څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار :

ابر بهارى

((ابربهارى ))دسرمحقق عبدالله بختاني خدمتگار ددري شعر ونولومړۍ مجموعه ده ،چې په ١٣٥١ هـ ل کال کې دبيهقې کتاب چاپولو موسسې لخوا په دولتي مطبعه په ٣٤ مخوتوکې چاپ شوى دى .ددې کتاب په پيل کې دپښتو اودرى شعر ونوپه اړه دشاعرلخوا يوه سريزه وړاندې شوي ده ،ددغه ليکنې په يوه برخه کې داسې راغلې دې :يک منظومه که به دو زبان ،پښتو _درى سروده شود مردم ،ادب شنا سان وشاعران افغانستان آنرا ((شير وشکر )) مى نامند ...

          اين هم بهترين ثبوت احساسات وحدت ملى مردم اين سر زمين است که مليت مارا گرامى تر وشير ينتر مى سازد .

          شيفتگان اين وحدت مى کوشندتااين وطن پر از شير وشکر را بااشعار وتر انه  هاى شيرين خود زياده تر پر شير وشکر سازند .

          اين مامول وقتى خوبتر وبهتر برآورد ه ميشود که شعراء پښتو زبان ،درى بسرايندوشاعران درى سراى ،به پښتو بگرايند .

          شعورملى ماپښتو را((شير ))،ودرى را ((شکر )) ويابالعکس مى انگار دوهر دورابا هم (شير وشکر )  مى نامد . وظيفۀ شاعرا نست که اين شعور پاک وزنده جواب شاعرانه ، مثبت و عملى بگويند .

بهتر است به اين روحيه و رويۀ برادرى ملى عرصه را بر متعصبين تنگ ساخته و موقع ندهيم  که شيرين کﻻمان پښتو ودرى رابه تلخکامى  مواجه سازند  من شعارخود رانه شيرميدانم ونه شکر مينامم   مگر تاکيد ميکنم که آرز ويم واﻻ تر و شير ينتر از آنست به پاس همين آرزو اين مجمو عه  به جامعه نجيب افغانى اهداء مى شود .

          ددې مجموعې په اړه په ١٢٥١ هـ ل کې د هيواد په ډيرو ورځپاڼو او جريدو کې ځينې مطالب نشر شو . د زيرى جريده چې هغه وخت د پښتو ټولنې د علمي ارگان په توگه نشريدل د همدې کال د ثور د ٢٠ مې نيتې په ګڼه کې د (( ابر بهارى )) کتاب په اړه يوه ليکنه چاپ کړې و ، چې ځينې برخې دلته وړاندې کوم : (( ابر بهارى د شعرونو مجموعه ده ، چې څېړنوال بختاني ليکلې او د وړوکى کتاب په حيث يې په دولتي مطبعه کې چاپ کړې ده . همدغه مجموعه داښي چې ورور بختاني علاوه پر پښتو شعر ، پښتو ادبي نثر او نورو مختلفو مضامينو چې په پښتو يې ليکلي د فارسي ( دوى ورته درى هم وايي ) ژبې ښه ليکوال او ښه شاعر هم دى .

          بختانى ورور په پښتو ژبه ښه خواږه اشعار لري او ښې ادبي پارچې ليکلى شي . د افسانو خاوند او اجتماعي ليکنې يې په پار پوره دي خو شهرت دپاره نه ، د استعداد ښوولو دپاره هم نه ، بلکې د هنر ليواله تنده په ده دا کار کوي چې شعر ووايي په دواړو ژبو او نثر وليکي په دواړو ژبو ، يعنې د زړه لمبه د هنر په ژبه وخوځوي . دا کار دى کوي او زه  يې ستايم ځکه چې په خپله هم هغه ياراى ددې يارانو  سره د ژبې نژدې کيدلو مينې ته را بولم .