په هند کی د جلال الدین اکبر واکمني

لیکوال: څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار

       

  د جلال الدین اکبر پلار همايون د بابر د مرگ نه وروسته په ۱۵۳۰ م کال کې پاچا شو، دی تر ۱۵۳۹کاله پورې د شیر شاه سوري سره په جنگونو بوخت و او په همدې کال یعنې ۱۵۳۹ م کې شیر شاه سوري په ډهلي کې پاچاشو او همایون مجبورشو ،چې کابل خواته ولاړ شي : د ۱۵۳۹ نه تر۱۵۵۵ م کاله پورې د مغولود کورنۍ پاچاهي په کابل او د هغه په شاو خوا سیمو کې وه او په ډهلي او د هغه په شاوخوا سیمو کې د شیر شاه سوري د کورنۍ حاکمیت و . دا کلونه ټول د شیر شاه سوري د کورنۍ او د بابر مغول د کورنۍ تر منځ په جنگونو کې تیر شول . په ۱۵۵۵م کال کې همایون په دې بریالی شو، چې ډهلی ونیسي . د همایون د سلطنت د خوشحالۍ مودې د یو کال نه زیات دوام ونکړ او په ۱۵۵۶ م کال کې مړ شو .  

          د همایون د مرگ سره سم په ۹۶۳ هـ ق ـ ۱۵۵۶ م کال کې د هغه پر ځای د همایون دیارلس کلن زوی جلال الدین محمد اکبر پاچا شو . څرنگه چې جلال الدین اکبر دیارلس کلن ماشوم و ، نو دده ساتونکي بیرم خان اوزبک دده په ځای کار کولو او زیاتره ملکي او نظامي صلاحیتونه دده په لاس کې وو .

          د جلال الدین اکبر د زیږیدو او د پاچا کیدو په اړه پوهاند عبدالحی حبیبي په (( تاریخ افغانستان در عصر گورگانیان )) کې داسې یادونه کوي : (( جلال الدین اکبر فرزند همایون شب یکشنبه پنجم رجب ۹۴۹ هـ ق هنگامیکه پدرش همایون از دست شير شاه سوری به صفحات سند گریخته بود ، در امر کوت سند از بطن حمیده بانو بیگم تولد گردیده ، و روز جمعه دوم ربیع الثانی سال ۹۶۳ هـ ق بسن سیزده سالگی در کلانور لاهور ، بعد از فوت پدرش بر تخت شاهنشاهۍ نشست .

          این پادشاه کوچک در اوایل تاجگذاری خویش با خصم های قوی چون سکندر شاه لودی و غیره افغانانیکه در هر ‌طرف هند به تجدید عظمت دیرین خود میکوشیدند ، مسادف آمد ، ولی نایب السلطنه یی چون بیرم خان پیش روی داشت . و توانست تمام مشکلات را از پیش بردارد )) (۱) .

          (( ژباړه :ـ جلال الدین اکبر د همایون زوی د ۵۴۹ هـ ق کال د رجب د میاشتې په پنځمه نیټه د یکشنبې په شپه هغه وخت چې د هغه پلار همایون دشير شاه سوري له لاسه دسند سیمو ته تښتیدلی و ، د سند په امر کوت کې د حمیده بانو بیگم دنس څخه وزیږید . د ۹۶۳ هـ ق کال د ربیع الثاني د میاشتې په دوهمه د جمعې په ورځ ددیارلسو کالو په عمر د لاهور په کلانور کې د خپل پلار د وفات نه وروسته پرشاهنشاهى تخت تخت کښیناست .

