې   د بې غوښو لاسونو لسټونې تړل شوې  پاتي دي ؟
ایا افغانانو ته د دې دومره شهېدانو  ورکولو سره سره  کوم باور پاتې دی چې  دغسې   جنایتکارن  د خپلو استازیو  په نومونو   وبولي ؟

ښایې چې په افغانستا ن کې فډارلي نظام  رامینځ ته  کیدلو  او  د شمال ټلولې  دغې خبرې  ته  د لا زور ورکولو علت همدا  وي  چې   بلې لور  ته  د طالبانو په قطر کې  د رسمي دفتر  او د امرېکا په وینا د افغانستان سره  د سولې په  رامینځ ته کیدو  څلورو خواته تاوده بحثونه روان دي.
دغه جنګي سالارانو ته د سولې په راتللو کې د خپلو قدرتونو ، څوکیو او د جیبونو  د  برقراره ډکولو اندېښنې دي   نو ځکه غواړې چې په افغانستان کې  د د خپل  قدرت او حکومت ،  ایالاتونه تر لاسه  کړي ،     چې دې سره به  د افغانستان  پر وجود  د وېش لپاره  بیا د ګولیو  ضربه   تېره کړي.


زه بیا هم له  حکومت او ټولو افغانانو څخه  هېله کومه چې  د دغسې مختورن قاتلانو خلکو د دوی  د ناوړه پلانونو  په کلکه غندنه او مخنیوی وکړي تر څو خپل ګران هېواد افغانستان یې د وېش څخه په خپله فریضه ژغورلی وي .

د یادونې وړ ده  چې  ښایې  په نهمه او لسمه نېټه د المان په پلازمېنه برلېن کې  د غونډې پر خلاف  د افغانانو له خوا لاریونونه وشي  د برخې اخستو په هېله مو   یو .

فضل الربي رستم