د پښتنو د تاريخ په برخه کې يو بل څېړنيز علمى اثر…… څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار
دغه علمي – تحقيقي کتاب د (بابر او پښتانه ) تر عنوان لاندې ليکل شوې ده . ظهير الدين محمد بابر د پېنځلسمې ميلادي پېړۍ په پاى کې په ماورالنهر کې پاچا شو . بابر د امير تيمور له اولادې څخه و ، چې امير تيمور تقريباً د پېنځلسمې پېړۍ په سر کې په دې سيمه کې لويه امپراتوري جوړه کړې وه ، چې د هغه د مرگ نه وروسته دغه لويه امپراتوري دده په زامنو او وروسته په لمسيانو او کړوسيانو باندې ووېشل شول . سلطان ابو سعيد ميرزا چې د امير تيمور کړوسى او د ظهير الدين محمد بابر نيکه کېده ، په هرات باندې حاکم شو او دى کله چې په هرات کې په شهادت ورسول شو ، له هغه څخه يوولس زامن پاتې شول . بيا د هغوى له لړ څخه څلور زامن يې پادشاهۍ ته ورسېدل . هر يو يې د خپل پلار په دور کې د يوه هېواد پادشاهي کوله ، الغ بيک ميرزا په کابل کې ، سلطان احمد ميرزا په سمرقند کې ، سلطان محمد ميرزا په قندوز او ترکستان کې او عمر شېخ ميرزا ، چې د بابر پلار کېده په انديجان او فرغانه کې واکمني درلودله .
د پېنځلسمې پېړۍ له پيل څخه بيا د همدې پېړۍ تر اخره پورې ، چې تقريباً يوه پېړۍ کېږي د امير تيمور په لويه امپراتورۍ کې دده اولادې د پاچاهۍ په سر په خپلو مېنځو کې اختلافات درلودل او د دوى اختلافات او جنگونه ورځ په ورځ زياتېدل . په همدغو اختلافاتو او جنگونو کې کله چې عمر شېخ ميرزا يعنې د ظهير الدين محمد بابر پلار په انديجان کې وفات کېږي ، په دې وخت کې بابر د پاچاهۍ په تخت کېني . بابر د يوولس کلنۍ په عمر کې پاچا کېږي ، نو له همدې کبله دده ټول خپل خپلوان غواړي ، چې دغه ماشوم پاچا له تخته لرې کړي . په همدې وجه هغه اختلافات او جنگونه ، چې پخوا د دوى ترمېنځ و ، نور هم زياتېږي ، تر څو پورې چې دى مجبوره کړي چې خپل پلارنى ملک پرېږدي او افغانستان خوا ته لاړ شي او په همدې وخت د بابر اړيکې د افغانانو او بيا له پښتنو سره پيدا کېږي ، چې په دې علمي پروژه کې دغه تعلقات او مناسبات او د هغه جنگونه ، ښه او بد کارونه او د هغه ظلمونه او عام قتلونه په مفصله توگه سره بيان شوي دي . په دغه علمي او څېړنيزه پروژه کې نژدې د (٢٥) معتبرو منابعو او ماخذونو څخه گټه اخيستل شوې ، چې ددې ماخذونو او منابعو په هکله به هم يو څه معلومات وړاندې کړم :
کله چې ما په خپلې پروژې باندې کار کاوه ، نو يو نوى چاپ شوى تاريخي کتاب زما گوتو ته راغى دا کتاب ( پښتانه په هند کې ) نومېږي او زما ددې پروژې د ښاغلي لارښود استاد سرمحقق نصرالله سوبمن تاليف دى .
دا کتاب په بلجيم کې د استوگنو افغانانو د تفاهم ، مرستې او پيوستون د ټولنې له خوا په ښکلې قطع او صحافت په (٦٠٥) مخونو چاپ شوى دى ، چې پر هغه باندې د لارښود استاد پر نظريې سربېره ، اکاډميسين پوهاند رشاد صاحب ، کانديد اکاډميسين محمد ابراهيم عطايي صاحب او کانديد اکاډميسين محمد اعظم سيستاني صاحب هم تقريظونه ليکلي دي . په دې کتاب کې د هند نيمې وچې ته د پښتنو د ورتگ پيل او د هغه انگېزې او محرکات څېړل شوي او بيا د ملتان پر لرغونو لوديانو ، په هند کې د لوديانو ، غوريانو ، غلجيانو ، تغلقشاهانو او سدوزيانو او پر بهار او بنگال باندې د پښتنو د واکمنيو تاريخي مسايل د يو اتيا پښتو ، دري او انگليسي ماخذونو په استناد څېړل شوي دي . په دې کتاب کې هند ته د بابر ورتگ او له لودي پښتنو واکمنانو سره د هغه د جگړو تفصيلات شته او دا برخه زما د پروژې لپاره يوه باوري منبع ده . ما له دې برخې څخه په خپله پروژه کې استفاده کړې ده .