          دغه کوچنی پاچا د خپل تاجگزارۍ په لومړیو وختونو کې د قوي دښمنانو لکه سکندر شاه لودي او نور افغانان چې دهند په هر لوري یې د خپل پخواني عظمت د بیا ژوندي کیدو په خا‌‎طر هڅې کولې ، مخامخ شو ، مگر هغه لکه بیرم خان غوندی نایب السلطنه په خپل مخ کې لاره وتوانید، چې ټولې ستونزې د مخې نه لرې کړي ))

          د جلال الدین اکبر پاچاهي د ستونزو او جنگونو سره پیل شوه ځکه چې په دې وخت کې د هندوستان ډیرې مهمې سیمې چی  د شیر شاه سوري د کورنۍ 

د غړولخوا اداره کیدلې د پښتنو تر واکمنۍ لاندې وې . نو جلال الدین اکبر د خپل حاکميت د ټينگولو لپاره مجبور و ، چې دغه سيمې تر خپل کنترول لاندې راولي. د جلال الدين اکبر نورې ستونزې داوې چې دده د کورنۍ غړو د خپل حاکمیت او قدرت دپراخولو لپاره یو دبل پر ضد په جنگونو اخته وو . په دې برخه کې به لومړی د جلال الدین اکبر سره د شیر شاه سوري د کورنۍ  جنگونو په اړه به معلومات وړاندې شي . وروسته به بیا د اکبر کورنۍ د خپل منځي اختلافاتو په برخه کې   لنډ معلومات وړاندې کړو .

          کله چې جلال الدین اکبر پاچا شو نو دده حاکمیت د هند په شمالي برخو کې و ، د هند په جنوبي او نوروبرخو کې د عادل شاه سوري او نورو حاکمیت و . عادل شاه سوري ،چې په دې وخت کې ډیر پیاوړی و ، دا وخت یې مناسب و گاڼه، چې د جلال الدین اکبر په قواو و باندې حمله وکړي . نو یې د خپل وتلي جنرال (( هیمو)) په قوماندانى لوی او قوي پوځ برابر کړ او د ډهلي په لور وخوځید. د دې حملې او جگړې شرح ظفر کاکا خيل داسې وړاندي کوي . د همایون مرگ او د کم عمر اکبر تخت نشیني د عادل شاه په زړه کی هیلې را تاندې کړې او هغه یې دشمالي هند بادشاهي گټلوته بیا لیواله کړو . همدارنگه هغه د هیمو په رهبرۍ  پنځو زره سپاره او پينځه سوه فیلان د گورگانيانو  مقابلې ته ولیږل . مگر پخپله په چنار کې پاتې شو ، ځکــه دغه وخت د هند د خلکو تر منځ رقابتونه او دښمنۍ په شدت سره روانې وې ، هيمو ددې ستر فوځ سره په ډير تلوار د چنار نه را روان شو . او اگرې ته د را رسيدو سره سم يې په گورگانيانو  د هغه هیبت داسې پریوت ،چې د اگرې او کالپی گورگاني  گورنر سکندر خان ازبک د اگرې نه ډهلي ته وتښتيد . دغه شان د اټاوى عبدالله خان ازبک، د بیانی گورنر حیدر خان او د نورو علاقو گورگاني  حاکمان ټول ډهلي ته لاړل په دې ډول دسنبل گورنر علی قلی خان ته هم د هیمو ددې لوی لښکر خبر ورکړی شو او هغه ډهلی ته او بللی شو .

          کله چې هیمو د ډهلي خوا و شاته نژدې شو، نو دغه وخت د ډهلي گورنر تردی بیگ او نورو گورگاني  جرنیلانو د هیمو د مقابلې انتظام پیل کړ د ۱۵۵۶ م کال داکتوبر په اوومه د تغلق آباد په خوا کې د گورگانيانو  او د هیمو د پوځونو مقابله وشوه دغه وخت هم د هیمو شهرت او د هغه ستر پوځ د گورگانيانو فوځونو نه وویرول  چې ددې لامله د گورگانيانو  د پوځ زیاتر جنرالانو د جگړې د نه کولو فکر درلود .

          په لومړي سر حمله کې د گورگانيانو  د ښی اړخ فوځونو د پښتنو د چپ اړخ په فوځونو فشار راوست . خو ډیر زرهیمو د گورگانيانو  د پوځ په منځنۍ برخه حمله وکړه او گورگاني  قوماندان تردی بیگ یې په تیښته مجبور کړ . د تردي بیگ په تیښته د گورگانيانو  د فوځونو زړونه پریوتل او په بد رنگ یی تیښته وکړه . د بریالي هیمو لاس ته د گورگانيانو نه ډیر سازو سامان راغی او دغه شان په ډهلي هم د هیمو قبضه وشوه (۲ ) .

