ښځه

زه یوه ښځه یمه. مګر که څوک راته ښځه ووايي، وایم:

زه نوم لرم! ماته ښځه مه وایه!

ولې غواړم خپل ښځتوب پټ کړم؟ ولې مې زړه غواړي چې مخکې تر دې چې څوک راته د ښځې په سترګه وګوري، د یو انسان په سترګه راته وګوري؟ مګر زما ښځتوب ما له انسانیته لرې کوي؟

زه یوه ښځه یمه. کله چې راته ووایي چې راشه او د سړو په شان لاس ورکړه! ټکان خورمه. له ځانه سره وایم چې:

زه ښځه یمه، ولې باید د سړو په شان لاس ورکړم؟ ولې زما ښځتوب ته، زما هوئیت ته او زما پېژندنې ته په سپک نظر ګوري؟ زه یوه ښځه یمه. معنی داچې زه سړی نه یم. نه د یوه غړي په واسطه، بلکه د روحیت په واسطه مونږ سره فرق لرو. ولې باید زه خپل روحیات سرکوبه کړم؟

زه یوه ښځه یمه، هغه څوک چې ویل کیږي انسان د هغې په سبب له جنته وایستل شو او دنیا ته راولیږل شو. ولې باید زه د هغه کار په خاطر چې ښځې او سړي په ګډه سرته رسولی، یواځې زه محکوم شم؟

زه یوه ښځه یم. هغه څوک یمه چې په فتنه ګرۍ تورنه یم. مګر هغه فتنه ګري چې تل پرما تحمیل شوی دی.

زه یوه ښځه یمه.  سړو ولیدلم او زما غږ يې واورېد. بې شکه چې ما په بې غېرتۍ تورنه وي، په ذلالت.

زه یوه ښځه یمه. زه  هڅه کوم چې خپل حق لاس ته راوړم. د سړیتوب روحيې يې زما په وجود کې راوروزلې. که زه کوښښ وکړم چې په چوپه خوله خپل هدف ته ځان ورسوم، بیا مې په فتنه ګرۍ او درواغو تورنه وي.

زه یوه ښځه یمه. یوه غمجنه او لاروکې موجود. هغه ښځه چې د ښځتوب او نه ښځتوب تر منځ پاتې یم. زه هغه ښځه یمه چې نه پوهیږم ولې ښځه یمه؟ هغه ښځه چې تر اوسه نه پوهیږم چې ښځتوب یعنې څه؟

ښځه!!! دا معنی چې دې دنیا ته د بل چا لپاره راشه.

ښځه!!! یعنې که وغواړئ چې خپله ووسئ، بیا نو ځانغوښتونکی یې.

ښځه!!! یعنی زه نشم کولای.

ښځه!!! یعنې که وغواړي چې ستر وي، باید چې د سړو د سترګو ازغی شي.

ښځه!!!یعنې د سړي پوره کوونکی.

ښځه!!! یعنې ژوند وکړه تر څو سړي وکولای شي چې ژوند وکړي.

ښځه!!! یعنې څه؟

زه یوه ښځه یمه. یوه ښځه. یوه ښځه چې دنده يې داده چې د یو رحم په واسطه انسان ته ژوند ورکړي.

زه یوه ښځه یمه. هغه ښځه چې د ( بخښلو) ستړې ده او غواړي چې (وبخښل) شي

زه یوه ښځه یمه.  زه هغه څوک یمه چې ژوند مې د سړو د دستان پورې تړلی.

زه یوه ښځه یمه. ښځه یمه خو؛ افکار مې وايي چې زه ښځه نه یمه.

لږ مې وپېژنه! زه مور یمه! زه خور یمه! زه دې ملګرې یمه! ته نیمګړی يې او زه دې پوره کوونکې یمه! زه دې د ستړو شېبو ارام یم. زه دې غمخوار او زه دې همدم یم.

شیرین اغا جهانګیر

-۶-۶-۲۰۱۱

۱۶ جوزا ۱۳۹۰

صفا راډیو