زما ددې پروژې بل ماخذ ( لودي پښتانه ) نومېږي ، چې د استاد عبدالشکور رشاد يو مهم تاريخي تاليف دى . دا کتاب په ١٣٣٦ هـ ل کال کې په لويه قطع په (٤٢٥) مخونو د پښتنو ټولنې له خوا چاپ شوى دى ، چې د کتاب په پيل کې د پښتو ټولنې د هغه وخت د رئيس استاد گل پاچا الفت او ددغې ټولنې د ادبياتو او تاريخ د څانگې د مشر محمد حسن ضمير صافي سريزې هم چاپ شوي دي.
دا کتاب د ښاغلي رشاد صاحب د څو کلنو څېړنو نتيجه ده ، چې په هغه کې د هند په نيمه وچه کې د لودي پښتنو د واکمنانو د سياسي – ټولنيزو ، پوځي او فرهنگي فعاليتونو او کارنامو په باره کې مفصل ثقه او مستند معلومات وړاندې شوي دي او په دې برخه کې ښاغلي رشاد صاحب په پښتو، فارسي ، اردو ، هندي عربي او انگليسي ژبو له (٨٧) باوري منابعو او ماخذونو څخه استفاده کړې . پر هند باندې د ظهير الدين محمد بابر حملې د لودي کورنۍ د پښتنو د واکمنۍ په وخت کې ترسره شوي دي ، نو په دې برخه کې که له يوې خوا په هند کې د بابر حضور ښيي له بلې خوا له پښتنو سره د هغه د مقابلې او جگړو واقعات هم بيانېږي ، نو ځکه زما له دې پروژې سره نېغه رابطه لري او د همدې له امله زه خوشحاله يم ، چې ما وکړى شو چې د ښاغلي استاد رشاد صاحب له دې څېړنيز اثر څخه هم د ضرورت په اندازه استفاده وکړم .
همدارنگه د لوديانو په زمانه کې ، چې له کومو پاچاهانو سره ددې کورنۍ اړيکې وو او جنگونه يې ورسره کړي ، د هغو يادونه هم شوې ده . مثلاً د سلطان سکندر لودي د اميرانو او د سلطان ابراهيم لودي له اميرانو سره د بابر اړيکې او بيا له لودي کورنۍ سره د هغه د جنگونو په باره کې مفصل معلومات ورکړ شوي دي . په دې رساله کې ددې کتاب له همدې برخې څخه استفاده شوې .
(پښتانه) دا هغه مهم او با ارزښته اثر دى ، چې محترم پوهاند دکتور حبيب الله تږي ليکلى دى او په ډېر ښکلي صحافت د پښتني فرهنگ د ودې ټولنې له خوا په پېښور کې چاپ شوى دى . ددې کتاب په لومړني مخ کې دا کرښې تر سترگو کېږي .
( عنعنوي روايات ، نوي نظريات او پخواني متون د پښتنو د نسب ، نامه ، ژبې ، پخواني اجتماعي ژوند او هېواد په باره کې څه وايي ) .
ددې کتاب مهم موضوعات همدغه مطالب دي ، چې د کتاب په سرکې ذکر شوي دي . سربېره پردې د کتاب په اووم څپرکي کې (بابر او پښتانه ) په نوم يو عنوان راغلى ، په دې برخه کې چې له بابر سره د پښتنو اړيکې څېړل شوي دي ، چې زما ددې پروژې لپاره يوه ښه موضوع ده ، خو دغه اثر هغه وخت زما گوتو ته راغى ، چې تقريباً زما پروژه بشپړه شوې وه ، خو سره له دې هم ما له هغه څخه په خپله پروژه کې يو څه استفاده وکړه . دغه مهم اثر (٢٨٣) مخونو کې چاپ شوى دى .
( پښتانه د تاريخ په رڼا کې ) ددې کتاب مولف سيد بهادر شاه ظفر کاکاخېل دى ، دغه کتاب د پېنځم ځل لپاره د ١٩٩٩م کال د مارچ په مياشت په پېښور کې د يونيورسټي بک ايجنسۍ له خوا په (١١٢٨) مخونو کې چاپ شوى دى .