          کله چې هیمو دهلی و نیو او د هند د نیولو خبر جلال الدین اکبر ته ورسید نو جلال الدین اکبر ډیر په غوسه شواو تردی بیگ یې چې د جگړی نه تښتیدلی وو وواژه او د بیرم خان سره یو ځای په هیمو پسې ډهلي ته وخوځید په دې باره کښې د (( تاریخ داودي )) لیکوال عــــــــبدالله لیکي (( اکبر پاچا لومړی په دې باب د تردی بیگ خان نه پوښتنه او گړویږنه وکړه خو هغه مناسب او وړ ځواب وړاندې نه کړای شو . اکبر د بیرم خان په سلا او مشوره تردی بیگ خان وواژه او له هغه ځایه په ډیر همت سره د ډهلي خواته روان شو . هیمو هم د ډهلي نه د سر هند خواته روان شو . داکبر باچا او هیمو تر منځ د پانی پت په ډگر کې ستره جکړه پیښه شوه.خود هیمو پرتندی ولگید . هیمو د هغه ټپ له کبله پر

تصادف له مخې یو غشی د هوایي نومي فیل باندې سپور شو او د افغانانو پو ځونو ماتې وخوړه . لنډه دا چې په دغه ترڅ کې شاه قلي خان محرم ، هوایی فیل د جگړی له ډگر څخه د غنيمت په ډول ونیو  ، او د نوموړي فیل فیلوان ورته وویل ،چې ما مه وژنه ، هیمو په همدې فیل باندی دی. شاه قلي خان دغه کار غنیمت وباله او اکبر باچا ته یې راووست . بیرم خان اکبر پاچا ته  عرض وکړ ،چې دا لومړۍ سوبه ده ،چې پر کفارو باندی بری تر لاسه شو، نو دغزا په  نیت دغه کافر په خپل لاس ووژني . اکبرپاچا وویل چې دا پخپله مړی دی . نو پر مړي باندي به ولي تیغ را کاږم . لنډه دا چې هیمو مړ شو او اکبر پاچا بریالیتوب ترلاسه کړ .((۳))

          د هیمو د ماتې نه وروسته د پښتنو سیاسی موقف څه کمزوری شو . مگر له دې سره هم د هند په ډیرو مهمو ځایونو کې د سوري کورنۍ د ډیرو مشرانو او د نورو پښتنو حاکمیت ټینگ او د هند په اکثرو ځایونو باندې يې عام وتام تسلط درلود . مثلاًًًًًًًًًًًًًًًًًًًًًًًًًًًًًًًًًًًًًًًًً ً عادل شاه سوري د هیمو د مرگ نه وروسته ژوندی او ښه په زور کې وو ، بل سکندر شاه سوري و ، چې ډیر مجهز فوځونه يې لرل ، بل حاجي خان او د هیمو پلار و ، چې دوی دواړو د((الور)) په علاقه کې  پوره حاکمیت درلود ، بل د عادل شاه سوري يو غښتلى امير رکن خان د (( سنبل )) په علاقه کې حاکم و ، بل د عادل شاه زوی شیرخان و ، چې د عادل شاه د مرگ نه وروسته د عادل شاه امیرانو هغه د دوهم شیرشاه په نوم د چنار په علاقه کې د پادشاه په حیث وټاکه ، د عادل شاه سوري بل امیر فتوخان هم غښتلی امیرو، بل د اسلام شاه سوري زوی ،چې آواز خان نومیده په دهتاس کې د پاچا په حیث ټاکل شوی و .

