د یو عسکر وصیت

 

که زه په جنګ کې مړ شوم

نو

ما په تابوت کې بند کړئ

او

جسد مې کورته واستوئ

***

زما مډالونه

زما په سینه کښېږدئ

او مور جانې ته مې ووايئ

چې

ما خپله پوره هڅه وکړه

او

پلار ته مې ووايئ چې

سر مه ټیټوه!

لدې وروسته به

زما له لوري تاته هیڅ خپګان نه رسیږي

***

ورور ته مې ووايئ چئ

سمه زده کړه وکړه!

او

لدې وروسته

زما موټر سایکل د تل پاره ستا دی

***

خورکې مې پوهه کړئ

چې

خفه نشي

لدې وروسته به د هغه ورور

له لمر پریوتو

سره سم نه پورته کیږي

***

زما مینې ته ووايئ

چې

پرما مه ژاړه!

ځکه چې

زه یو عسکر یم

د مرګ لپاره پیدا شوی یم

 

ژباړه: شیرین اغا جهانګیر

 

6 می ۲۰۱۲

کابل