بابر او پښتانه

          کله چې زه د علومو اکاډمۍ تر ازموينې وروسته د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو د نړيوال مرکز د غړي په توگه ومنل شوم ، نو دا پوښتنه رامنځ ته شوه ، چې د محقق د نامزدۍ د دورې لپاره زه يوه يو کلنه څېړنيزه پروژه واخلم ، نو په دې برخه کې مې د خپل مرکز له مشر او ځينو محترمو غړيو سره مشوره وکړه . د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو مرستيال ښاغلى څېړنپوه نصرالله سوبمن، چې د پښتو څېړنو د نړيوال مرکز علمي غړى دى راته وويل ، چې په پښتو ژبه کې د ظهيرالدين محمد بابر او پښتنو د روابطو په برخه کې د کتاب په بڼه کومه څېړنه نشته او د علومو اکاډمۍ د دغسې يوې پروژې څېړلو ته اړتيا لري ، نو ما د هغه مشوره ومنله او نوموړي راته د لارښود استاد په توگه وټاکل شو . که څه هم په لومړي سر کې راته دا څېړنه ډېره گرانه ښکارېدله ، مگر د خداى (ج) په توکل مې د لارښود استاد تر نظر لاندې په دې کار پيل وکړ .

          دغه پروژه په څلورو فصلونو باندې وېشل شوې ده ، چې په لومړي څپرکي کې د څېړنې پسمنظر او ددې پروژې منابعو ته يوه کتنه شوې ده ، يعنې په دغه پروژه کې چې د کومو منابعو څخه استفاده شوې ، د هغو معرفي شوې ده . په دې پروژه کې نژدې له (٢٥) معتبرو منابعو څخه استفاده شوې ده . په دويم څپرکي کې د بابر کورنۍ ته يوه لنډه کتنه شوې ، ورپسې بابر په ماورالنهر کې څېړل شوى دى. په دې برخه کې له بابر سره د هغه د خپلو خپلوانو اختلافونو او جنگونو باندې يو څه رڼا اچول شوې ده . دلته دا هم توضيح شوي ، چې بابر څنگه مجبوريږي ، چې د خپل پلرني وطن څخه وځي او افغانستان خوا ته حرکت کوي . وروسته له ماورا النهر څخه د باندې د بابر د پوځي عملياتو په برخه کې څېړنه شوې ده . په دې برخه کې د بابر لومړۍ حملې په کندوز ، بدخشان او وروسته بيا په کابل کې څېړل شوي دي او همدارنگه په کوهاټ ، سوات ، بنو ، غزني او د پښتنو په نورو سيمو کې د بابر لومړني ځل علميات څېړل شوي دي . بيا ددې څپرک نورې برخې د بابر او محمد شيباني اړيکو ته ځانگړي شوي دي .

          دغه برخه که څه هم ظاهراً د پروژې له اصلي عنوان څخه لري معلومېږي ، خو په حقيقت کې دا برخه له پروژې سره مستقيمې اړيکې لري ، ځکه کله چې بابر د پښتنو په سيمو کې په جنگونو بوخت و، دى مجبورېږي چې له محمد شيباني سره هم په جگړه بوخت شي . د محمد شيباني او بابر جنگونه د بابر په هغو حملو کې چې د پښتنو په سيمو کې يې لرلې يوه وقفه وه . کله چې د بابر او محمد شيباني جنگونه ختمېږي ، نو بيا د بابر هم هغه پخواني جنگونه د پښتنو په سيمو کې له سره پيل کېږي ، چې دغه جنگونه او حملې د همدې فصل په آخره کې ښه څېړل شوي دي . کله چې بابر په دوهم ځل بيا په کابل حمله کوي ، د کابل نه وروسته په ننگرهار او کونړ او بيا په باجوړ کې خپلو حملو ته دوام ورکوي . په دې برخه کې په باجوړ ، سوات ، هشنغر ، د افغانستان په جنوبي برخو ، کندهار ، د شينوارو ، اپريدو او وزيرو په سيمو کې د بابر د پوځي عملياتو او عام وژنو په باره کې پوره معلومات وړاندې شوي دي . دې برخې په پاى کې لاهور ته د هند د نيولو د پيل مسايل څېړل شوي دي .