          مگر د شیرشاه سوري د مرگ نه وروسته او په تیره بیا د هیمو د مرگ  نه

وروسته سره له دې ،چې د هند زیاترې مهمې سيمې د پښتنو او په ځانگړي توگه د سوري کورنۍ ترلاس لاندې وې . مگر دې سره هم پښتانه ورځ په ورځ د کمزوري کیدو خواته روان وو او ددې کمزورﺉ اساسي علتونه دا وو چې د پښتنو په مینځ کې لکه د شیرشاه سوري غوندې یو مشر او رهبر موجود نه و . او هر څوک په خپل سر په مختلفو کارونو اخته وو ، هرڅوک د ځان د گټې او د ځان دبقا لپاره په مبارزه مصروف وو . بل دا چې د پښتنو په مینځ کې ورځ په ورځ بې اتفاقي او اختلافات  زیاتیدل او گورگانيانو  د دوی ددغو اختلافاتو څخه ډیره گټه واخستله او د جاگیرونو ، جایدادونو او ځمکو په ورکولو سره يې پښتانه یو یو تابع کړل ، گورگانيانو  ډیر پښتانه په زور او جنگ سره تابع او ځینې یې د جایدادونو او جاگیرونو په ورکولو سره تابع کړه ، چې ددی ټولو جنگونو تفــــــــیصل مورخانو لیکلی دي،چې  د پانی پت د جنگ  نه مخکې محمد خان سوري د عادل شاه د جرنیل هیمو د لاسه په جنگ کې وژلی شوی وو . د محمد خان د وفات نه پس د هغه زوی بهادر خان د بنگال حکمران وو . په کومو ورځو کې چې هیمو د پاني پت په میدان کې د گورگانيانو  سره جنگیده ، بهادر خان دا موقع د خپل پلار د بدل اخستلو دپاره موزونه و گڼله او د یو لوی فوځ سره د عادل شاه نه د بدل اخستلو په غرض را روان شو . په اپریل ۱۵۵۷ م کال کې د سراج گړ سره نژدې د عادل شاه سوري او بهادر خان تر مینځه یو خونړی جنگ وشو ، چې په هغه کی  عادل شاه سوري و وژلی شو . او دا د اکبر خوش قسمتي وه، چې د هغه دښمنان “ پښتانه” په خپلو کې د یو بل په غوښو اخته وو . او دغه شان یې په شمالي هند کې د هغه اقتدار ته لاره هواروله . د عادل شاه سوري په مرگ د شیرشاه د کورنۍ بادشاهي ختمه شوه . دده د حکومت زمانه ،چې په اصل کې د پښتنو د بدبختۍ زمانه وه تقریباً درې نیم کاله وه .

          لکه چې وړاندی ویلی شوي دي په کومو ورځ کې چې هیمو پر اگره او ډهلي قبضه وکړه . نو اکبر او بیرم خان د هیمو د مقابلې په نیت د ډهلي په لور را روان شول ، او د سکندر شاه سوري مقابلې ته یې خپل یوامیر پریښود . سکندر سوري د گورگانيانو  خلاف جنگ جاري ساتلی و ، او  د ۱۵۵۷م په مارچ کې یې د گورگانيانو  فوځ ته ماتې ورکړه . اکبر چې ددې ماتی نه خبر شو نو د بیرم خان په ملگرتیا کې د سکندر مقابلی ته ورسید . د اکبر په راتلو سکندر سوري بیا د شوالک غرونو ته وخوت . ولې اکبر د سیمې  دهقانان خپل حمایت لپاره چمتو کړل او په نتیجه کې سکندر سوري د مان کوټ په قلا کې، چې په دغه زمانه کې تسخیر يدونکې گڼلی شوه او اسلام شاه و دانه کړې وه ، په پناه  اخستلو مجبور شو . اکبر په ډیرې سختې د قلا محاصره شروع کړه . په دغو ورځو کې سکندر شاه سوري د عادل شاه  د مرگ نه هم خبر شو ، او که څه هم پښتنو ددې بدمرغۍ باعث هم عادل شاه سوري وو بیا هم د هغه په مرگ د پښتنو امیرانو زړونه پریوتل .

