وروستۍ پرېکړه

نور نو د خپل خاوند د لاسه پوزې ته راغلې وه. د هغې خاوند په مخدره موادو روږدی و. نن يې خپله وروستۍ پرېکړه کړېوه. نن ماذیګر يې د خپل خاوند د راتلو لاره څارله. د راتلو د وخت سره سم د دروازې تر شا ودرېده. شېبه وروسته دروازه خلاصه شوه. په هغې وسپنیزې مېلې  چې په لاس کې يې وه، خاوند ته يې به سر ګذار ور کړ... په یو ګذار يې ځمکې ته راګذار کړ. کار يې ختم و. نو ر يې نو ...

وسپنیزه میله يې ایسته کښېوده او ښکته شوه چې د خپل خاوند جسد یو طرف ته کړي. د خاوند له لاسه يې کاغذ راګذار شو. کاغذ يې را پورته کړ. په کاغذ کې لیکلي و:"  ددې کاغذ لرونکی دې سبا په دولسو بجو د معتادانو روغتون ته د درملنۍ لپاره مراجعه وکړي!"

 

ژباړن: شیرین اغا جهانګیر

-۶-۶-۲۰۱۱

۱۶ جوزا ۱۳۹۰