څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار
د گرجستان سره د آبخازيا او سويلي اوسيتيا د جگړو او شخړو عوامل او د حل لارې يې
آبخازيا او سويلي اوسيتيا د گرجستان دوه کور واکه ( خود مختاره ) جمهوريتونه دي . د گرجستان دغه دوه ولايتونه د پخواني شوروى اتحاد په دوره کې ددې هېواد د کور واکو جمهوريتونو په حيث ومنل شوو . د شوروي اتحاد د دړنگيدونه وروسته کله چې گرجستان خپل استقلال اعلان کړ دغو دوو جمهوريتونو هم د روسيي په ملاتړ د گرجستان څخه د جلا کيدو او روسيي سره د يو ځاى کيدو اعلان وکړ . د همدې نيټې څخه د گرجستان سره د آبخازيا او سويلي او سيتيا د جگړو او شخړو لړۍ پيلېږي . د دوى ترمنځ دا جگړې او شخړې ډېر عوامل لري . په دې ليکنه کې د دغو عواملو په اړه څيړنه کېږي . د ټولونه مخکې لومړى لازم بولم چې د دغو جمهوريتونو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړم :
(( د آبخازيا کور واکه جمهوريت په ١٩٢٠ز کال کې د گرجستان جمهوريت په چوکاټ کې ومنل شو . ددې جمهوريت مساحت ٦.٨ زره مربع کيلومتر دى . د اداري ويش له نظره آبخازيا په شپږو ناحيو، شپږو ښارونو او دريو ښارگوټو باندې ويشل شوې ده . ددې جمهوريت پلازمينه د سوخومى بندر او ښار دى ، چې د تور سمندرگي د مهمو بندرونو څخه شمېرل کېږې.
د سويلي او سيتيا کورواکه جمهوريت په ١٩٢٢ز کال کې د گرجستان جمهوريت په چوکاټ کې ومنل شو . ددې جمهوريت مساحت ٩.٣ زره مربع کيلومتره دى . سويلي او سيتيا څلور ناحيې ، يو ښار او څلور ښارگوټي لري . ددې جمهوريت پلا زمينه د (( تسخين والى )) ښار دى .(١)
د ١٩٢٠ز کال څخه تر ١٩٨٩ز کال پورې چې ږدې (٧٠) کاله کيږي ، دغه سيمه د روسيې په پوځي اډي باندې بدل شو . دگرجستان له استقلال نه وروسته روسيې نه غوښتل چې دغه سترانيژيکه او اقتصادي سيمه د هغوى رقيب يعنې گرجستان په لاس کې پاته شي . نو په همدې دليل باندې روسيه د هغو ژبنيو او قومي اختلافاتو نه چې پخوا د گرجستان او سويلي اوسيتيا او آبخازيا ترمنځ موجود وو، گټه واخستله او له دوى څخه يې خپل ملاتړ اعلان کړ چې د گرجستان نه جلل شي .
(( په ١٩٨٩ز کال کې آبخازيا او سويلي او سيتيا د گرجستان څخه د بيليدو او دروسيې سره د يوځاى کيدو اعلان وکړ د گرجستان حکومت ددې اعلان سره خپل مخالفت وښودل او دا د روسانو يوه دسيسه وبلل . په دې ترتيب سره د لويديځ گرجستان خلک يعنې د اوسيتيا او آبخازيا خلک وسله په لاس واخستله او د داخلي جگړې لپاره تيار شوو )) (٢)
د ١٩٨٩ز کال نه تر ننه پورې د گرجستان او سويلي اوسيتيا او آبخازيا ترمينځ جگړې او شخړې دوام لري . د ١٩٨٩ز کال نه تر ٢٠٠٨ز کال پورې د گرجستان ، د سويلي اوسيتيا او آبخازيا ترمينځ ډيرې خونړۍ جگړې پيښې شوې دي چې په لاندې ډول ددغو جگړو او سياسي هلو ځلو په اړه لنډ معلومات وړاندې کېږي .
(( دگرجستان او آبخازيا ترمنځ د تاريخ په اوږدو کې هيڅ کله هم دوستانه اړيکې نـــــــه دي ټينگ شوي. په مختلفو زمانو کې آبخازيا په دې هڅه کې وه ، چې څنگه - له گرجستان څخه جلاشي . د ١٩٩٠ز کال د اکتوبر په مياشت کې د آبخازيا عال ، شورا د گرجستان څخه د آبخازيا د جمهوريت دبيليدو اعلان وکړ ، د نوموړي شورا پريکړه د گرجستان د عالي شورا لخوا لغوه اعلان شوه)) (٣).
