د ځينو مهمو تاريخى کتابونو په اړه وړانديزونه ….. څېړنوال عبدالرحيم بختاني خدمتگار :

                  ظهير الدين محمد بابر پر ١٤٨٣ کال د منځنۍ اسيا په فرغانه کې زېږېدلى دى . دى يوولس کلن ماشوم و ، چې پلار يې مړ شو او د ده خپلوانو دا ماشوم د فرغانې د پاچا په توگه وټاکه . څه موده وروسته د قومي خپل منځي اختلافاتو له امله بابر مجبور شو ، چې خپل اصلي وطن پرېږدي او د افغانستان خوا ته راشي . په دې ترتيب بابر پر ١٥٠٤م کال د افغانستان پر لور حرکت کوي او په همدې کال د کابل دېوالونو ته ځان رسوي او بيا د افغانستان د سيمو تر لاندې کولو وروسته پرهند باندې يرغلونه پيلوي .

          د شپاړسمې پېړۍ په پيل کې د افغانستان او هندوستان د نيمې وچې تاريخ د ظهير الدين محمد بابر له نوم او کارنامو سره اړه لري . پښتنو د چنگيز او گوډ تميور له لاسه تاړاکونه او ظلمونه ليدلي وو او د همدغو يرغلگرو او زورگيرانو بې رحمۍ او ظلمونه يې لا نه وو هېر کړي ، چې د دوى وارث يانې بابر ورته راورسېد . بابر هم د خپلو نيکونو په څېر په ظلم او وژلو کې نوم درلود . ډېر خلک په څانگړې توگه پښتانه يې ووژل او له کوپړيو څخه يې منارونه جوړ کړل او د همدغو عامو وژنو په نتيجه کې يې په ټول افغانستان او هند کې د مغولو ستر دولت جوړ کړ . د بابر د ژوندانه له پيل څخه بيا د هند د فتوحاتو تر پاى او د بابر تر مړينې پورې په دې کتاب کې څېړنې شوي دي او له پښتنو سره د بابر اړيکې برجسته شوي دي .

          له پښتنو سره د بابر د اړيکو په اړه تر اوسه پورې په پښتو ژبه کې په بشپړه توگه څېړنې نه دي شوي ، په ځينو ځايونو کې دغسې څېړنې د مقالو په توگه او يا د يو کتاب د يو څپرکي يا برخې په توگه څېړل شوي دي ، خو په عمومي او دقيقه توگه زما په نظر دا لومړۍ ليکنه يا رساله ده ، چې په دې برخه کې کار ورباندې شوى دى . دا مجموعه د هغه کسانو لپاره چې د افغانستان په تاريخ څېړنه او مطالعه کوي او يا د افغانستان ددې دورې تاريخ تدريس کوي ، ډېره گټوره ده .

  د افغانستان د تاريخ په برخه کې په پښتو ژبه ډېر کتابونه چاپ شوي دي ، خو په ځانگړې توگه د ظهير الدين محمد بابر د زمانې پېښې او ترهغې مخکې او وروسته پېښې نه دي څېړل شوي . د ارواښاد پوهاند عبدالحى حبيبئ صاحب له خوا د (ظهير الدين محمد بابر ) په نامه چې کوم کتاب په دري ژبه ليکل شوى دى ، په دې کتاب کې د بابر دوره په ډېره دقيقه او علمي توگه څېړل شوې ده . زما وړانديز دا دى ، چې ددې کتاب دري متن بيا چاپ شي او همدارنگه پښتو ژبې ته هم وژباړل شي.

          بابر نامه چې يو معتبر او مستند تاريخي اثر دى او د هغې دري ژباړې چې ماته معلومې دي ، يوه د عبدالرحيم خان خانان فارسي ژباړه ده ، چې پر ٩٩٨ هـ ق کال له ترکي متن څخه فارسي ته ژباړل شوې ده او بيا پر ١٣٠٨ هـ کال د ميرزا احمد شيرزاي په چاپخانه (په بمبۍ کې ) چاپ شوې ده . زما نظر او وړانديز دا دى ، چې دغه کتاب لومړى په دري ژبه چاپ شي او وروسته بيا په پښتو ته وژباړل شي . د بابر نامې بله دري ژباړه ، چې د افغانستان په پېښو پورې اړه لري . د محققې شفيقه يارقين له خوا شوې ده . په دې اړه هم زما دا وړانديز دى ، چې دا موجوده دري ژباړه پښتو ته وژباړل شي او بيا په دواړو ژبو چاپ شي . په پورتني وړانديز کې د بابرنامې دوه ژباړې ، چې يوه يې د عبدالرحيم خان خانان له خوا او بله يې د شفيقه يارقين له خوا شوې ده ، د چاپ سپارښتنه شوې ده .

          دغه دواړه کتابونه چې مؤلف يې ظهير الدين محمد بابر دى له يو بل سره ښه توپير لري . د شفيقې يارقين ترجمه يوازې د بابر نامې د افغانستان برخه ده  او د ماوراءالنهر او هندوستان برخه نه لري ، خو د عبدالرحيم خان خانان په ژباړه کې د ماوراءالنهر ، افغانستان او هندوستان درې واړه برخې راغلي دي . په دې کتاب کې ځينې نيمگړتياوې شته . هغه دا چې يو خو بشپړ نه دى او بل ډېر ترکي لغاتونه په فارسي ژبه ژباړل شوي له دي ، کټ مټ په ترکي ژبه دي .

          (داودي تاريخ) ددې دورې يو با ارزښته کتاب دى او بيخي کم يابه شوى دى او هېڅ نه پيدا کېږي. زما وړانديز دا دى ، چې دا کتاب دې هم له سره چاپ شي .

          زما بل پېشنهاد دا دى ، چې د بابر په زمانه کې د پښتنو سياسي ، اقتصادي او تعليمي حالت او واقعات وڅېړل شي ، چې دا کار تر اوسه پورې په پښتو ژبه نه دى ترسره شوى .