په دې کتاب کې د ما قبل التاريخ نه تر شلمې پېړۍ پورې واقعات څېړل شوي دي . دغه واقعات په پښتنو قومونو او پښتنو سيمو پورې مربوط دي . ددې کتاب په ٣٧٩،٣٦١،٣٧٤ او ٣٩٨ مخونو کې د لودي کورنۍ ، سلطان سکندر لودي ، سلطان ابراهيم لودي او ظهير الدين محمد بابر تر عنوانونو لاندې ددې واکمنانو او د هغو د کورنيو په باره کې پوره معلومات ورکړ شوي دي او ما په دغه پروژه کې ددې کتاب له دغو برخو څخه استفاده کړې ده .
د کتاب مولف ظفر کاکا خېل د کوزې پښتو نخوا يو دانشمند ليکوال دى ، چې د هغه تر دې کتاب د مخه يو ستر کار د (ظفر اللغات ) په نامه پښتو قاموس دى او بل تاليف يې دغه کتاب دى ، چې د کميت او کيفيت له مخې ډېر ستر او مهم اثر دى . په کوزه پښتو نخوا کې تردې تاريخي کتاب د مخه قاضي عطاء الله خان هم ( د پښتنو تاريخ ) په نامه کتاب ليکلى دى ، چې په څلورو ټوکونو کې چاپ شوى دى . هغه هم ثقه ، مستند او علمي کتاب دى او دا هم ، مگر د کاکا خېل صاحب کتاب د موضوعاتو له مخې نسبتاً پر ډېرو مساېلو حاوي دى .
( داودي تاريخ ) ددې کتاب ليکوال عبدالله دى ، عبدالله د نورالدين جهانگير د واکمنۍ په دوران کې ( ١٦٠٥ – ١٦٢٧م ) کې ژوند کاوه او دغه کتاب يې د بنگال د وروستي پښتون واکمن داود شاه په نامه کښلى دى . دغه کتاب د علومو د اکاډمۍ د پښتو څېړنو د نړيوال مرکز د غړي محقق عبداللطيف طالبي له خوا په پښتو ترجمه شوى دى . په ( ١٣٧٠ ) هـ ل کال کې په آريانا مطبعه کې په (٣٢٦) مخونو کې چاپ شوى دى .
لکه چې مخکې وويل شو ، دا کتاب د بنگال د وروستي واکمن داود شاه ( ١٥٧٢ – ١٥٧٦م ) په نوم نومول شوى دى ، په دغه کتاب کې د سلطان بهلول له وخت څخه رانيولې په هند کې د ستر واکمن شېرشاه سوري تر زمانې پورې ټول حالات او پېښې . په تفصيل سره څېړل شوي دي او په تېره بيا د سلطان سکندر لودي او سلطان ابراهيم لودي او د لوديانو د نورې کورنۍ په اړه پوره معلومات پکې خوندي شوي دي . زما د پروژې يو عنوان د سلطان سکندر لودي سره د (بابر اړيکې ) تر عنوان لاندې دى . په هېڅ کتاب کې ما د سلطان سکندر لودي اړيکې له بابر سره پيدا نکړ ، يواځې په دې کتاب کې دغه اړيکې څېړل شوي دي او ما په خپله رساله کې ددې کتاب له دغو برخو څخه استفاده کړې ده.
( ظهير الدين محمد بابر ) ددې کتاب مولف د افغانستان نامتو مورخ او ليکوال ښاغلي پوهاند عبدالحى حبيبي دى . دغه کتاب د بيهقي کتاب خپرولو د موسسې له خوا په ( ١٣٥١) هـ ل کال کې چاپ شوى دى . دغه کتاب په (١٥٨) مخونو کې په دري ژبه ليکل شوى ، چې درې څپرکي لري : لومړى څپرکى يې د بابر له کورنۍ څخه پيل کېږي او تر دهلي پورې د بابر فتوحات بيانوي . دوهم څپرکى يې د بابر د علمي او ادبي فعاليتونو په باره کې ليکل شوى دى ، چې په دې څپرکي کې د بابرنامې او د بابرنامې د ترجمې د نيمگړتياوو په باره کې هم يو څه ليکل شوى دي او هم د بابر د عياشۍ په برخه کې يو څه معلومات ورکړ شوي دي . په درېيم څپرکي کې د بابر د سياسي او اداري فعاليتونو په باره کې پوره معلومات ورکړ شوي دي . همدارنگه د بابر د باغونو او د هغه د مسکو کاتو او عسکري تشکيلاتو په باره کې مفصل او علمي معلومات ورکړ شوي دي . ددې کتاب له ټولو څپرکو څخه مې د لزوم په صورت کې گټه اخيستې ده او زياتره مې له لومړي څپرکي چې د بابر دکورنۍ پورې اړه لري استفاده کړې .
