د گورگانيان او پښتنا نه پر اثر نظر
په هند کى د پښتنو او افغانانو واکمنى د ١٢٣٦م څخه تر ١٥٧٥ پورې تسجيل شوې او په دې اړه چې نږدى درى سوه کاله کيږى يو جلا اثر د علومو اکاډمۍ څخه يو څه وخت د مخه خپور شوى دى . خو دا چې تر ١٥٧٥ وروسته يعنى د مغولي اکبر د واکمنۍ په جريان او تر هغې وروسته موده کې د پښتنو تاريخ په هند کى څه ډول دى ، يوې ځانگړې پروژې ته يې اړتيا درلوده . په دې اساس و چې محترم محقق عبدالرحيم بختانى ددې خلا ډکولو ملاوتړ له او تر پورته عنوان لاندې يې زما تر لارښوونى لاندې يوه علمى پروژه په ١٣٨٢هـ ش کې تر کار لاندې ونيوله .
د هند په تاريخ په تيره په هند کى د افغانانو او پښتنو په تاريخ باندې کښل شوې لومړى لاس او دويم لاس منابع مې محترم بختانى صاحب ته په گوته کړې . د دغو منابعو په استناد سره محقق خپله پروژه د افغانستان د علومو اکاډمۍ در ئيسه هيات له خوا د تصويب شوي او ټلاين سره سم قدم په قدم وړاندې بوتله او په هره برخه کى ليکل شوې پاڼى يى ماته ښودلې او تر سره کولو او د اصلاح وروسته مې ورته سپارلي دي . په دې توگه محترم څيړونکى خپل علمى تحقيقى کار د علمى اسلوب سره سره سم پر ښه توگه پر مخ بيولى دئ .
د تاريخ څخه انتباه اخستل او په راتلونکې د هغې څخه گټه پورته کول ددې علم موخه ده ، له محترم محقق سره مى ددې پروژې د غوره تيز سونو په اړه هم پرلپسى مشورې کړې او د هغو د علمى ثبوت له پاره يې اصلى منابع په غوره سره کتلى دي . يو د هغو تيز سو نو څخه داو چې دا ثابته شي چې پښتانه او افغانان په سياسى ډگر کى د خپلى ذاتى پوهى ترڅنگ د ځنو عنعنوي او قبيلوى اختلافاتو په سبب لومړى ځل د بابر له خوا د پاتى پت په جگړه مات شوي دي . ددې ماتى يوازنۍ او يوازنۍ علت قبيلوى او ذات البينى اختلافات گنل کيږى ، نه د هغوى سياسى او پوځى کمزوري . ابراهيم لودي د همدې سببه د خپل لوى پوځ سره سره د بابر د ډير کوچنى لښکر په مقابل کې ماتى وخوړه دا ځکه چې د بابر په لښکر کى يې سرتره لودي ولاړ وو اوله بلى خوا د ابراهيم لودي د ځانمنى سياست په سبب زيات شمير جنرالان او دده د پوځ مشران ترې ناراض وو او د بابر سره په پټه يو ځاى شول او يايې د جگړى څخه مخ واړاوه .
همداشان د گورگانى اکبر ، جهانگير او شاه جهان په زمانه کې هم پښتنو ډير غټ طاقت درلود او خپلواک نوابان او په گورگاني پوځ کى يى لوى قوماندانان درلودل . خو په دې دوره کى بيا هم هغوى مخکۍ سناريو تکرار کړه او له يو بل سره په اختلافاتو اخته وو . دا يقين ده چې که پښتنو او افغانانو په هند کى اتفاق کړى واى ، نو به به گورگانيان او نه به انگريزان چيرى کاميابۍ ته رسيدلي وو .
محترم محقق عبدالرحيم په دغو ټولو مواردو له ما سره سلا کړى او خپل تحليل يې همدې نتيجى ته رسولى دى . په دې توگه ددې اثر شپږ . فصلونه چې د پسمنظر څخه نيولى بيا دا کبر ، جهان گير ، شاه جهان اورنگ زيب او د هغه تر اولادې پورې نږدى دوه سوه کلنه دوره ده ، په سيستماتيک او علمى توگه څيړل شوې ده . ددې پروژې کار په ټاکلى وخت کى بشپړ شوى او اوس د دفاع او نورو پړاوونو تيرولو ته چمتو ده . زه ددې پروژې په هکله د لارښود په حيث خپل نظر په لاندې توگه وړاندې کوم :
١- دا اثر زما تر نظر لاندې په خپل وخت کى بشپړ شوى او د څيړنى بهير کى يې علمى اسلوب
له پامه غورځولى نه دى . محقق هڅه کړى چې تل په پيچلى موضوع باندى له ماسره تفاهم وکړى . په هره برخه کې يې د خپلو څيړنو نتايج جوت کړي دي .
٢- له ماخذو څخه يې په غور او دقت سره گټه اخستې او د خپلى پروژې اړوند مطالب يې تر شننى وروسته درج کړي دي .
٣- د پروژې د ټاکلى وخت څخه يې اعظمى استفاده کړې او د يته اړشوى نه دى چې اضافى وخت مطالبه کړي .
٤- پښتو ژبه يې روانه له قيدونو څخه عارى ده .
٥- د کتاب وروستى فصل يعنى د اورنگزيب د اولادې د تاريخ په اړه يې ډير زيار رايستلى ، ځکه په دې اړوند مشتقل آثار نشته .
٦- د پښتنو فرهنگى وضعى ته يې نو ښتگره کتنه کړې او په داسى توگه يې څيړلې چې دابې تاريخ له پاره يوه ښه منبع گرزيدلى شي .
٧- محقق يوه بل نوښت ته هم لاس غزولى او هغه دا چى د مغول په ترمينولوژي يې نوې کتنه کړې او دايى څرگنده کړې چې گورگانيان يا ترک نژاد هندى واکمنانو ته د مغول اصطلاح لکه يو غلط مشهور غوندې مساله ده . که نه په اصل کى تيمور او د هغې اولاده ، په تيره بابر او د هغې اولاده په اصل کى د دا لکتايى ژيړ نژاده ترکى قبيلو څخه دى چې تر ميلاد وړاندې د چين څخه د مغولو او د ويغور قومو سره يو ځاى په التائي غرونو کى استوگن او بيا له هغې څخه منځنۍ آسيا ته راغلى او د آسيايى سپين نژاده خلکو سره خلط شوى او نن يې په منځنۍ آسيا کى د قزاقستان ، ترکمنستان ، ازبکستان او قرغيزستان دولتو او په غرب کى په اناطوليه کى د ترکيې دولت جوړ کړي دي .
په پورته ډول دا پروژه د سرمحقق د مرستيال علمى رتبى د ترفيع له پاره کافى گڼم او وړانديز کوم چې محترم محقق عبدالرحيم بختانى صاحب ته دې په دې بشپړ شوي اثر سره د سرمحقق مرستيال علمى رتبه ورکړل شي ، تر څو د هغې له مادي او معنوى حقوقو څخه برخمن وگرزي . دغه راز د عالى تحصيلاتو د موسساتو او پوهنتونو د استادانو ، محصلانو ، د معارف د استادانو او عامه لوستونکو او د تاريخ مينه والو د علمى تندې د ماتولو له پاره دې دا اثر چاپ او خپورشي . محقق بختانى صاحب ته د نورو علمى آثارو د کښلو توفيق له الله پاک څخه استدعا کوم .
سرمحقق نصرالله سوبمن