ويرنې
((ويرنې)) په ١٣٨١ هـ ل کال کې د دانش په مطبعه کې په ٩٥ مخونو کې چاپ شو . دا کتاب د څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار د ويرنو مجموعه ده .
په دې برخه کې د بيلگې په ډول ددې کتاب هغه برخه وړاندې کوم چې د استاد گل پاچا الفت د وفات په اړه ليکل شوى دى :
د الفت وفات
ادب پرېواته له جوش او له خروشه
اديبان له ډېره غمه شول بې هوشه
قلم مات شو زړه يې وچاود چه يې وليد :
د شاعر چاودلى زړه د غم له جوشه
په گلبڼ کښې د بلبل نغمه شوه غلې
د الفت د مينې ژبه شوه خاموشه
د خزان سيلۍ گلونه تار په تار کړل
سوړ بازار کښې ناورو غږ له گلفروشه
شو وطن اغزي اغزي گل ترمې ترمې
په کوم کال کښې؟
ځواب راغى له سروشه :
((اى د غم درد او دوک کاله)) راته ((غم شوې))
((يار)) مو ولاړ ((د الفت شمع شوه خاموشـــه))
22.12.2011
- څیړنوال عبدالرحیم بختانی خدمتګار
ترنم دل
((ترنم دل)) د څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار د فارسى شعرونو مجموعه ده . دا کتاب په ١٣٨١ هـ ل کال کې د برکت الله کمين مجددى په مالى لگښت په دانش مطبعه کې په ١٣٤ مخونو کې چاپ شو . دا کتاب په ١٣٥١ هـ ل کال کې د ((ابربهارى)) په نوم چاپ شوى وو، بيا د نورو فارسى شعرونو په زياتولو سره د ((ترنم دل)) ترعنوان لاندې چاپ شو . په دې برخه کې ددې کتاب يو شعر چې سرليک يې ((گذشت روزگار)) دى وړاندې کوم :...
22.12.2011
- څیړنوال عبدالرحیم بختانی خدمتګار
خدمتگار د فقير خيل په کتب خانه کښې
دا کتاب په ١٣٨٢ هـ ل کال کې د دانش په مطبعه کې په ١٤٥ مخونو کې چاپ شو . ددې کتاب ليکوال څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار دى او د ښاغلى ميا وکيل شاه فقير خيل لخوا تدوين شوى او سريزه ورباندې ليکلى دى .
د کتاب محتويات هغه ليکنې دې چې زياتره يې د ميا وکيل شاه فقير په کتابخانه کې د ياداشت او خاطرې...