په ساختمان کې د خوندیتوب مدیریت

په ساختمان کې د خوندیتوب د مدیریت په موخه لاندې موارد په نظر کې نیول ډیر اړین دي.

  • په ټولو حالاتو کې باید پاملرنه او ستانه ( House Keeping ) په ښه توګه ترسره شي.
  • محافظوي خولۍ، بوټان، کمربندونه او عینکې باید کاریګرو ته توصیه او ورکول شي ترڅو کاریګر د کار په جریان کې ژوبل نشي.
  • له برقي او د اور وژنې له وسایلو سره لاس مه وهئ. دا کار به مو د مرګ تر خولې ورسوي.
  • کاریګرو ته باید منظم سرپناه برابر شي.
  • کاریګرو ته د سرپنا سربیره منظم د هوا د بدلون سیتم، د رڼا ، د څکاک اوبه او د رفع حاجت سهولتونه په نظر کې ونیول شي.
  • د خوندیتوب او روغتیا د قوانیونو سربیره د ځمکې او ملکیت قوانین هم باید په سمه توګه تطبیق شي.
  • د روغتیا او لومړنیو روغتیايي خدمتونو او خوندیتوب یوه منظمه اداره رامنځ ته کړئ.
  • د خوندیتوب او د کارګرو د ساتنې لپاره مناسبه بودیجه په نظر کې ونیسئ.
  • د فردی خوندیتوب د وسایلو معیاري، کیفیتي او پروخت رسونه باید ترسره شي.
  • ساحوي پرسونل ته باید د خوندیتوب تدریس او تمرین ترسره شي، او وخت په وخت باید د خوندیتوب ارزونه وشي.
  • د پیښو او ژوبلتیا څخه پاک ماحول باید رامنځ ته شي.
  • د خوندیتوب د پراختیا او ښه والي فعالیتونه باید زیات شي.
  • یوه منل شوې او پېژندل شوې روغتیايي مرکز باید ایجاد شي.
  • د اور وژنې کافي وسایل باید برابر شي.
  • کم عمره کارګرو ته باید اجازه ورنه کړای شي ( ماشومان باید په کار ونه ګمارل شي).
  • د کار په ساحه کې سګرت څکولو باندې پابندي په کار ده.
  • د کاریګرو، روغتیايي او د خوندیتوب د پرسونل لپاره ځانګړي پېژند کارتونه ورکول شي.
  • د خوندیتوب کیمټه دې تشکلیه شي.
  • ټول فعالیتونه باید د خوندیتوب د اصولو مطابق مخ ته لاړ شي.
  • د خوندیتوب د اصولو د تطبیق څارنه او  ارزونه دې ترسره شي.

 

د خوندیتوب انجینر مسئولیتنه

  • په ساحه کې د کار تر پیل وړاندې باید د خوندیتوب مسئول مدیر په دنده وګمارل شي، تر څو کارونه د خوندیتوب د اصولو مطابق مخ ته لاړ شي او د کاریګرو مصونیت یقیني شي.
  • په ساحه کې د خوندیتوب د اصولو تطبیق او د کارګرو مصونیت د خوندیتوب د انجینر دنده ده.
  • د خوندیتوب مسئول کس به د ورځې په جریان کې د کار په ساحه ګرځي، د هرې برخې کارګرو او مسولینو ته به د خوندیتوب د اصولو د مراعتولو سپارښتنه کوي. او که چیرې کوم غیر مصئون وضعیت ویني، سمدلاسه به اړین اقدامات ترسره کوي.
  • د مصونیت او خوندیتوب تمرینونه او ټریننګونه به د کار تر پیل وړاندې په مناسبو دورو کې کاریګرو ته ورکول کیږي.
  • د ټریننګونو یادښتونه به د خوندیتوب د مسئول کس له لوري ساتل کیږي.
  • د خوندیتوب د اصولو د تطبیق په موخه کله کله اړتیا پیښیږي چې کاریګر مکافات او مجازات شي. په یاد ولرئ! د انسان ژوند تر هرڅه زیات ارزښت لري، که چېرې کوم کاریګر د خوندیتوب اصولو تر بار بار یادونې وروسته هم نه عملي کوي، لازمه نه ده چې کار ته دې ادامه ورکړي.

 

زیاتونه او راټولونه: شیرین آغا جهانګیر

د پرکار انجینري او ساختماني خدمتونو مرکز

ننګرهار