پېمانه پېمانه
راځئ چې جهانګیر در وپېژنم: ( بختیار تلاش(
شېرین اغا جهانګیر د ولاجان زوی، د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍاوسیدونکی دی.
جهانګیر له نن نه پوره ۲۷ کاله وړاندې، په ۱۳۶۶ لمریز لېږدیز کال کې د کوزې پښتونخوا په ناصرباغ کېمپ کې د هوسونو او حسرتونو دې پراخې نړۍ ته سترګې غړولي دي .
ښاغلی جهانګیر په درې کلنۍ کې د خپلې کورنۍ ترڅنګ د حالاتو له سمښت سره بېرته خپل هېواد ته ستون شو. په ۱۳۷۳ لمریز لېږدیز کال کې د خو شکنبد په منځني ښوونخي کې شامل شو او په ۱۳۸۵ لمریز لېږدیز کال کې له میا عمر لېسې نه په ښه درجه فارغ شو او په راتلونکې کال کې یې د کانکور ازموینه ورکړه، چې د ښو نومرو په اخیستلو سره یې د کابل پوهنتون د ارواه پوهنې پوهنځي ته لاره پیدا کړه؛ خو لا یې ددغه پوهنځي خواږه نه وو څکلي ، چې د وخت غربت ورته پر مخ د پوهنځي دروازې بندې کړې، تر درې کاله یې د دغه پوهنځي دروازه هم ونه لیده؛ خو وايي چې بېلتون پسې وصال وي، په ښاغلي جهانګیر هم همدا ، کیسه وشوه، له درې کلن ځنډ وروسته یې خپلې زده کړې بیا پیل کړې، او د ساختماني انجینرۍ په برخه کې يې خپل لیسانس ترسره کړ. اوس مهال په همدې برخه کې په ماسترۍ بوخت دی.
د ژورنالېزم په برخه کې یې له مختلفو ادارو نه بېلابېل ورکشاپونه اخیستې دي. نومړی په حتیځه سیمه کې د صفا راډیو د خبریال، ویاند او د خپرونو د مدیر په توګه دندې ترسره کړي دي.
له کوچنیوالي نه یې له شعر او ادب سره مینه وه، همدا سبب و، چې خپل ذوق او مینه دې ته وهڅاوه، چې په پنځم ټولګي کې یې مقاله ولیکله او په ښوونځي کې يې د لین په سر د زده کوونکیو په وړاندې ولوسته، په همدې مهال یې د شعر نیلۍ هم غځولي دي.
ښاغلی شېرین اغا جهانګیر د لیکوالۍ او شاعرۍ تر څنګ ژباړه هم کوي، چې اوسمهال په ټولنه کې د لیکوال، ژباړن او شاعر په حیث پېژندل شوی نوم دی.
تر پنځوسو (۱۵۰) زیاتې لنډې کیسې یې لیکلي، تر دووسوو ( ۲۰۰ ) پورې شعرونه لري او د پنځوسوو (۵۰۰ ) په شاوخوا ژباړل شوې کیسې لري.
واده یې کړی ، درې نارینه اولادونه او یوه ( حوا ) لري.
لاندې دوه ژباړل شوي اثار یې چاپ شوې دي:
۱ - غریبه نجلۍ – نړېوالې لنډې کیسې ـ ( ژباړه )
۲ نوې ژوند( د ژوند اداب - ( ژباړه
۳ ګودر پښتو انګلیسي ګرامرـ تالیف او ترجم
انجینري
په ساختمان کې د خوندیتوب مدیریت
په ساختمان کې د خوندیتوب مدیریت په ساختمان کې د خوندیتوب د مدیریت په موخه لاندې موارد په نظر کې نیول ډیر اړین دي. په ټولو حالاتو کې باید پاملرنه او ستانه ( House Keeping ) په ښه توګه ترسره شي. محافظوي خولۍ، بوټان، کمربندونه او عینکې باید کاریګرو ته توصیه او ورکول شي ترڅو کاریګر د کار په جریان کې ژوبل نشي. له برقي او د اور وژنې له وسایلو سره لاس مه وهئ. دا کار به مو د مرګ تر خو
واحدات
Units in Physics (mechanical, electricity, magnetism, light and optics) including Si units. This is a reference list with notes of all SI and derived units in physics. The notes provide a brief explanation of some of the more confusing elements, but be warned that the full explanation could take many pages, and may be explained elsewhere on this website. Physics has only 5 base units. (Plus the SI units Mole and Candela, but these are rarely used in Physics.)