[هریوا پښتوادبي نيټ]

محمدعلي عمري

ورځ وي رڼادشپې دي رنګ ورک سي

علم راځي خوکه داجنګ ورک سي

ناز به مي څوک اخلي دزړه له کومي

آه که له ما دمورکۍ څنګ ورک سي

ستا دزلفینو خوشبویي مي بس ده

هیڅ پروا نسته که لونګ ورک سي

له سپین مړوند سره بنګړي مزه کا

څه یې مزه که ځني شرنګ ورک سي

اغزي کري تل دګودر پر غاړه

له چاچي دین ایمان او ننګ ورک سي

عمري عقل به مو سرته راسي

که له وطنه بوی دبنګ ورک سي

[دسپيني ادې ادبي اوکلتوري ټولنه]