درنښت
له سهره د ښار د لوي
هوټل په پارک کې ولاړ و او نیلون يې غږولو. د ښار تر ټولو سرمایه داره خلک په عصري
ترینو موټرو کې راتلل او هوټل ته ننوتل. هغه هر څه کوښښ وکړ مګر بیا يې هم د چا
پام ځانته وانه ړاوه. په څو ساعتونو کې یواځې څو کسو د هغه په خولۍ کې یو څو سنټه
واچول.
د کنسرت جوړوونکی په
پارک کې په مېلمنو غږ وکړ چې کنسرت پېلیږي. هر څوک دې خپلو خپلو ځایونو ته تشریف
یو سي، نور نو د هوټل دروازه تړل کیږي.
ټول ننوتل. سپین ږیري
هم له خپلو سترګو عینکې لرې کړې او هوټل ته ننوت.
د سټیچ ویاند خلکو ته
زیری ورکړ چې نن د هیواد تر ټولو مشهور نیلیون غږوونکی راغلی او هغوي ته به نیلیون
غږوي. د تماشه چیانو چک چکې او شپیلي ټول تالار په سر اخیستی و...
یوه پرده پورته شوه. ټول تماشه د خپل هېواد د تکړه نیلیون غږوونکي د درناوي
لپاره له خپلو ځایونو پورته شول او چک چې يې ورته وهلي...
دوهمه پرده پورته
شوه...د چک چکو آواز ځای په ځای بند شو. خلک هک پک شول. یو بل ته يې اوتر اوتر
وکاته...
همغه سپین ږیری و چې دوه ساعته يې د هوټل په پارک کې نیلیون غږولو، مګر چا
ورته پام هم ونکړ....
شیرین اغا جهانګیر
۱۷ جوزا ۱۳۹۰
۷ می ۲۰۱۱
صفا راډیو