څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار

د شمل ولسوالۍ

        

 

 د شمل ولسوالۍ د پکتيا ولايت يو ولسوالۍ ده ، چې د ٦٩ درجو او ٣٣ دقيقو ختيځ طول البلد او ٣٣ درجو او ١٨ دقيقو شمالى عرض البلد تر منځ پروت دى . د شمل ولسوالى ١٥٦ کيلومتر مربع مساحت لرى او د بحر د سطحي څخه ١٦٠٠ متره لوړوالى لرى . د دغه ولسوالۍ په مربوطاتو کې لادې کلې شامل دي : برگى ، سيد خيل ، علوخيل ، سوي کوت ، قريه علاوالدين ، گنده خوله ، خلوتى ، کوتى خيل ، کمال خيل ، داوي خيل ، زکره ، خواجى کوت ، ډنگر کلى ، ستر کڅ ، درم کوت ، زمچى کوتى خيل او زمچى سيد خيل ( ١ ) .

          د شمل ولسوالۍ شمالې خواته د پړيږى د غرونو سلسله واقع ده ، او لويديځې برخې يي د خدى اونکى د غرونو سره تماس لرى ، ختيځ او جنوبې لور ته يې د ځدرانو د درى خيلو سيمې واقع دي .

          د شمل ولسوالۍ ځمکى غرنۍ او خاورينې دي ، ځينې برخې ئي چې د تنگيو او خوړو نو په منځ کې پرتي دي شگلنى دى او ډبره لري . ددي منطقي غرنۍ او لوړې برخي ډبرينى او نيغې دې غرونه ئي په ونو پټ دي او اکثره گڼ ځنگلونه لرى ، ددې ځمکو خاوره په عمومى ډول سره د ځنگل د ونو د پاڼو د ميده کيدو څخه جوړه شويده ، خاوره ئي ډيره حاصل خيزه ده ، ددې ځمکو ځينې برخې هواري او څه سيمې ئي نيغې او سخت گذره دي .

          د شمل په ولسوالۍ کى ډير غرونه شته چې د هغو له جملې څخه د سټو کنډو غرونه ، د تيره غرونه ، د مرچن غر ، د باسيى غرونه مشهور دي . لکه چې مخکښې هم وويل شو دا غرونه اغلباً د لمنځى ، نښتر، بيجور جڼغوزى ، څيړيو او بښتى او داسي نورو غرنيوونو ځنگلونه لرى .

          د شمل ولسوالۍ سيمې د هرې خوا څخه جگو غرونو احاطه کړيدى . ددې سيمو د پاسه يوه اندازه د اوبو بخار د کال په هر وخت کى را ايسار شوى وى نو ځکه د شمل وادى په پسرلى ، اوړى او منى کى موسمي بارانونه لرى په منى او پسرلى کې ددې منطقې هوا ډيره ښه او په اوړى کې معتدله او لنډه وى ژمى ئى يخ دى ډيرې واوري اوري ، ددې ځاى اقليم د معتدلو منطقو د هر راز نباتاتو دودې د پاره برابر او مساعد دى ، او به ئى په اوړى يخې او صحى دې د شمل د سيمى د اقليم مساعدت ددې ځاى د منظرو ښکلا او ښايست لا زياتوى .

          د شمل د ولسوالۍ  په برخه کى مهم اولوى رودونه نشته ، ځينى کوچنى رودونه دلته شته ، څرنگه چى دغه رودونه د کال تر آخره پورې يعنې په پسرلي ، اوړي ، مني او ژمي کې اغلباً جاري او به لرى او د خپلو خو او شاکوچنيو او محدودو کښتي ځمکو ته اوبه ورکوى ، نو په همدغه سبب د يادونى وړ او هغه د اور خيل رود ، د پلنگى رود ، د تور يخيل رود او د برمى خيل رود دى .

          د شمل د ولسوالۍ په برخه کې په درو اوهم پاس په غرو کې مساعدې او حاصلخيزې کښتي ځمکې شته .

          ددې سيمې زراعتي پيدا وار غنم ، اور بشي ، جوار ، مۍ کورخى ، شولى ، مشنگ ، نسک کچالو ټيپر ، گازري ، پياز ، هوږه ، دڼيا ، بانجان ، بادرنگ ، ورخاړى او نور دى .

          د شمل د ولسوالۍ ځمکي د هر راز ميوه لرونکو ونو د روزنې د پاره مساعدې او هوائي موافقه ده خو ددې سيمى خلک د ونو د ايښودلو او روزني سره دومره علاقه نه لرى ، په عمومى ډول ددې علاقې ميوه لرونکي ونې مڼې ، مندتې ، توتان ، غوزان ، سنځلى ، شليل نشپتى ، آلو ، انگور او نور دي .

          د شمل د ولسوالۍ د سيمې بې ميوې ونې ولى ، خرولى څنارونه ، سپنگير ، سپيدال او ځينى نورې ونې دي . ددې علاقې خلک د اوښانو د خوراک او وښو دپاره ولى په زياته پيمانه کښينوى ، دغه ونې د پسرلى ، اوړى او منى په وختو کې د رود د اوبو په غاړه ښايسته شنې منظرې جوړ وي .

