د مالیزیا د مهاجرت اداره وایي، په پام کې لري هغه څلور زره اندونیزیايي کډوال چې اوسمهال په مالیزیایي توقیف خونو کې ژوند کوي ژر تر ژره خپل هیواد ته ستانه کړي.

د یادې ادارې مشر مصطفی علي وایي، مونږ هڅه کوو دغه کار له روژې میاشتې مخکې ترسره کړو ترڅو دغه کډوال د روژې میاشت له خپلو کورنیو سره یوځای تیره کړي.

نوموړي همداراز یادونه وکړه چې ډیری نور اندونیزیایي کډوال مالیزیا کې شته چې لا اوس هم له چارواکو په پټه او په ناقانونه توګه کارونو ته ادامه ورکوي.

هغه وویل، که چیرې دغه کسان ونیول شي نو د مالیزیا د قانون له مخې باید لومړې هغوی نقدي جریمه او زنداني شي او د بند تر تیرولو وروسته باید خپل هیواد ته ستانه کړل شي.

نوموړي زیاته کړه، خو زه دغه کسانو ته دا وړاندیز لرم که چیرې هغوی په خپله خوښه ځانونه چارواکو ته وسپاري نو هغوی به له زنداني کیدو وژغورل شي او د کوچنۍ جریمې په ورکولو سره به سمدلاسه اندونیزیا ته ستانه کړل شي.

بله خوا د اندونیزیا حکومت هم د مالیزیا له یاد وړاندیزه هرکلې کړې او له خپلو هیوادوالو یې غوښتې چې خپل هیواد ته دې په خپله خوښه راستانه شي او همدارنګه د مالیزیا د هغه پریکړې ستاینه یې هم کړې چې غواړي اندونیزیایي کډوال تر روژې مخکې له توقیف خونو خوشې کړي.