څېړنوال عبدالرحيم بختاني خدمتگار :
باچا خان او خدائي خدمتگاري
دوهم ټوک
(( باچا خان او خدائي خدمتگاري )) دوهم ټوک هم ،
د خان عبدالولي خان لخوا ليکل شوى دى ، چې په ١٩٩٤ز کال په پيښور کې په (٦٢٢) مخونو کې چاپ شوى دى .
دا کتاب يوويشت باب يا فصلونه لري ، چې ټول فصلونه د خان عبدالغفار خان د ژوند په مهال کې د سياسي پيښو او واقعاتو پورې مربوط دي . د کتاب د فهرست نه وروسته کتاب د خان عبدالولي خان په يادښت سره پيل کيږي ، چې د نوموړي يادښت يوه برخه دلته وړاندي کوم : (( د نسيم مشکوريم چې د کتاب مواد او مسوده ئي لکه د خوږ لاس په حفاظت کې ساتل ، او د هر قسم مشکلاتو او مصيبتونو په وختونو کې ئي هم د نظره اخوا د يخوا شوي نه وو . کله چې د کتاب د چاپ مرحله راغله نو زما ټوله تحريري ذخيره يې راته په ځولۍ کې را واچوله ، د مرتضى شاهين هم ډير ممنون يم ، چې د کتاب د ترتيب او تدوين ذمه واري ئي پوره کړله او د باچا خان او خدائي خدمتگاري دوه ټوکونه د چاپ د مرحلي نه تير شول ، او شاهين د دريم ټوک ترتيب او تدوين ته د همت ملا تړلې ده ، انشاء الله چې دريم ټوک به هم زر تر زره پښتون قام ته پيش کړي شي )) .
ددې پاراگراف په سر کښې ، له (( نسيم )) څخه مقصد
(( مېرمن نسيم وليخان )) دى .
د خان عبدالولي خان د يادښت نه وروسته د مرتضى شاهين لخوا د (( حقيقي تاريخ )) تر عنوان لاندي ددې کتاب په اړه يو تقريظ وړاندې شوى دى . په دې تقريظ کې ددې کتاب د محتوياتو په اړه ، همدارنگه ددې کتاب د تاريخي ارزښت په اړه علمي معلومات وړاندې شوي دي ، چې څو کرښي دلته د نموني په توگه وړاندې کيږي : (( تاريخ يو داسې علم دى ، چې هر څوک ورسره څه نا څه تعلق لري . خو تاريخ ساز شخصيتونه د شمير وي . . . کله کله د ځينو قامونو د زوال په تورتم کې د اقبال ستوري را وخيژي _ د پښتنو د اقبال ستورى باچا خان دى . هغوى چې د تاريخ په پاڼو کې عنوانونه رقم کړيدي . په هغې ئې گوتۍ پولۍ او زړه شين شوى دى . خو د مقصد سره د عشق توده جذبه ئې سړه شوې نه ده . زياتو کړ اوونو او تکليفونو ئي يقين او ايمان لا پسې کره کړى دى . . . . ))
د کتاب لومړى باب د پاکستان د جوړيدونه پيل کيږي ، د پاکستان د جوړيدونه وروسته پر سياسي او اقتصادي ستونزو باندې ، د کشمير په ستونزي ، د افغانستان او پاکستان د سياسي او اقتصادي مشکلاتو په اړه او د بنگله ديش د آزادۍ په اړه هم مفصل علمي او مستند معلومات وړاندې شوي دي . د کتاب وروستى باب يا فصل د جنرال يحيى خان حکومت په مهال د سيمې پر سياسي حالاتو څيړنه شوې ده .