څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار
پر قفقاز باندې د بهرنیانو یرغلونه
د قفقاز آباده، زرخېره او ښکلې سیمه د نړۍ د متمدنو سیمو له جملې څخه شمېرل کېږی. د مستندو منابعو او لرغونو آثارو د موندلو په نتیجه کې مورخین او لرغون پېژندونکي دې نتیجې ته رسیدلي دي چې په دې سیمه کې خلک اوه سوه زره کاله مخکې ژوند او تمدن درلود.یعنې د قفقاز د سیمې خلک اوه سوه زره کلن تاریخ لري. د میلاد نه زر کاله مخکې په دې سیمه کې دولتونه جوړ شوي وو. همدارنګه سل کاله د میلاد نه مخکې په دې سیمه باندې د بهرنیو یرغلګرو یرغلونه پیل شوي دي. په قفقاز کې د لومړنیو دولتونو او لومړنیو یرغلګرو د یرغلونو په اړه په لاندې ډول معلومات وړاندې کېږي. « در نیمه نخست هزاره اول پیش از میلاد نخستین دولت منطقه قفقاز بنام «اوراتو» تشکیل شد. در قرن های بعدی، پادشاهی «کولخیدا» در قرن ششم پیش از میلاد، پادشاهی «آیرارات» درقرن چهارم پیش از میلاد، دولت ایبیریا در قرن چهارم تا سوم پیش از میلاد دولت های دیګر به ظهور رسیدند. در قرن اول پیش از میلاد برای اشغال قفقاز بین ایران ساسانی و بیزانس «روم شرقی» جنګهای متعدد به وقوع پیوست. از قرن سوم میلادی مسحیت شروع به گسترش در قفقاز کرد و گرجیها در آغاز قرن چهارم میلادی به مسحیت گراییدند. در قرن 7 و 8 میلادی قفقاز به دست مسلمانان فتح شد در بسیاری از نقاط قفقاز از جمله در آذربایجان و داغستان دین اسلام گسترش یافت» «1».
د یولسمې میلادي پیړۍ نه مخکې په قفقاز کې دبیزانس «شرقي روم امپراتورۍ» د پاچاهانو واکمني وه. په ۱۰۶۳زکال په قفقاز کې د سلجوقیانو د پاچاه «طغرل سلجوقی» پواسطه د روم امپراتورۍ حاکمیت پای ته ورسید. « طغرل سلجوقي د خپلې زمانې د مقتدرو پاچاهانو څخه شمېرل کیده، چې د ساسانیانو د حاکمیت نه وروسته د ایران سیاسي وحدت د هغه په لاس کې تر سره شوو. هغه په ۱۰۶۲زکال کې د بغداد او شام ټولې سیمې ونیولي او د ګرجستان له عیسویانو سره سخت جنګونه وکړل د طغرل سلجوقی د مرګ نه وروسته د هغه وراره الپ ارسلان سلجوقی په ۱۰۶۳زکال د شرقي روم امپراتور رومانوس د یو جانوس ته په ارمنستان کې ماتې ورکړه» «۲».
د دریارلسمې میلادي پیړۍ په پیل کې چنګیز د مغلستان نه د منځنۍ اسیا په لور مارش وکړ، د منځنۍ اسیا هېوادونه ونیول او افغانستان ته داخل شو، د افغانستان نه ایران او د ایران نه د قفقاز په لور وخوځید. « د مغلو عسکرو د ایران د تبریز ښار د جګړې او مقاومت نه پرته ونیولو. وروسته د قفقاز په مراغه او نتجوان کې عام وژنه وکړه، او په قفقاز کې خپلو یرغلونو ته دوام ورکړ. د ګرجستان د خلکو د مقاومت نه وروسته د «دربند» له لارې نه د روسیې جنوبي پراخو سیمو ته داخل شو» «۳».
د څوارلسمې میلادي پیړۍ په پای کې په دې سیمه کې د امیر تیمورګرګان یرغلونه پیل شول. تیمور د ۱۳۹۴زکال نه وروسته د ایران ټول ښارونه یو د بل پسې ونیول. « د ایران د لاندې کولو نه وروسته د ګرجستان خواته وخوځید او د تبلیسي ښار یې ونیول. د تبلیسي ښار یې چور او عامه وژنه په کې پیل کړه. تیمور د ګرجستان پاچا ژوندی ونیول» «۴».
