مورې!
مینه درسره لرم
مور يې ستړې ستومانه
له بازاره راستنه شوه. د سودا کڅوړه يې په دهلیز کې کښېوده. ټام ورمنډه کړه او په
وارخطا وارخطا يې ورته وویل:" مورې ! مورې! ته چې بازار ته لاړه وې، پلار مې زنګ
راوهلی و، زه په ټېلېفون کې له هغه سره غږېدم، کله چې بېرته راغلم، ایریک د سالون
پر دیوال باندې خطونه کړي و"
مور غوصه شوه. له
غوصې يې رنګ تک سور شو. هرې خواته يې اوتر اوتر کاته او چغې يې وهلې:"
ایریک! مړ شې زویه! مړ شې! څه دي کړي؟ خلاصېدای رانه نشې!"
ایریک له ډېره ډاره
د خپل کټ لاندې ننوتی و. مور يې کوټې ته ننوته. د هغه ټول د لوبو سامان يې راټول
کړ او د کثافاتو په سطل کې يې ګذار کړ. په
عجلې سره د سالون کوټې ته ننوته. کوټې ته په ننوتو سره يې رنګ تغیر وکړ. پښې يې
سستې شوې. لښته يې له لاسه را پرېوته. په اننګو يې سپنې اوښکې راماتې شوې. ورو ورو
مخ ته لاړه او دیوال ته حېرانه ودرېده. په دېوال بانې ایریک یو زړه رسم کړی و او
په منځ کې يې لیکلي و" مورې! مینه درسره لرم"
شیرین اغا جهانګیر
-۶-۶-۲۰۱۱
۱۶ جوزا ۱۳۹۰
صفا راډیو