نن او پرون

زه ایله د لسو کالو یم.۱۰  روپۍ راسره کمې دي. ۹۰ روپۍ راسره دي. د کتاب قیمت سل روپۍ دی. غواړم د خپلې خوښې کتاب واخلم. لاړ شم او بېرته راشم. بیا بیا ورته وایم چې که په ۹۰ روپو يې راکړي! نه مني. نه يې راکوي. وايي:

ځه لاړ شه! هر کله چې دې لس روپۍ نورې هم پېداکړئ، بیا راشه چې دا کتاب درکړم....

.

.

.

.

.

 

 

له هغې ورځې پوره پنځه لس کاله تیر شوي. زه اوس د پنځه ویشتو کالو یم. نن يې راته دیرش ټوکه کتابونه تړلي او په پلاستیک کې يې راته اچولی دی. پوره درې زره روپۍ کیږي. پېسې مې ورته په لاس کې نیولي. نه يې اخلي. وايي:

نه کیږي! دا امکان نه لري! زه څنګه دا کار کولای شم؟ دا ناشونې ده! زه... زه څنګه لتاسونه پېسې واخلم؟ استاده! تاسې څنګه په خپلو کتابونو پیسې ورکوئ؟ زه څنګه لتاسونه ستاسې د کتابونو پیسې واخلم؟؟؟

شیرین اغا جهانګیر

۱۷ جوزا ۱۳۹۰

۷ می ۲۰۱۱

صفا راډیو