په قفقاز باندې د امیر تیمور د یرغلونو او حاکمیت نه وروسته ددې سیمې په مختلفو برخو کې د تزاری روسیې، د ترکیې عثماني امپراتورۍ او د ایران صفوي امپراتورۍ پرله پسې یرغلونه پیل شول.
ددغو زبرځواکو یرغلونه تر دریو پیړیو پورې دوام وکړ چې په پای کې تزاري روسیه په ټولو باندې بریالي شوه او د قفقاز ټولې سیمې تر خپل کنترول لاندې راوړې. په شپاړسمه، اولسمه او اتلسمه میلادي پیړۍ کې د نوموړو ځواکونو د جګړو او رقابتونو په اړه لنډ معلومات وړاندې کېږي. « در این سه قرن قفقاز مرکز کشمکش میان مثلث قدرت ایران، عثمانی و روسیه قرار گرفت و اجزای آن بارها دست به دست شد تا عاقبت به ملکیت کامل روسیه در آمد» «۵».
« باروی کار آمدن صفویه گرجستان و مرکز آن تبلیسی به طور کامل ضمیمه امپراطوری صفویه گشت. پطر کبیر طی قراردادی با عثمانی بخشی از قفقاز از دربند تا باکو و حتی سواحل جنوبی بحر خزر را به تصرف در آورد و گرجستان تحت قیادت عثمانی قرار گرفت. اما با آمدن نادر شاه افشار گرجستان مجدداً به زیر بیرق ایران آمد و هر اکلیوس پادشاه گرجستان تابع نادرشاه افشار شد. پس از مرگ نادر گرجستان تحت الحمایه کاترین دوم قرار گرفت. آقا محمد قاجار به منظور تنبیه گرجستان بدان سوی لشکر کشی کرد و ضمن تصرف گرجستان و تبلیسی را به خاک وخون کشید و همین موجب کاشته شدن تخم نفرت از ایرانیان در دل گرجستان مسیحی شد. با بازگشت آقا محمد قاجار کاترین دوم مجدداً دستور تسخیر گرجستان را صادر کرد ولی با مرگ وی این سپاهیان باز گشتند. بالاخره با آغاز قرن۱۹ الکساندر اول گرجستان را به عنوان نخستین بخش از قفقاز به تصرف در آورد» «۶».
د نولسمې میلادي پیړۍ څخه وروسته ټول شمالي او جنوبي قفقاز د تزاري روسیې پورې وتړل شوه. په ۱۹۱۷زکال کې د اکتوبر د انقلاب نه وروسته په جنوبی قفقاز کې یو لړ سیاسي تحولات منځ ته راغلل او د جنوبي قفقاز درې هېوادونه «ګرجستان، ارمنسان او آذربایجان» خپل استقلال ترلاسه کړ او د روسانو د حاکمیت نه یې ځانونه خلاص کړل. د څو کالو د تېریدو نه وروسته بېرته شمالي او جنوبي قفقاز هېوادونه د بلشویکانو ترمنظم یرغلونو لاندې راغلل. د ډېرو ځاني او مالي تلفاتو په ورکولو سره ټول قفقاز د روسیې د کمونست ګوند تر مشری د شوروي حکومت سره وتړل شو.
د اکتوبر د انقلاب نه وروسته د قفقاز د سیاسي تحولاتو په اړه به لنډ معلومات وړاندې شي. « د ۱۹۱۷زکال د اکتوبر انقلاب په نتیجه کې تزاري روسیه له منځه لاړه. په دې وخت په جنوبي قفقاز کې د مرکزي حکومت حاکمیت پای ته ورسید. د جنوبي قفقاز خلکو ددې موقع نه ګټه پورته کړه او په ۱۹۱۸زکال کې په ګرجستان،ارمنستان او آذربایجان کې دموکراتیک جمهوریتونه اعلان شول. مګر نوموړی جمهوریتونه ډېر وخت دوام ونکړ او د روسانو د سره پوځ په یرغلونو سره د ۱۹۲۰زکال د اپریل په میاشت په آذربایجان، د همدې کال د نومبر په میاشت په ارمنستان، او د ۱۹۲۱زکال د فبروری په میاشت په ګرجستان کې آزاد او دموکراتیک حکومتونه ړنګ او دغه هېوادونه د شوروي اتحاد پورې وتړل شول» «۷».
