بې کوره
یوه جوړه جامې يې په دې واورینه شپه کې په تن وې. لاسونه
يې له ډېرې یخنۍ نه تکې سرې اوښتې وې. هر څه يې وکړ، وجود يې تود نشو.
منډې يې کړې، مګر وږی و، ويې نشو کولای. مرۍ يې وچه شوه.
سپي د موټرانو لاندې ننوتل. ماشوم هم د یو موټر لاندې
ننوت.
هلته یو څه ګرم و. ویده شو.
سهر موټران روښانه شول او لاړل، مګر هغه په ابدي خوب
ویده پاتې شو.....
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
-۶-۶-۲۰۱۱
۱۶ جوزا ۱۳۹۰