          ددى علاقې د ځنگل ونې لمنځى . نښتر ، بيجور ، سرپ ، اوبښتى ، جڼغوزى ، سنگ ، ښاون ، غوړيشتى او نور دې . د لمنځى د پاڼو څخه د مال د وښو دپاره کار آخلى . د دغى ونې پوټکي او ښاخونه سوزوى د ډډ څخه ئى سپين لرگى ( چار تراش ) باسى .

          د شمل د ولسوالۍ غرنى بوټى ترخه ، سپانده ، سپيره ترخه سرۍ اغزى ، ښيروى ، ژره ، غوجوړ ، لغونى ، سڼسبى ، در شيل او نور دي .

          ددى سيمې طبې بوټي ، زاويل ، بارتنگ ، جينجړو شاه تره ، تريژه ، مروځه ، غوائى ژبه ، کويرى، طبى ترخه او داسى نور دى .

          د شمل د ولسوالۍ اهلي حيوانات غويان ، اوښان ، آسونه ، پسونه ، وزى خره او کچر دي .

          د شمل خلک د لمنځى څخه چار تراش جوړوى او د سوداگرۍ دپاره ئي خوست او گرديز ته وړي . ددې لرگيو د وړلو دپاره په زياته اندازه سره اوښان ساتي ، د اوښانو پرشا د غرو څخه دغه لرگي د سړک ترغاړې پورې را رسوي او هم څرنگه چې ددې سيمې په غرنيو برخو کې د مال د څړځايونه او واښه شته نو ددې ځاى خلک وزې په زياته پيمانه سره ساتي .

          ددې منطقې وحشي حيوانات گيدړ ، ليوه ، سوئى ، شکوڼ کوږ ، پړانگ اويږدي .

          د شمل د ولسوالۍ د برخو اهلي مرغان اغلباً کورنۍ چرگان دي . کوترى او هيلۍ په محدوده اندازه سره دلته ساتل کيږى .

          ددې سيمې وحشې مرغان زرکه ، هيلۍ ، کوتره ، سيسۍ خړ کوتر ، خراړه ، کور کوړى ، تاروگان ، توري مرغۍ ، راز راز چوغکى ټومټومبى ، باز ، باښه ، پکه باښه ، شيند ، گور بته ، کارغه ، کيږکى، ټپوس ټيغو او ځينى نور دي .

          د شمل په ولسوالۍ کى تر اوسه علمي پلټنې او جيولوجي کتنى نه دي شوي نو په دې ځاى کى کانونه نه دي کشف شوي خو دا ويلاى شو چى دغه سيمه به د ځينو شيانو کانونه د خاورو لاندې پټ ولرى که په دغه ساحه کې علمى تفحصات وشې امکان لرى چى کانونه پيدا شى .

          په دغه سيمه کى ستر تاريخى ځايونه او آثار نشته ، خو ځينې ځايونه چى تاريخې نښې لرى او د يادونى وړ دى هغه د بلعذر برج ، کالى منگل او د مندى کلاده .

          د شمل ولسوالۍ په برخه کې داسي مشهورې لارې چې د ذکر وړوى نشته عادي لارى د وطن د نورو سيمو په شان دلته هم شته ، يوه لار د شمل په منځ کى د اوبشتى خخه شروع شوى او هغه کليو ته چې د پکتيا د زرملى علاقي نژدى پراته دي ورننوتلى ده ، نورى چندانى مشهورې لاري نشته .

          ددې سيمي خلک هم د نورو پکتيا والوپښتنو په شان گډ دودونه اور سومات لرى ، په غم او ښادۍ کې هره قبيله او کهول د يو بل سره په ډيره مينه او اخلاص گډون کوى ، دغه خلک ميلمه پال ، دينداره او د عزت النفس څښتن دى د وسلې سره علاقه لرى . خپلې شخړې او اختلافات په قومې جرگه سره خلاصوى ، څرنگه چې د دغې منطقې نفوس ډير زيات او ځمکى ئى د نفوسو په تناسب لږى دى نو خلک ئى د اقتصاد له حيثه ډير پريشان دى .

          د شمل د ولسوالۍ يوه برخه خلک بزگر دي او دهقانې کوى يوه اندازه خلک ئى د چار تراشو د لرگيو سوداگرى او تجارت کوى ، يو شمير خلک ئى مالدار دي ، نور خلک ئى ټول غريبکار دي ، مزدوري او غريبکارى کوى . (٢)

منابع او ماخذونه

          ١- اتلس قريه هاى افغانستان ، جلد اول ، کابل حوت ١٣٥٣ ، صفحات ( ٤٨٥-٤٨٦ ) .

          ٢- د افغانستان جغرافيائى قاموس ، څلورم ټوک ، کابل ١٣٤٧ هـ ل ، ( ١١٦٠ – ١١٦١ مخونه ) .