څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار

زما ژوند او جدوجهد

د باچا خان افتوبيوگرافي

My Life and Struggle

Autobiography of Betshah Khan

          دا کتاب په ١٣٨٨ هـ ل کال کې د افغانستان تايمز
د ورځپاڼې  ( Afghanistan Times Daily ) لخوا په انگريزي ژبه په ٢٣٤ مخونو کې چاپ شوى دى . دا کتاب د باچا خان افتوبيو گرافي ده ، چې څو ځلي په افغانستان او پښتو نخوا کې د (( زما ژوند او جدوجهد )) تر سر ليک لاندې په پښتو ژبه چاپ

شوى . دا د همدې کتاب انگريزي ژباړه ده . د کتاب په پيل کې د Jayaprakash Narayan  ( جايا پر کاش نارايان ) لخوا يوه سريزه وړاندې شوې . په دې ځاى کې ددې سريزې د پښتو ژباړې يوه برخه وړاندې کيږي : (( پاچا خان د هند د آزادى غوښتونکي د مخورو رهبرانو څخه دى . دده د اتل ولۍ او عدم تشدد ته د مينې له امله خلکو ده ته د سرحد د گاندهي لقب ورکړ . دده د وخت خلک کوم چې تر اوسه پورې ژوندي دي ، د خان عبدالغفار خان د مهمو لاسته راوړنو څخه ښه خبر دي . د نوي نسل خلکو لپاره هغه يو تاريخي شخصيت
و ، چې تصوير  يې اوس په تياره کې دى . که چيرې دوى  د هغه بې سارې شخصيت او د هغه ځلانده رڼا سره لږ هم آشنا شي هغه به په اتوماتيک ډول له تياره څخه د رڼا په لور حرکت وکړى .

      نو ددې کتاب چاپ په داسې وخت کې چې دهند خلک به په هغه کښې  باچا خان مخامخ وويني د هيواد لپاره ډير ګټور او په وخت اقدام دى . دا کتاب به په هندي ، اردو او انگليسي ژبو چاپ شي . زه اميد لرم چې په باسواده ټولنه کې به داسي څوک پاتي نشي چې هغه به دا افتوبيوگرافي  په داسې يوه طلايي  موقع کې ونه لولي )) .