         لکه چه سکندر سوري هم د اکبر سره سوله  وکړه او د ۱۵۵۷م د جولای په ۱۲ مه یې وسله کیښودله . د اکبر د لوري نه هغه ته په بنگال کې د جاگیر ورکولو وعده وشوه ، او د سکندر شاه  د وفادارۍ د ضمانت په ډول د هغه زوی عبدالرحمن سوري او د سکندر یو با اعتماده امیر غازي خان داکبر ملازمت اختیار کړ . په دې ډول حاجي خان هم د گورگانيانو  سره ناکامه مقابله وکړه . دې امیر د هیمو په ملگرتیا د پانی پت په جنگ کې د گورگانيانو  خلاف جنگیدلی و او د شکست نه پس خپل جاگیر (( الور )) ته تلی وو . د پاني پت د ماتې نه پس د هیمو پلار هم د خپل ساز و سامان او ملازمانو سره ددې حاجي خان سره پناه اخستې وه . اکبر دده خلاف هم یو پوځ ولیږه . ولې حاجي خان د گورگانيانو  مقابله ونه کړه ، او اجمیر ته وتښتید . دغه شان د الور او میوات دواړه  علاقې د گورگانيانو  په قبضه کې راغلې . او د هیمو پلار هم د گورگانيانو  په لاس کې بندی شو .

          گورگاني  فوځونه د حاجي خان د تعقیب لپاره اجمیر ته هم لاړل . ولې حاجي خان دلته هم مقابله ونکړه ، او دا جمیرنه گجرات ته وتښتید او هلته د نورو پښتننو سره یو ځای شو . دغه شان په ۱۵۵۷ م کال د گورگاني  جرنیل خان زمان په رهبرۍ د رکن خان خلاف په سنبل حمله وشوه ، رکن خان هم وتښتېد ، او په سنبل لوهاڼي د گورگانيانو  قبضه راغله . دغه شان د سنبل نه تر لکنهو پورې په ټوله علاقه د گورگانيانو  حکومت قايم  شو .

          ولې ددې ماتو سره هم پښتنو امیرانو په انفرادي صورت د گورگانيانو  خلاف جنگونه جاري ساتلي وو . لکه چې د مخه وويل شو د عادل شاه د مرگ وروسته د هغه امیرانو ،د هغه زوی شیرخان دوهم د شیرشاه په نامه په چنار کې بادشاه کړی و ، په ۱۵۶۱ کال کې  د دویم شیرشاه په رهبرۍ پښتنو د خان زمان گورگاني  گورنر خلاف  لښکر کشي وکړه . دلښکر په ابتدا کې گورگانيانو تیښته وکړه . ولې پښتانه سمدستي په لوټ کې لگیا شول . گورگانيانو  د پښتنو ددې  بې پروایي نه فایده واخستله په پښتنو یې بیا چپاو وکړ او د دوی بری يې په ماتې بدل کړ . پښتانه په ډیر بد رنگ وتښتیدل . ددې ماتې نه وروسته دویم شیرشاه د گورگانيانو  پر خلاف څه اقدام ونه کړ ، په هم دغو ورځو کې د عادل شاه سوري یو امیر  (( فتوخان مسند عالي )) د چنار مضبوطه قلا پرته له جگړې گورگاني  گورنر ته حواله کړه او پخپله یې د گورگانيانو  حکومت ملازمت اختیار کړ .

          په کومو ورځو کې چې د عادل شاه سوري امیرانو دهغه زوی شیرخان په چنار کې بادشاه کړی وو . هم  په دغو ورځو کې د اسلام شاه د کورنۍ مرستیالانو د هغه زوی اواز خان په (( دهتاس )) کې خپل پادشاه ټاکلی وو . د خان زمان دلاسه چې دویم شیرشاه مات شو نو ددې نه وروسته اواز خان دیو لوی فوځ سره په جونیو ر حمله وکړه . داځل هم پښتنو گورگاني  فوځونه  مات کړل لیکن دوی د بشپړ بري نه دمخه په لوټ لگیا شول .  په دغه وخت کې دپښتنو بد قسمتي نه یوه داسې پیښه وشوه، چې د هغې لامله پښتنو ته لوی زیان ورسید . او د  دوی بری په ماتې بدل شو. پیښه داوه، چې د گورگانيانو  یومست فیل یوڅو پښتنو سپاهیانو ونیو ، او د هغه زنځیرونه یې پرانستل او په هغه باندې یې د سوریدو کوشش شروع کړ . په دې کې فیل وتر هیدو او په دوی یې حمله وکړه په دې منډو تر ړوکې هغه پښتنو فوځیانو چې په لوټ اخته وو دا خیال وکړو، چې گوندې گورگانيانو  بیا حمله وکړه . دې گمان سره یې هر څه پریښودل او په ډیرې وار خطایي وتښتیدل ،او ډیر د گورگانيانو  لاسه ووژلی شول .