          د پروژې څلورم څپرکى له لودي کورنۍ سره د بابر اړيکو ته ځانگړى شوى دى او دغه څپرکى د بابر روابط د لودي کورنۍ په باره کې دي ، چې په لومړۍ برخه کې د بابر او سلطان سکندر لودي اړيکې څېړل شوي دي . که څه هم د سلطان سکندر لودي او بابر ترمنځ کوم مناسبات نه وو ، يواځې يو ځل بابر د ملنگۍ په جامه د سلطان سکندر لودي دربار ته تللى وو او بس دغه واقعه په تايخ داودي کې راغلې ده او ما په دې برخه کې ذکر کړې ده . بل د بابر اړيکې د سلطان ابراهيم لودي سره دي ، چې د سلطان ابراهيم لودي او بابر ترمېنځ سخت جنگونه شوي ، چې تفصيل يې په دې برخه کې راغلى دى . بله برخه کابل ته د سلطان ابراهيم لودي د تره سفر ته وقف شوې ده ، چې په دې برخه کې د بابر او د سلطان ابراهيم لودي د تره او د لودي کورنۍ د غړيو ارتباطات په تفصيل سره توضيح شوي دي .

          په بله برخه کې د پاني پت د جنگ په باره کې ، چې د بابر او سلطان ابراهيم لودي د افرادو ترمنځ شوي دي ، په تفصيل سره خبرې شوي دي او د جگړې په پاى کې د بابر په وسيله د اگرې او ډيلي د نيولو خبرې راغلي دي ، چې دا هم په تفصيل سره څېړل شوي دي .

          ورپسې د بابر د شخصيت او مړينى په اړه هم يو څه ليکل شوي دي ، په دې برخه کې د بابر د پوځي ، اداري او فرهنگي کارونو په باره کې معلومات وړاندې شوي دي .

          په وروستۍ برخه کې د پروژې نتيجه او څو ضروري پېشنهادونه هم وړاندې شوي دي او بيا دهغو منابعو او ماخذونو فهرست وړاندې شوى دى ، چې په دې پروژه کې ورڅخه کار اخيستل شوى دى .

          زه د الله پاک (ج) څخه ډېر شکر گوزار يم ، چې ددې پروژې د ليکلو او بشپړلو په کار کې يې بريالى کړم .

          زه دا خبره په ځان لازمه گڼم ، چې د خپل لارښود استاد ښاغلي څېړنپوه نصرالله سوبمن څخه د زړه له کومې مننه وکړم ، چې د پروژې د کار له پيل څخه تر پايه پورې يې راته لازمې لارښوونې کړي دي . څومره يې چې په موجوده شراېطو کې امکان درلود ، د علومو اکاډمۍ په کتابتون او د کابل په نورو کتابتونونو کې موجود چاپي او خطي ماخذونه يې راته ښودلي او د کار په بهير کې يې راسره لازمې مرستې کړي او زما له خوا د پروژې تيار شوى متن يې په پوره حوصله له نظره تېر کړى او د هغې د لابشپړولو لپاره يې ماته هدايتونه راکړي او ما هغه منلي او د عمل جامه يې وراغوستې ده .

          ښاغلي استاد اکاډميسن پوهاند عبدالشکور رشاد او زما مهربان پلار استاد څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار زما د مراجعې په وخت راسره ممکنې مرستې کړي دي ، زه د دوى په خدمت کې هم په ډېر ادب د خپلې مننې مراتب وړاندې کوم .

          همدارنگه له څېړنوال نصرالله زرمتي ، څېړنوال سيد محى الدين هاشمي او څېړنوال عبدالشکور قيومي څخه ډېره مننه کوم او کور ودانى ورته وايم ، چې ددې پروژې د ماخذونو په برابرولو کې يې له ما سره ډېرې مرستې کړي دي .

والسلام

څېړنوال عبدالرحيم بختانى

د پښتو څېړنو د نړيوال مرکز د پښتنو قبايلو

د انستيتيوت مشر

کابل – خېرخانه د ١٣٨٢ کال د ثور درېيمه