مجبور

مېرمنې ته يې ډاکتر وویل:

تاسې پښتورګي ته اړتیا لرئ. یواځنی دوینې ګروپ چې کولای شي تاسې ته پښتورګی درکړي، ستاسې د خاوند د وینې ګروپ دی. خاوند مو باید تاسې ته خپل یو پښتورګی در کړي.

خاوند يې مخالفت وکړ. هغه وویل چې نشي کولای هغه ته خپل پښتورګی ورکړي.

لس کلن زوي يې ورته وویل:

مګر پلاره! مونږ د پښتورګي د اخیستو پیسې نه لرو. یعنی ته رښتیا هم نه غواړئ چې خپل یو پښتورګی زما مورته ورکړئ؟

سړي ونشو کولای چې خپل زوی ته ووايي چې هغه کال وړاندې خپل یو پښتورګی د هغه د مور د درملنې لپاره په بل چا خرڅ کړی دی.

 

ژباړن: شیرین اغا جهانګیر

-۶-۶-۲۰۱۱

۱۶ جوزا ۱۳۹۰

صفا راډیو