واورین سړی

ماشومانو واورین سړی جوړ کړ. لوبې يې وکړې. ماښام ناوخته ټول خپلو کورونو ته وګرځېدل.  واورین سړی یواځې پاتې شو. بې کوره ماشوم د واورین سړي څنګ ته وردرېد:

ولې دلته یواځې پاتې يې؟

 لکه چې ستا هم کور نشته؟

 یخني دې شوې؟

ههن! دا زما خولې دې ستا شي. زما ساړه نه کیږي....

 

ژباړن: شیرین اغا جهانګیر

-۶-۶-۲۰۱۱

۱۶ جوزا ۱۳۹۰