په هند کې د گورگاني واکمنۍ په دوره کې د پښتنو سياسي ، اقتصادې او فرهنگى و ضع پر اثرنظر 

 

 

 

 

 

  تاريخ د بسيط او بدليدونکى علم په توگه د انسان په شعوري پر مختگ او مدنى کولو کې پوره مرسته کوى ، د تاريخ مطالعه د زمانې د طبيعت پيژندنې ، د ټولنى او قومونو په مرامونو باندى انسان ته دپوهيد لو توان وربښى . له همدى امله د هر قوم او ملت له پاره د سوچه حقايقو او ارزښتونو په بنا شوى تاريخ درلودل مهم دى .

          افغانان داته يا پنځه زره کلن داسى تاريخ چې روښانه اړخونه او داسى اړخونه چې ناخولى پکې نغښتى لرونکي دي .

          که د تاريخ کړه وړه وکتل شى معلومېږى چې تاريخ له دوو توکو څخه جوړ دى .

١- د تېر مهال ميراث .

 ٢- د حال د تخيل قوت چې د انسان تېر مهال تشکليوى  .

          د تاريخ مطالعه په هغه کې د عبرت احساس را منځه ته کوى . د انسان د برياليتوب ، پرمختگ او ناکاميو انځوريې مخى ته ږدى د ملتونو دتهذيبونو ، پرمختگ او زوال د لاملونو يادونه  کوى .

          خبره دا ده چې تاريخ يوازى دانه دى چې کوم . . . پاچا کله وزيږيد ، کله پر تخت کښينوست او کله ومړ .

          بلکى تاريخ دادى چې ددى واکمن په دوره کې پرګڼو څه ډول ژوند درلود ، کومې اسانتياوى يې درلودى او له کومو ستونزو سره لاس او گريوان وو ، د خلکو اقتصادي او فرهنگي وضع څنگه وه د هغوى د ادب ، هنر او تاريخ  په پرمختگ کې يې څومره موثر رول درلود او دا چې د ټولنى په ترکيبى جوړښت کې کومو لاملونو تر کومو شرايطو لاندې په کومو دورو کې څه رول لوبولى او ټولنې له کومو _ کومو تهذيبونو څخه اغيزې موندلى او د تکامل پړ او نه يې په څه شان تر سره کړي دي او په او سنۍ زمانه کې په کومو شرايطو کې ژوند کوى د خلکو اړتياوې څه دى ، څه کوو، او څه بايد وکړو ؟

          بله خبره داده چې ددى لرغونى هيواد حکومتونو د زمانى په بېلابېلو دورو کې له ولس سره څه ډول اړيکې درلودلې او ولسى حکومتونو ته په کوم نظر کتل ، څومره باور يې ورباندى درلود او په کوم ارزښت ورته قايل وو ؟

          په همدې توگه حکومتونو ولس ته په څه نظر کتل ، دولس په وړاندى يې د مسئوليت احساس کاوه ؟

          دغو پوښتنو ته د ځواب پيدا کول په مؤرخ او تاريخ  پورى اړه پيدا کوى . ځکه د تېر مهال د انسان د کارنامو د ثبوت نوم تاريخ دى . دغه کارنامې او پوښتنى پاشلى او بى ترتيبه دي ، مؤرخ يې پــــــــــــه

تسلسل سره د يو بل سره نښلوې او مفهوم پکې رامنځه ته کوى .

          د تاريخ ليکنى ددى ميتود له مخى محترم څېړونکي عبدالرحيم بختاني (( په هند کې د گورگاني واکمنۍ په دوره کې د پښتنو سياسي ، اقتصادې او فرهنگى و ضع )) . تر سر ليک لاندې علمي تحقيقى پروژه د څېړونکى له علمى رتبى څخه د سر څېړونکى د مرستيال علمى رتبى ته د ترفيع کولو په منظور په شپږو فصلونو کې بشپړه کړى ده .

          څېړونکي عبدالرحيم بختاني د پروژى په لومړى فصل کې د موضوع پس منظر ته کتنه کړې، په دي برخه کې يې ( ٥٧ ) ماخذونه د څېړنى له معيارى ميتود سره سم تحليل او کره کړى دى اکثره ماخذونه لومړى لاس ماخذونه دى ، چې څېړونکي عبدالرحيم بختاني هر يو ماخذ د محتوياتو له مخى په انتقادى نظر معرفى او تحليل کړى دى .

          د پروژى دوهم فصل چې په هند کې د جلال الدين محمد اکبر گورگانى دواکمنۍ دوره ده ،څېړل شوې .                      