( ديوان اشعار ظهير الدين محمد بابر ) دغه کتاب د محققې شفيقه ياقين په مقدمه ، مقابله او تصحيح د علومو د اکاډمۍ د ژبو او ادبياتو د مرکز له خوا په ( ١٣٦٢ ) هـ ل کال په دولتي مطبعه کې چاپ شوى دى . دغه کتاب ، چې ټول (٢٨٢) مخه دى ، له درېو برخو څخه تشکيل شوى دى : لومړۍ برخه يې مقدمه ده ، چې په دري ژبه ليکل شوې ده ، دويمه برخه يې د بابر ديوان دى ، چې په هغه کې (١١٩) غزلې ، (٢٠٠) رباعي ، (١٢) قطعې، (٩) مثنوي ، دوه معماگانې ، يو دري غزل، (٣) دري قطعې ، يو اردو فرد او د بابر نامې ځينې برخې ، چې په ازبکي ژبه باندې تصحيح او مقابله شوي راغلي دي . په درېيمه برخه کې لغتنامه ده ، چې په هغې کې ازبکي لغتونه په دري ترجمه شوي دي . په دغه رساله کې ددې کتاب د لومړۍ برخې څخه چې د کتاب مقدمه ده او په مقدمه کې د بابر د کورنۍ په باره ې پوره معلومات ورکړ شوي دي ، استفاده شوې ده .
( ارامگاه بابر ) ددې کتاب مولف استاد خليل الله خليلي دى . دا کتاب په ( ١٣٢٤ ) هـ ل کال د انيس د نشراتي موسسې له خوا په کابل کې چاپ شوى دى . دغه کتاب په دري ژبه په (٧٠) مخونو کې چاپ شوى دى . په دغه کتاب کې د بابر د مقبرې او د بابر د ناروغيو په برخه کې او دده د اولادونو په باره کې مفصل معلومات ورکړ شوي دي او همدارنگه د بار د اولادونو د مقبرو په باره کې هم معلومات لري . ماددې کتاب له هغې برخې څخه استفاده کړې ده ، چې د بابر د ناروغيو او مرگ په باره کې ليکل شوې ده .
( مطالعه تاريخ افغانستان از نگاه عسکري ) دغه کتاب په دوو جلدونو د علي احمد جلالي له خوا تاليف شوى دى او د ملي دفاع وزارت د نشراتو د عمومي مديريت له خوا چاپ شوى دى . لومړى ټوک يې په ( ١٣٤٣) هـ ل کال کې او دويم ټوک يې د (١٣٤٥) هـ ل کال په قوس کې له چاپه راوتلى دى . په دواړو ټوکونو کې د افغانستان تاريخ له نظامي پلوه څېړل شوى دى . په دغه کتاب کې د افغانستان تاريخ له پلوه له ډېرو پخوا زمانو څخه رانيولې تر نو لسمې پېړۍ پورې مطالعه او څېړل شوى دى . ددې کتاب په دويم ټوک کې په هند کې د افغانانو د سلطنت په باره کې غوره معلومات راټول شوي . ددې اثر د دويم ټوک په پيل کې په د هند نه د باندې د بابر د حملو او په هند کې د بابر د پاچاهۍ په باره کې معلومات ترلاسه کېداى شي . ما په خپله پروژه کې له همدې برخې څخه استفاده کړې ده .
( همايون نامه ) دغه کتاب د گلبدن بيگم دى . گلبدن بيگم د بابر لور وه ، چې دغه کتاب يې د بابر د ژوند او د هغه د پادشاهۍ په اړه ليکلى دى . دغه کتاب د رشيد اختر ندوي له خوا په اردو او دري ژبه ترجمه شوى او په لاهور کې چاپ شوى دى . په دغه کتاب کې ههم دري متن او هم اردو متن دواړه په ( ٣٨٤) مخونو کې چاپ شوى دى . ددې کتاب په (١٥١) او (١٥٢) مخونو کې د بابر د حملو د پيل کېدو د لومړيو ورځو په باره کې معلومات موجود دي ، چې ما د دغې برخې له دري متن څخه استفاده کړې ده .
