د ( بابر او پښتانه ) پر کتاب يادښت

          د ښاغلي څېړونکي عبدالرحيم بختاني علمي – تاريخي اثر ( بابر او پښتانه ) د افغانانو د تاريخ د يو مهم څپرکي په اړه ، يوه په زړه پوريې ليکنه او څېړنه ده .

          دغه اثر د افغانستان د علومو اکاډمي د پښتو څېړنو د نړېوال مرکز د يوې علمي – څېړنيزې پروژې په توگه کښل شوى دى او د لارښودو استادانو له تقريظونو سره يو ځاى دا دى تاسو ته وړاندې کېږي .

          د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې لپاره د ډېرې خوښۍ ځاى دى ، چې دغه تاريخي اثر د نوي او معاصر افغانستان د جوړېدو د دوه سوه شپېتمې کليزې د نړېوال جشن په وياړ چاپ او خپروي . که د خداى رضا وه دغه جشن به د راتلونکي کال په لړم کې په جرمني او افغانستان کې جوړيږي او زموږ ټولنه به ددې اثر په گډون يو شمېر نور مهم آثار او علمي کتابونه هم چاپ او خپاره کړي .

          د دغه اثر نوم په علمي پروژه کې ( له پښتنو سره د بابر اړيکې ) په نوم ثبت شوى دى او له ښاغلي ليکوال سره په گډه تفاهم مو دغه نوم را لنډ کړ او (بابر او پښتانه ) مو ورته وټاکه .

          په افغانستان کې د علمي – اکاډميک کار د لارپياړتيا او پراختيا له هيلو سره .

د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې

د مشر تابه جرگه

 

ډسمبر – ٢٠٠٦

جرمني ، کولن ښار