غزل

زړه ته مې سنګین سنګین درانده راځی

ګوندې دا دردونه پښتانه راځي

شل قسمه خبرې مې په زړه راځي

بس څه مجبوري ده په خوله نه راځي

څه پوه شوئ ، ددې علت به څه شی وي؟

هر افت زمونږه په کـــــالـــــــــه راځي  

زه  یې هر کلی په ورین تندي کوم

نن د چا  یادونه مېلـــمــانه راځي

خیر دی ته کوه کوه ، چې  څه کوې

ماته دې چلونه هم ډیر ښه راځي

دې کې به حکمت رستمه څه شی وي؟

زړه درد واخلي سترګو نه اوبه راځي

فضل الربي رستم