( تواريخ خورشيد جهان ) ددې کتاب مولف مرحوم سيد محمد خان گنډاپور ابراهيم زى دى ، چې په ( ١٣١١ هـ ل ) کال کې چاپ شوى دى . په دې کتاب کې د پېغمبرانو د قصو ، د اسلام تاريخ او همدرانگه د افغانستان د پاچاهانو په باره کې معلومات وړاندې شوي دي . دغه کتاب ، چې په (٣٢٠) مخونو کې چاپ شوي دي ، اته برخې لري ، چې څلورمه برخه يې د بابر د اصل و نسب په باره کې ليکل شوې ده . په دغه رساله کې ما له همدې برخې څخه استفاده کړې ده .
( بابر نامه ) دا کتاب اصلاً د بابر ليکنه ده او په هغه کې يې د خپل ژوندانه حالات بيان کړي دي او په نورو ژبو هم ترجمه شوى دى . دا اثر محققې شفيقه يارقين په ( ١٣٦١ ) هـ ل کال کې له ازبکي متن څخه په دري ژبه ترجمه کړى دى او تر اوسه لا چاپ شوى نه دى . دغه کتاب په دري ژبه يوه مقدمه لري ، چې ورپسې يې دويمه برخه پيل کېږي . دا د بابرنامې هغه برخه ده ، چې د افغانستان واقعاتو پورې اړه لري او درېيمه برخه د همدغه برخې د ازبکي متن ترجمه ده ، چې د افغانستان د حالاتو پورې اړه لري . په دې پروژه کې ددې کتاب له مختلفو برخو څخه استفاده شوې ده .
( افغانستان در مسير تاريخ ) ددې کتاب مولف د افغانستان نامتو مورخ مير غلام محمد غبار دى . دغه کتاب د افغانستان د تاريخ له لرغونې زمانې څخه تر (١٩) پېړۍ پورې ټول حالات په مکمل ډول سره بيانوي . دغه کتاب په دوو ټوکو کې څو څو ځله چاپ شوى دى ، ددې کتاب په لومړي ټوک کې د بابر په باره کې مفصل معلومات ليکل شوي دي . په دغه پروژه کې له همدې برخې څخه استفاده شوې ده .
( مجموعه مقالات سيمينار بابر ) دا کتاب د هغه سيمينار د مقالو مجموعه ده ، چې د بابر د زېږېدنې د پېنځه سومې کاليزې په مناسب د علومو اکاډمۍ له خوا د ( ١٣٦٢ هـ ل ) کال د حمل په (١١) نېټه په کابل کې جوړه شوې وه . ددې مجموعې په سر کې پېغامونه او گزارش ته ځاى ورکړل شوى دى ، ورپسې بيا دغه مقالې پکې لوستل شوي دي . په افغانستان کې د بابر ميراث ، بابر در افغانستان ، انعکاس افغانستان در توزک بابر ، ظهير الدين محمد بابر و حقوق بين الدول ، شناسايى شعر بابر ، کتابشناسى آثار ادبى ظهير الدين محمد بابر او په اخر کې د بابر د څو شعرونو ترجمې پکې راغلي دي . دغه مجموعه په (١٣٦٢هـ ل) کال کې د علومو اکاډمۍ له خوا په (٨٩) مخونو کې چاپ شوې ده . ما ددې مجموعې له هغې مقالې څخه ، چې ( په افغانستان کې د بابر ميراث ) تر عنوان لاندې ليکل شوې ده ، استفاده کړې ده .
( تاريخ افغانستان در عصر گورگانى ) دا کتاب د پوهاند عبدالحى حبيبي تاليف دى ، چې په ( ١٣٤١ هـ ل ) کال کې د تاريخ ټولنې له خوا په څلور سوه مخونو کې چاپ شوى دى . دا اثر د هغو پاچاهانو د تاريخ په باره کې ليکل شوى دى ، چې په هند کې يې پاچاهي کړې ده . لومړنى څپرکى يې مکمل د بابر په باره کې دى ، دويم څپرکى يې د همايون د پاچاهۍ په اړه دى ، درېيم څپرکى يې د جلال الدين اکبر د پاچاهۍ په اړه دى همدارنگه د نور الدين محمد جهانگير ، شاه جهان اورنگزېب عالمگير د پاچاهۍ په باره کې هم په تفصيل سره پکې بحث شوى دى ما ددې کتاب له لومړي څپرکي څخه چې د بابر د پاچاهۍ په باره کې ليکل شوى دى ، استفاده کړې ده .
