د راپورونو په اساس اندونیزیا کې اوسمهال له ۱۰ زرو زیات کډوال چې پکې ګڼ شمیر افغانان هم شامل دي په ډیرو ناوړو او بدو شرایطو کې ژوند تیروي.

۲۹ کلن حسن چې له افغانستانه څلور کاله وړاندې اندونیزیا ته کډوال شوې، وایي په مختلفو رواني ناروغیو اخته دی او څو ځلې یې د خپل ژوند د اخیستو هڅې هم کړي.

برسیره پر حسن، نور هغه کډوال چې له جنګ ځپلو هیوادونو لکه افغانستان، سوډان او سومالیا څخه اندونیزیا ته راغلي د پناه لپاره هیڅ کوم ځای نلري او په سړکونو، پارکونو او آن د کډوالو د توقیف مرکزونو مخته، د تود لمر او د موسمي بارانونو لاندې، ژوند تیروي.

د اندونیزیا د قانون له مخې دغه کډوال د کار کولو حق هم نلري. دوی مجبور دي چې یوازې د خیریه ټولنو مرستو ته سترګې په لار اوسي.

د ځینو راپورونو په حواله، آن ډیری دغه کډوال چمتو دي چې توقیف مرکزونو ته په خپله خوښه داخل شي ترڅو د پناه لپاره ځای، وړیا خوراکي توکې او روغتیایي اسانتیاوې ترلاسه کړې شي.

برسیره پردې د ملګرو ملتنو د پروګرام له لارې نورو هیوادونو ته د دوی انتقالول هم ډیر ورو او کلونه وخت نیسي او هغه هم په هغه صورت کې که چیرې دوی رښتیني کډوال ثابت شي.

دا ټول د دې لامل شوي چې ډیرې دغه کډوال په ژور خپګان او مایوسۍ اخته شي او آن ځینې یې ناقانونه او نامشروع کړنو ته لاس واچوي.