د گورگانيانو  خلاف دا د پښتنو وروستۍ منظمه هڅه وه، تر دې وروسته دوی د ډهلي د سلطنت هیله پریښوده اوپه کوموکومو علاقو  باندې چې یې قبضه وه دهغو  د ټینگولو او مضبطولو پسې شو ( ۴ ) .

          د جلال الدین اکبر ددورې د مهمو واقیعاتو او فتوحاتو څخه یو هم د کندهار نیول وو . کندهار د جلال الدین اکبر دواکمنۍ نه مخکې د ایران د صفوي شهزاده گانو له خوا اداره کیده .

          (( کندهار ښار د صفوي شهزاده گانو په لاس کې چې له اکبري هیواده بیل شوی و ، ځکه نو پر ۹۹۹ هـ ق ـ ۱۵۹۰ م کال خان خانان د بلوچستان له لارې پر کندهار حمله وکړه او کابلي شاه بیگ خان دا ښار بیا د اکبر ددورې تر پایه د کندهار حکمران و))(۵) . 

 

          د جلال الدین اکبر د زمانې د نورو مهمو جنگونو څخه یو هم د بنگال له کرلاڼي پښتنې واکمنۍ سره و ، او بل په کابل او پیښور کې د کابل د حکمران حکیم میرزا          جلال الدین اکبر نژدې ۵۲ کاله پاچاهي وکړه او د ۶۵ کالو په عمر په ۱۰۱۴ هـ ق ـ ۱۶۰۵ م کال کې وفات شو . د  جلال الدین اکبرد وفات په باره کې پوهاند عبدالحی حبیبي داسې لیکي : اکبر شـــــــب چهار شنبه ۱۳ جمادی الثانی ۱۰۱۴ هـ ق بعد از پادشاهی ۵۲ سال به عمر ۶۴ سالگی در اکبر آباد جهان را پدرود گفت ( ۶ ) .    

          جلال الدین اکبر نژدې پنځوس کاله پاچاهي وکړه . په دې اوږده موده کې لازم او ضروري بولم ،چې د جلال الدین اکبر په ملکي او نظامي اداري سیستم او کرنیزو چارو کې د پښتنو ونډه په سوداگرۍ ،معاملو او صنعتي چارو کې د پښتنو ونډه ، د نورو پښتنو واکمنانو سره د جلال الدین اکبر اړیکې او همدارنگه د جلال الدین اکبر پر ضد د شورشونو او تحریکونو په اړه معلومات وړاندې کړم ، چې په ترتیب سره دهرې موضوع په برخه کې ،په ځانله ځانله عنوانونوکې د معتبرو تاریخي منابعو په حواله معلومات وړاندې کیږي .

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

 

منابع او  ماخذونه

 

(۱) ـ حبیبي، پوهاند عبدالحی ، تاریخ افغانستان در عصر گورگانیان ـ تاریخ ټولنه ـ  کابل ۱۳۴۱ هـ ل (۶۰ مخ ) -

 

  (۲)ظفر کاکا خیل ، سید بهادر شاه ـ پښتانه د تاریخ په رڼا کې ، پیښور، ۱۹۶۴ م ( ۵۹۵ ، ۵۹۶ مخونه

 

(۳) - عبدالله ـ داودی تاریخ ـ د علومو اکاډمی  ـ کابل  ۱۳۷۰ هـ ل کال، ۲۸۹ مخ .

( ۴ ) ـ ظفر کاکا خیل ـ سید بهادر شاه ـ پښتانه د تاریخ په رڼا کې ـ ۶۰۲ ، ۶۰۳ ،۶۰۴ مخونه

(( ٦ ) ـ حبيبى – پوهاند عبدالحى – تاريخ افغانستان در عصر گورگانى – ١٣٤١ هـ ل – ٧٨ مخ

 

۵ ) ـ حبیبی ـ پوهاند عبدالحی ـ د افغانستان لنډ تاریخ ـ ۲۲۶ مخ