د راپورونو په اساس اندونیزیا کې اوسمهال له ۱۰ زرو زیات کډوال چې پکې ګڼ شمیر افغانان هم شامل دي په ډیرو ناوړو او بدو شرایطو کې ژوند تیروي.

دغه کډوال چې له جنګ ځپلو هیوادونو لکه افغانستان، سوډان او سومالیا څخه اندونیزیا ته راغلي د پناه لپاره هیڅ کوم ځای نلري او په سړکونو، پارکونو او آن د کډوالو د توقیف مرکزونو مخته، د تود لمر او د موسمي بارانونو لاندې، ژوند تیروي.

همدارنګه دغه کډوال د کار کولو حق هم نلري ترڅو ځان لپاره خوراکي توکي برابر کړې شي. دوی یوازې د خیریه ټولنو مرستو ته سترګې په لار وي.

آن دغه کډوال چمتو دي چې توقیف مرکزونو ته په خپله خوښه داخل شي ترڅو د پناه لپاره ځای، وړیا خوراکي توکې او روغتیایي اسانتیاوې ترلاسه کړې شي.

خو د کډوالو شمیر زرګونو ته رسيږي او اندونیزیا یوازې ۱۳ د کډوالو توقیف مرکزونه لري چې تر ټولو لوی یې په (رایو) ایالت کې دی او یوازې ۴۰۰ کسانو ته ځای ورکولې شي.

برسیره پردې د ملګرو ملتنو د پروګرام له لارې نورو هیوادونو ته د دوی انتقالول هم ډیر ورو او کلونه وخت نیسي او هغه هم په هغه صورت کې که چیرې دوی رښتیني کډوال ثابت شي.

دا ټول د دې لامل شوي چې ډیرې دغه کډوال په ژور خپګان او مایوسۍ اخته شي او آن ځینې یې ناقانونه او نامشروع کړنو ته لاس واچوي.