[هريوابښتوادبي نيټ]
احمدفاني کندهار
يار شرميږي لکه څاڅکي څاڅکي اوښکي
کښته لويږي لکه څاڅکي اوښکي
دغمونو په بازارکي امېلونه
پیداکيږي لکه څاڅکي څاڅکي اوښکي
ستادحسن په وړانګوکي لکه واوري
زړه ننيږي لکه څاڅکي څاڅکي اوښکي
یوڅوزړونه سرپرسردي رسم سوي
معلوميږي لکه څاڅکي څاڅکي اوښکي
چي احمد فاني قبول دسترګونسي
روانیږي لکه څاڅکي څاڅکي اوښکي
[دسپيني ادې ادبي اوکلتوري ټولنه]
12.07.2013
- هریوا نیټ
هریوا پښتوادبي نیټ]]
غريبیار ملنګ
په تنهايي کي ماته خوب نه راځي
\ستا جدایي کي ماته خوب نه راځي
سترګي دي پټي که زه هم ويدېږم
په رڼایي کي ماته خوب نه راځي
ته هم ځواني په شوګيروتېروې
که په پسرلي کي ماته خوب نه راځي
لکه شبنم دګل په غېږپرېوزم
په باچهي کي ماته خوب نه راځي...
12.07.2013
- هریوا نیټ
[هریوا پښتوادبي نيټ]
بشارت
دازري چي هرسهارڅرګندوي لمر
دژوندون زېری دځان سره راوړي لمر
په دې تورلباس کي خوښ دغه مجرم ته
دسباپرتخت به حتماوي قاضي لمر
دتیارې په لړمانه چي نېزې سرې کړي
راپیدابه سي يوڅوک لکه غازي لمر
په لمن دکايناتوکي چي ا...