دغه د جنوبي قفقاز درې هېوادونه او د شمالي قفقاز هېوادونه د ۱۹۲۱زکال نه د شوروي اتحاد تر ړنګېدو یعنې ۱۹۹۱زکال پورې چې نږدې اویا کاله کېږی، د روسیې تر مستقیم کنترول لاندې وو. په دې اویا کاله کې په نوموړی هېوادونو کې ځینې آزادي غوښتونکي غورځنګونه منځ ته راغلل چې د سره پوځ د ټانکونو په ډزو باندې پای ته ورسېد.
په پای کې د شوروي اتحاد د ړنګېدو نه وروسته په ۱۹۹۱زکال کې د جنوبي قفقاز درې هېوادونه لکه « ګرجستان، ارمنستان او آذربایجان» خپل استقلال ترلاسه کړل او د ملګرو ملتونو د سازمان په غړیتوب باندې ومنل شوو. د شمالي قفقاز هېوادونه لکه «داغستان، چچن، اینګوش، اوسیتیای شمالي، کارباردا – بالکار، قره چای چرکس او آدیګه» تر اوسه پورې د روسیې فدراتیف جمهوریت کورواکه جمهوریتونه دي.
د ۱۹۹۲زکال نه وروسته د چچن خلکو هم د آزادي غږ پورته کړل او څو کاله منظم د آزادي د ترلاسه کولو لپاره وسله واله مبارزه وکړه. د دوی دغه مبارزې او غوښتنه د روسیې د سره پوځ د ټانکونو او جنګي الوتکو د حملو او بمباریو نه وروسته د ډېرو مالي او ځاني تلفاتو په ورکولو سره په بې رحمانه توګه وځپل شو، او په معاصره دوره کې روسانو بیا خپل پرمخ تللی نظامي قوت و ازمایل او د امام شامل او شیخ منصور د لارې پیروان یې په بې رحمانه توګه وځپل او د خپلو شخصي اغراضو په خاطر په یووېشتمه پېړۍ کې د آزادي غوښتنې دغه غورځنګ د ناکامۍ سره مخامخ کړ.
د ۲۰۰۸زکال د اګست په میاشت کې روسیه بیا د ګرجستان په اوسیتیا او آبخازیا کورواکه جمهوریتونو باندې پوځي یرغلونه وکړل، چې ددې پوځي یرغلونو په نتیجه کې د نوموړی سیمې زرګونه بې ګناه خلک له منځه لاړ، او د ملګرو ملتونو سازمان، د اروپايې ټولنې او نورو نړیوالو سازمانونو په غوښتنه او فشار روسیه مجبوره شوه چې خپل پوځونه د ګرجستان له خاورې نه وباسي.
روسیې پوځونه د ګرجستان څخه ووتل. اوس پوښتنه دا پیدا کېږي چې روسیه په راتلوونکي کې څه پلانونه لري؟ د اوسیتیا او آبخازیا خلک څه غواړي؟ د ګرجستان حکومت او غربي هېوادونه څه کوي؟ ددې سوالونو ځواب به په راتلونکي لیکنو کې به وڅېړل شي.
منابع او ماخذونه
۱ـ بهرام امیر احمدیان، جغرافیای قفقاز، دفتر مطالعات سیاسی و بین المللی، تهران، ۱۳۷۶هـ ش، صفحه ۲.
۲ـ میر غلام غبار، افغانستان در مسیر تاریخ، بنګاه انتشارات میوند، ۱۳۸۴هـ ش، کابل، صفحه ۱۲۶.
۳ـ پورتنی اثر، ۲۰۰مخ.
۴ـ پورتنی اثر، ۲۰۶مخ.
۵ـ حبیب برجیان، ریشه های تاریخی جنگهای کنونی در قفقاز، فصلنامه مرکز مطالعات آسیای مرکزی و قفقاز، شماره۳۰، تابستان، ۱۳۷۹هـ ش، تهران، صفحه ۱۰۲.
۶ـ علیرضا شیخ عطار، ریشه های رفتار سیاسی در آسیای مرکزی و قفقاز، تهران، ۱۳۷۳هـ ش، صفحه ۱۳۵.
۷ـ بهرام امیر احمدیان، جغرافیای قفقاز، صفحه ۴.