سبا له خیره د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده .

دغه لیکنه په داسې حال کې کومه چې تقریبا د شپې   یوه نیمه بجه ده  ، ښه وشوې چې روژې مو په خیر  سره ونیولې خدای ددې دټولو  مسلمانانو عبادتونه قبول کړي ،

نن  لیکنه د یو ه داسې ژوند په باره کې لیکم ، کوم  چې له لرې د جنت په نامه بریښیږي ، کوم چې له  لرې د سکون او  سلامتي ژوند څرګندوي او هر سړی یې حوس لري چې ددغې ژوند کې دې برخه واخلي  ، تر ما پورې یې خلک د مرګ پر لار  ورته راخوځیږي ،ډیرو تنکیو ځوانانو په کې خپلي تنکۍ ځوانۍ د ماهیانو خوراک کړې، خو خیر خبره  رانه اوږدیږي که لنډ ووایم د اروپا ژوند په يوڅو کرښو کې  څرګندول غواړم ، شاید دې سره د هغه ځوانانو ژوند وژغورل شي کوم چې ددې پلیت ،بې سکونه ،  ژوند ته راتګ غواړي.

دغه دی سبا له خیره د اختر ورڅ ده ،د روژې په اړه به درته  څه نه وایم چې خلک دلته په کوم حال کې روژې تیروي.

څو ورځې دې مخه مې خوږ ملګری  جلال چې د یوې میاشتې په رخصتۍ  وطن  ته تللی و راغی  ، په انترنيټ مو سره خبرې کولې ، راته ویل یې چې دغه دی اوس راغلم اوس راورسیدم ،کله چې کاله ته راننوتم نو دروازې ته  ځير بیا مې دیوالونو ته وکتل چې ډیر خاموشه وه داسې ښکاریده لکه چې زه ورته نابلده ښکاره شوم او  دوی پر ما د حملې کولو په تمه دي، زړه ته مې ډار او درد دواړه یو ځای راغلل او هغه ټول وختونه مې ذهن ته سمدستي ودریده کوم چې مې تیره میاشت په وطن کې تیر کړي ؤ ،  ذهن ته مې راغلل چې ښه ښه  نو اوس پيشلمی به څنګه کوي ؟ او د روژه ماتې هغه  ددستر خوان  غوړیدو غال مغال پسې خو به مې سترګې راووځي ، هغه وراره مې رایاد شو چې راته به یې چیلمچي راوړ او ویل به یې چې کاکا لاس ومینڅه.

خدای شته دې خبرو مې زړه ته ټکان ورکړل ، خو له خپل خفګان سره مې جلال ته ډاډ ورکړ را ښه مې کړ ، درسونه مې ورته یاد کړل د هغه اینده مې ورته یاده کړه نو لږ سره را ښه شو.دا دی څو روژې نورې هم تیرې شوې  او اختر بیخې را لنډ شو ما هم لنډه موده کیږي چې دلته په یوه  هندي ریستورنت کې کار شروع کړی  ، هره  سې شنبه رخصتي  لرم ، داځل مې رخصتي یوه بل کاروکونکي ته  ددې لپاره ورکړه ما ویل که اختر د پنج شنبې په ورڅ شي نو د هغه کارکونکي رخصتي  به زه وکړم ترڅو اختر له ملګروسره تیر کړم ، خو اختر هم د جمعي په ورځ شو ، نود جمعي په ورځ  ځکه رخصتي نه شم کولای دا  یوازیني ورځ ده چې کار په کې  ډیر وي  .

بیا مې یوه ملګري ته زنګ وواهه چې اختر کې مو څه پلان دی کوم خوا له خیرا ځـــــو ، هغه راته ټول ملګري په ګوته کړل  چې د جمعې په ورځ ټول کار ته ځي هیڅ یو نه شي کولای چې چیرې دې ولاړ شي  ، هغه غریب هم ما غوندې نوی اروپا ته راغلی  نو د ې   اختر ته یې  د تور اختر    نوم ورکړ.

وریرونه مې هم دلته ښوونځي کې رخصتي نه لري ، راته یې ویل چې دا نو څنګه اختر دی  ، دا اختر به داسې وي مونږ به مکتب ته ځـــــــو،

اوس ویده وم  ، خوب مې لیده چې  له ملګرو سره پيښور کې یم او  د اختر  تیاری کوم ،ویل مې اله له خیاط نه مې د اختر جوړه نه ده راوړې چې ګڼډلې به يې وي او کنه  او ځنې نورې وسوسې مې ذهن ته راتلې ،ناڅاپي له خوبه را جیګ شوم کتل مې چې په یوه ځانته کوټه کې پروت یم  ، هیڅ هم نشته  ، چوپه چوپتیا ده ته به وا چې له دغې کلي غبرګې غبرګې جنازې تللي .

زړه مې ډیر راتنګ شو بس شاید نور لیکل و نه کړی شم خو دومره به ووایم چې   د اروپا ژوند دغسې دی ، ما یې صرف یو اړخ لږ ولیکه ، هر سړی له ما بد تر دی دلته ،د ټولو له ژونده سکون تللی وایې کاش نه راتلی،

ژوند هغه ژوند دی چې سکون ولري   ــــــــــــــــــــــــــ کنه حاجت نشته چې شتون ولري .