[هریوا پښتوادبي نيټ]

 بشارت

دازري چي هرسهارڅرګندوي لمر

دژوندون زېری دځان سره راوړي لمر

په دې تورلباس کي خوښ دغه مجرم ته

دسباپرتخت به حتماوي قاضي لمر

دتیارې په لړمانه  چي نېزې  سرې کړي

راپیدابه سي يوڅوک لکه غازي لمر

په لمن دکايناتوکي چي اوړي

هرموجود ترخپل نظرلاندي ساتي لمر

بشارت چي دژوندون په کښي څرګند سي

په دې شپې پسي به خامخا راځي لمر

[دسپيني ادې ادبي اوکلتوري ټولنه]