( تاريخ مختصر افغانستان ) دا کتاب د پوهاند عبدالحى حبيبي تاليف دى ، چې په (١٣٤٩) هـ ش کال کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ له خوا په (٢٠١) مخونو کې چاپ شوى دى . دا کتاب په دوو ټوکونو کې چاپ شوى دى ، چې لومړى ټوک يې د افغانستان د لرغوني تاريخ په باره کې او دا دويم ټوک يې له چنگېز خان څخه پيل کېږي او د محمد زايانو تر پاچاهۍ پورې رسېږي . له چنگېز څخه وروسته د هرات د تيموريانو د پاچاهۍ په اړه مفصل معلومات لري او له هغې څخه وروسته د بابر د پاچاهۍ په باره کې مفصل معلومات وړاندې شوي دي . ما ددې کتاب له همدې برخې څخه استفاده کړې ده .
( بابر نامه ) دا کتاب د بابرنامې هغه ترجمه ده ، چې د عبدالرحيم ( خان خانان ) له خوا په (٩٩٨ هـ ق – ١٥٩٠م ) کال کې له ترکي متن څخه فارسي ته ترجمه شوى دى او بيا په ( ١٣٠٨ هـ ) کال د ميرزا محمد شينواري په چاپ خانه کې په بمبيې کې چاپ شوى دى . دغه کتاب ( ٢٤٦) مخونه لري . په دې پروژه کې ما ددې کتاب له اولې برخې څخه چې د بابر په کورنۍ پورې اړه لري ، استفاده کړې ده .
همدارنگه مې د آريانا مجلې د ( ١٣٥٠ ) هـ ل کال له درېيمې او څلورمې گنې څخه د ( بابر و شخصيت علمى و ادبى وى ) تر عنوان لاندې د پوهاند عبدالحى حبيبي له مقالې څخه استفاده کړې ده.
همدارنگۀ مې د آريانا مجلې د ( ١٣٥٠ هـ ل ) د قوس او جدي د خپرې شوې مقالې څخه د (شخصيت سياسي و اداري بابر و اثر هاى آن در تاريخ افغانستان و هند ) چې د پوهاند عبدالحى حبيبي له خوا ليکل شوې ده ، هم استفاده کړې ده .
( کابل مجله ) دغه مياشتنۍ علمي ، اجتماعي ، فلسفي او هنري مجله د پښتو ټولنې له خوا د ( ١٣٥٥ ) هـ ل کال د زمري په مياشت کې نشر شوې ده . په دغه گڼه کې پرته له نورو علمي مقالو څخه يوه مقاله د ( ديوسفزو او بابر په روابطو کې د شېخ ملي برخه ) نومېږي ، چې دغه مقاله د ښاغلي څېړنيار محمد نعيم سلارزي له خوا ليکل شوې ده ، چې ما په دغه پروژه کې له همدې مقالې څخه استفاده کړې ده .
د کابل مجلې د ( ١٣٥٥) هـ ل کال د چنگاښ د مياشتې په گڼه کې د ( نوې زمانې په بريد کې ) تر عنوان لاندې خپرې شوې مقالې څخه چې په افغانستان او هند باندې د بابر ديرغلونو په باره کې ده او د دوم ماسون او وارومودين له خوا ليکل شوې ده او د څېړنوال دکتور دوست محمد لودين له خوا ژباړل شوې ده ، له دې مقالې څخه مې هم استفاده کړې ده .
د کابل مجلې بله گڼه ، چې د ( ١٣٥٥ هـ ل ) کال د وږي په مياشت کې نشر شوې ده . په دغه مجله کې نژدې اتلس مقالې نشر شوي دي ، چې د هغوى په جمله کې يوه مقاله ( د شېخ ملي د ځمکو وېش عوامل ) تر عنوان لاندې د څېړنيار محمد نعيم سالارزي له خوا ليکل شوې ده ، چې ما په دغه پروژه کې له همدې مقالې څخه استفاده کړې ده .
له دغه منابعو څخه چې په پورته يې يادونه وشوه ، زياتره د هغو ځايونو څخه گټه اخيستل شوې، چې د بابر ژوند او راتگ افغانستان او بيا د هغه تگ هندوستان ته او د هغه تر مرگ پورې ټول واقعات بيانوي ، چې په راتلونکي فصلونو کې ورباندې په مفصله توگه بحث کېږي .