          د پروژى په دغه فصل کې د جلال الدين محمد اکبر د واکمۍ په دوره کې د هند په ادارى سيستم ، د هند په زراعتى چارو ، سوداگرۍ او صنعتى معاملاتى چارو کې د پښتنو په ونډى اخيستى بحث شوى او هم د بنگال له کرلاڼى پښتنو سره د جلال الدين اکبر په اړيکو او چلند خبرى شوى دى . ورپسى د هند د گورگانى دولت پر ضد د بايزيد روښان د آزادۍ غوښتنى د غورځنگ په پيل رڼا اچول شوى ده . په پاى کې د جلال الدين اکبر په مړينى او دده دواکمنۍ دورى ته په انتقادى توگه کتنه شوى ده . او هم په هند کې د پښتنو په قبيلوى او ذات البينى  اختلافاتو بحث شوى . ځکه تر ظهير الدين محمد بابر گورگانى نه مخکى د هند د سياسى او سلطنتى چارواږي د لودى پښتنو په لاس کې و . خو دوى  د خپل منځي کورني او قبيلوي اختلافاتو له امله د بابر دډيرکوچني پوځي طاقت په وړاندې مات شول  .

          په همدى توگه محترم څېړونکي عبدالرحيم بختاني په دغې موضوع رڼا اچولى چې د جلال الدين اکبر ، جهانگير او شاه جهان دواکمنۍ په دوره کې پښتنو ډير لوى طاقت او قدرت درلود ، دوى خپلواک نوابآن او دگورگانيانو په ملکى چارو کې يې ملکى مامورين او په نظامې چارو کې يې لوړ پوړى قومندانان درلودل چې محترم بختانى په هند کې د پښتنو د بى اتفاقيو په اړه ليکى : پښتانه په هند کې په خپل منځى اختلافاتو اخته وو . په يقينى توگه که چيرى دوى په هند کې په يو اتفاق او اتحاد واى ، په هند کې به د ماوراء النهر گورگانيانو  نه وى  پاتى شوى .

          په همدى توگه عبدالرحيم بختانۍ د سورى شير شاه د اولادى تر منځ په بى اتفاقيو او د سياسى قدرت د نيولو په سر د خونړيو جګړو په اړه ليکى : (( دا د اکبر خوش قسمتي وه ، چې پښتانه په خپلو کې د يو بل په غوښو  اخته وو ، او دغه شان يې د هند په شمال کې د هغه اقتدار ته لاره هوواروله ، د عادل شاه په مړينې دسورى کورنۍ پاچاهى ختمه شوه ، د عادل شاه سورى د حکومت زمانه په اصل کې د پښتنو د بدبختۍ زمانه وه . ))

          د پروژى په پنځم فصل کې د او رنگ زيب او پښتنو په اړيکو باندى علمى _ انتقادى بحث شوى دى . د خوشحال خان خټک په وړاندى د او رنگ زيب په دريځ څېړنه شوى ده ، د او رنگ زيب له خوا د خټکو او يو سفزو تر منځ د دښمنى زياتولو ته په لمن وهلو بحث شوى لکه چې او رنگ زيب وايې .         (( موږ  يو هډوکې پر بل هډو کې ددى له پاره وهو چې سره مات شى .))

          د او رنگ زيب په دوره کې د هند په اقتصادى او فرهنگى وضعى رڼا اچول شوى ، او د او رنگ زيب د اولادى په سياسى او ادارى کمزورتيا او بى اتفاقيو بحث شوى دى .ورپسى په هند باندى دنادر افشار له ستنيدو وروسته د هند په سياسى او اقتصادى وضعى باندى علمى څېړنه شوى ده . په پاى کې نتيجه او وړانديزونه راغلى دى . همدارنگه د کتاب په وروستۍ برخه کې د گورگاني دورى پورى اړوند

 

ځينې عکسونه او کورنۍ نسبي شجرى هم د ليکوال لخوا ترتيب شوى دى،چې دا ډير په ځاى او علمي کار دى .

          محترم څېړونکي عبدالرحيم بختاني د دوديز ميتود سره سم کار کړى ، ليکنه يې روانه ده ، په ډېره  اندازه يې له لومړى لاس ماخذونو څخه استفاده کړى ، هيله لرم چه لوستوونکى به ښه استفاده ور څخه وکړى اود څيړونکو د څېړنى له پاره ښه ماخذ گڼل کيږى .

          محرم څيړونکى ددى پروژى په بشپړولو سره د څېړونکى له علمى رتبى څخه د سر څيړنکى د مرستيال علمى رتبى ته د تر فيع کولو وړ بولم او د الله جل جلاله  له در بار څخه ورته برياليتوبو نه غواړم چې نورى علمى څيړنى ترسره کړي  .

                                                                                              په درنښت

                                                                      دسر څېړونکى مرستيال نصر الله زرمتى