[هریوا پښتوادبي نيټ]

مينه انتظار

داخویوازي مي بنګړي اونتکۍ ستا سره ده

داسي خونه ده چي دا ټوله نړۍ ستاسره ده

ګرانه احتیاط چي په باوریې درسه ماته نه کړي

دمحبت دځنځیرونوکړۍ ستاسره ده

زمادکور خلګ ظالمان دي چي دوکه درنه کړي

هغه خوزه یم چي مي ساه اومرۍ ستاسره ده

خوښه دي خپله ده په کوم مرګ مي ځواني رژوې

ګرمي لمبې دي واک کي سته اوسېلۍ ستاسره ده

داسي هم نه ده چي کلونوسره تېره سوله

زماهغه [مينه]هغه لېونۍ ستاسره ده  

[دسپيني ادې ادبي اوکلتوري ټولنه]