ملاعبدالسلام د عیاشانو اودرویشانو د بیلتون سمبول
(خپلواک)

په ظاهره يو نوم وه، خوپه حقیقت کې يوخوځښت، يوکاروان اويو داسې فولادي عزم و،چې د نړې له مغرور یرغل او دقیقې ټيکنالوجې سره د یو ې بې باکې او بریالۍ مبارزې رمز اوسمبول وګرځید.
نه د پاکستان درې کلن تور زندان د هغه اراده خامه کړه اونه د داعش فتواوو د هغه عقیده خامه کړه.هغه خپل ځان، خپل مسئولیت اوخپل هدف وپیژاند او د پتنګ په څیریې ځان پرې قربان کړ
مسلمانې میندې د دې امت لپاره په هره پیړۍ کې په هره سیمه کې څو همداسي اتلان زیږوي ترڅو د الله دښمنان ویده امت مړ ونه ګڼي او د توحید کلمه ترقیامته ژوندۍ وپايي.
ملا عبدالسلام د يوې پیړي يو اتل و.هغه د مینې اوعاطفې سمبول و چې په جګړه کې له هرچاسره دغه خداي ورکړي نعمتونه اوصلاحیتونه نه وي.
زړور جنګیالي ډ یروخت د خپلو مټو په زورمغروره شي اوبیا له مشرانوسره هم بې پرواشي، خوملاعبدالسلام د يو رښتیني مومن مجاهد په روحیه د امیر په يوه وړوکې اشاره، پیل شوې جګړه هم دروله او ولاړه جکړه يې هم تیزوله.
ځکه چې د هغه عقیده دا وه چې په وړه بې اطاعتي د الله نصرت او رضا دواړه له لاسه وزي. نن که له يوې خوا هغه په لوړ سر الله ته ورغي؛ خو بل خوايې ترشايوه داسي محتاطه اومسئولانه تګلاره پريښوده چې د ده پیروان به يې تل تعقیبوي او اجربه يې د ده روح ته رسي.
هغه وخت ښايې مریم غني په نايټ کلب کې پرلمنه له خورو ورو څاڅکوسره ، په نشه مستو سرو سترګومینوالوته غریزه پارونکې سندره اوروله؛ رولاغني به په محرف انجیل کې د جنسي اړیکو دازادي مسئله لټوله چې ملاعبدالسلام له تکبیرونو سره ورستۍ سلګۍ وهلي! د نړې تاریخ به له همدې ځایه د عیاشانو او درویشانو صفونه سره بیل کړي!