خدمتگار د فقير خيل په کتب خانه کښې
دا کتاب په ١٣٨٢ هـ ل کال کې د دانش په مطبعه کې په ١٤٥ مخونو کې چاپ شو . ددې کتاب ليکوال څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار دى او د ښاغلى ميا وکيل شاه فقير خيل لخوا تدوين شوى او سريزه ورباندې ليکلى دى .
د کتاب محتويات هغه ليکنې دې چې زياتره يې د ميا وکيل شاه فقير په کتابخانه کې د ياداشت او خاطرې په ډول ليکل شوى دى .
د کتاب په پيل کې د ميا وکيل شاه فقير خيل لخوا يوه سريزه وړاندې شوى دى . ددې سريزې په يوه برخه کې ميا وکيل شاه فقير خيل د څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار سره د خپل لومړنۍ ملاقات په اړه خپل احساسات داسي بيانوي :
(( . . . هغه به زما جونگړې ته هم چرته راشي؟ . . . هر وخت به په دغه ملاقات پسې ليواله وم ، هر کله چه به د افغانستان نورو شاعرانو اديبانو سره ملا وشوم، نو ړومبى پوښتنه به مې دا کوله، چې بختانى صاحب به چرته وي؟ هغوى به ويل په ننگرهار کښې دى . غلى به شوم ځان سره به مې ويلو، چرته مردان او چرته ننگرهار؟ خداى دې وکړي چې امن راشي او ننگرهار ته لاړ شم، نو ملاقات به ورسره وکړم. وخت تېرېدلو . يوه ورځ د ١٩٩٥ د اپريل په ٢٣ مه د پټې خزانې د مولف محمد هوتک سيمينار کښې د شرکت دپاره زه او نوموړى ليکوال، شاعر، نقاد محترم ډاکټر محمد همايون هما صاحب پېښور يونيورسټۍ ته لاړو . دا سيمينار د خليل ادبي جرگې د سوري لاندې د گران شاعر، صحافي او محقق سيد صابر شاه صابر په زيار اهتمام شوى و. هر کله چه د سيمينار کار روايي شروع شوه، نو د سيمينار سکتر د سيمينار د رئيس (صدارت) د کرسئ دپاره اعلان وکړو، چه خواست کوم د افغانستان ستر نوميال شاعر، اديب، سرمحقق عبدالله بختاني خدمتگار ته، چې راشي او د رئيس چوکئ سنبال کړي. ددې اعلان سره زما حالت نور شو، په ځان نه پوهېدم، ما ويل چه دا څه اورم او څه وينم؟ خوب خو نه وينم، سترگې مې ومږلې بيا بيا ستېج ته گورم. په دې کښې يو ډېر ښکلى، سپين ږيرى د روند خوږ انسان د سامعينو د کرسونه پاڅېدو او د سټېج د پاسه د رئيس په کرسئ کېناستو. دغه وخت مې ځان سره ووى کرامت د اولياء حق دى . فقير جميل بيگه بابا ستا د کرامت گواهي ورکوم ، چې هو ! نن هغه ورځ ده ، چه مردان او ننگرهار دواړه سره يو دي .
نن تا خپل کرامت وښودلو، ما په خپلو سترگو هغه لوړ، نوموړى شخصيت وليدو، ځان سره په زړه کښې وايم: چه ورمنډه کړم، د سټېج د پاسه يي ښکل کړم، ورغاړه وځم، خو بيا وايم دا ناست عالمان او پوهان به څه وايي، چه دا څوک لېونى دى؟ د سيمينار خرابولو دپاره راغلى؟ ، د سيمينار په مقالو نه پوهېږم، نېغ نېغ خپل منزل مقصود ته گورم ، چه کله به سيمينار ختم شي او زه به د بابا سره ملا وشم. سيمينار ختمېدو سره مې سټېج ته منډه کړه ، عبدالله بختانى صاحب مې د لاسو نه ونيولو ورغاړو تو سره خپله پېژندنه ورسره کوم او ورته وايم :
ستا د ليدو انتظار کښې
مياشتـې کلونـــه تېرومــه
د تعارف کولو نه پس هغه بيا ځان سره رانزدې کړم او دومره په مينه يي رانږدې کړم، چې داسې معلومېده، چې د مخکښې نه راسره اشنا وي، خو لوى خلق د لويو اخلاقو خاوندان وي. په خبرو خبرو د ډوډئ ميز ته راغلو، ما ورته وويل، چه نن به ما سره زما کلي ته خو هغوى وويل ، چه پته راکړه، که خېر وي در به شم ما ورته وويل چه کله؟ هغوى وويل چه دوه درې ورځې پس به درشم .))