[هریوا پښتوادبي نيټ]
تنها
په لېمو کي مي طوفان ویده ویده دی
دزړه تل کي مي ارمان ويده ويده دی
فکرذکر مي دیار دښکلوسترګو
تصور کي مي جانان ويده ویده دی
په ښکاره که مي دیدن درسره نسته
خوب کي راسه بیا جهان ویده ویده دی
[دسپيني ادې ادبي اوکلتوري ټولنه]
12.07.2013
- هریوا نیټ
[هریوا پښتوادبي نيټ]
بسمل
اوس خوب نه ورځي زما له انتطاره
داسمان پربام ولاړه ده ځنګیږي
رب دي داګلبشره پوه کي چي طالب یې
دچاپو له ویري کورکي نه بیديږي
[دسپيني ادې ادبي اوکلتوري ټولنه]...
12.07.2013
- هریوا نیټ
[هریوا پښتوادبي نيټ]
محمدعلي عمري
ورځ وي رڼادشپې دي رنګ ورک سي
علم راځي خوکه داجنګ ورک سي
ناز به مي څوک اخلي دزړه له کومي
آه که له ما دمورکۍ څنګ ورک سي
ستا دزلفینو خوشبویي مي بس ده
هیڅ پروا نسته که لونګ ورک سي
له سپین مړوند سره بنګړي مزه کا
څه یې مزه ک...