(( په ١٩٨٨ز کال کې د سويلي او سيتيا د خلکو جبهه تاسيس او نووړي جبهې د سويلي او سيتيا د آزادۍ غوښتنه وکړه ، دا غوښتنه د گرجستان لخوا ونه منل شوه . په ١٩٩٠ز کال په دې سيمه کې د گرجستان لخوا اضطراري حالت اعلان شو . په همدې وخت کې د گرجستان او سويلي او سيتيا او آبخازيا ترمنځ سخته جگړه پيل شوه . ددې جگړې په پابله کې دواړه سيمې د گرجستان د کنترول څخه ووتلې .
د گرجستان او سويلي او سيتيا ترمنځ بله جگړه د ٢٠٠٨ز کال د اکتوبر په اتمه نېټه بيله شوه . په دې جگړه کې روسيې د اوسيتيا د خلکو او په اوسيتيا کې د روسي پوځونو په ملاتړ جگړه کې گډون وکړ . په دې جگړه کې د روسي پوځونو څخه پنځه تنه ووژل شول ، او نږدې دېرش تنه ټپيان شول . دگرجستاني منابعو له مخې په دې جگړه کې نژدې سل تنه گرجي پوځيان هم وژل شوې دي . ( http://amirahmadian.com/1387/06/23/georgi )
د پورتنيو ليکنو او معلوماتو څخه وروسته دې نتيجې ته رسيږو چې د گرجستان او سويلي اوسيتيا په وروستيو جگړو او شخړو کې د ټولونه مخکې روسيه ، سويلي او سيتيا ، آبخازيا او گرجستان مهم او مرکزي رول لري ، او په دوهم گام کې د گرجستان سياسي او پوځي ملاتړ هېوادونه لکه د امريکا متحده ايالات د ناټو تړون د غړي هېوادونه او اوکراين مهم رول لري . ددې شخړې اصلي عامل د امريکا او د ناټو هېوادونو د پرمختگ په مقابل کې د روسيې مقاومت دى . روسيه غواړي چې خپلې پوځي اډې چې د پخواني شوروي اتحاد په وخت کې په آبخازياو اوسيتيا کې وې د پخوا په شان وساتي . په مقابل کې د امريکا متحده ايالات او ناټو غواړي چې خپل سياسي او پوځي نفوذ د روسيې جنوبي سرحداتو او اوکراين خواته پراخ کړي .
په دې شخړو کې د زبرځواکو قوتونو لخوا د قفقاز ښکلې او ښيرازه سيمه د پرديو د جگړو قرباني او ترپښو لاندې کيږي .
د گرجستان ، آبخازيا او سويلي او سيتيا د جگړو او شخړو د پاى ته رسيدو په اړه مختلف نظريات او وړانديزونه وړاندې کيږي. د گرجستان او د هغه د سياسي او پوځي متحدينو لخوا د پوځي حل لار دا ده چې دا مسئله له پوځي لارې حل وفصل شي . همدارنگه د روسيې او د هغه د متحدينو لخوا هم داسې وړانديزونه کيږي چې دغه سيمه د روسيې په ملاتړ د يوې خپلواکې ادارې په ډول دنورو لخوا په رسميت وپيژندل شي ، دريمه لار داده چې د تفاهم او سولې له لارې ددې سيمې لانجې او ستونزې حل شي . چه همدا وروستي لار ډيره غوره لار ښکاري، ځکه چې جگړه گټونکي نلري او که گټونکي هم ولري ، نو د ډيرو مالي او ځاني تلفاتو په مقابل کې به وي .
په قفقاز کې د سولې د راوستو لپاره بايد يو نړيوال کنفرانس جوړ شي په دې کنفرانس کې لومړى حق بايد د قفقاز د هېوادونو او سيمو خلکو ته ورکړى شي چې خپلې ستونزې او ددې ستونزو د حل لارې بيان کړي وروسته د ملگرو ملتونو په مشری نورو هېوادونو ته چې په دې شخړو کې راگير دي برخه ورکړه شي . ددې خبرو اترو پايلو څخه وروسته کيداى شي په دې سيمه کې د سولې لپــــــاره لار پيدا شي .
منابع او ماخذونه
(١)- بهرام امير احمديان ، جغرافياى قفقاز ، دفتر مطالعات سياسي و بين المللى تهران، ١٣٧٦ هـ ش، ( ص ٩٢-٩٣ ).
(٢)- عليرضا شيخ عطار ، ريشه هاى رفتار سياسي در آسياى مرکزى و قفقاز ، تهران ، ١٣٧٣ هـ ش، ( ص ١٤١ ) .
(٣)- زال . ن . آنجا پاريدزه ، نگرش سازمان هاى بين المللى به درگيرى هاى قومى در گرجستان....، فصلنامه آسياى مرکزى و قفقاز ، شماره ١٥ ، ١٣٧٥ هـ ش ، ( ص ٢٥٨ ) .