څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار
شمالي اوجنوبي قفقاز او په دې سیمه کې قومي جوړښت
قفقاز هغه ښکلې او غرنۍ سیمه ده چې د کسپین او تورې بحیرې په منځ کې پرته ده. د قفقاز سیمه د نړۍ د لرغونو متمدنو سیمو په کتار کې راځي، نوموړې سیمه نږدې اوه زره کلن تاریخ لري.
د قفقاز سیمه د طبیعي زیرمو، آبادو او حاصل خیزو ځمکو او ښه اقلیم د درلودلو له امله د پخوا زمانو نه تر اوسه پورې د نړۍ د زبرځواکو، اشغالګراو او تېري کوونکو تر تېرۍ لاندې دي. پر دغه ښکلې او تاریخي سیمه نږدې دوه زره کاله کېږي چې بهرني یرغلونه پیل شوي دي.
په دې لنډه مقاله کې لومړی د شمالي او جنوبي قفقاز د تاریخ په اړه لنډ معلومات وړاندي کړم، وروسته بیا ددې سیمې د جغرافیاي موقعیت او بیا به په دې سیمه کې د قومي جوړښت په اړه، چې په دې سیمه کې کوم قومونه ژوندکوي معلومات وړاندي کېږي.
« د لومړۍ میلادي پیړۍ نه مخکې د قفقاز په سیمه کې د ایران ساماني حکومت او د بیزاس امپراتورۍ حاکمیت درلوده. دغه دوه زبرځواکونه د قفقاز د نیولو پر سر پخپلو منځو کې سخت جنګونه کړي دي په لومړۍ میلادي پیړۍ کې د «سارمات» او «آلان» قومونو د ایران له لوري پر شمالي قفقاز باندې برید وکړو او دغه سیمه یې ونیوله. په اوومه او اتمه میلادي پیړۍ کې قفقاز د مسلمانانو لخوا فتح شو او د قفقاز په ډېرو سیمو لکه آذربایجان، داغستان او نورو سیموکې د اسلام دین خپور شو. په یوولسمه میلادي پیړۍ کې سلجوقیانو پر قفقاز باندې حمله وکړه.
په دیارلسمه میلادي پيړۍ کې قفقاز د ایلخانانو لخوا اداره کیده. په پنځلسمه میلادي پیړۍ کې په دې سیمه کې « قاراقویونلو» او «آق قویونلو» حکومتونه حاکم شول. په شپاړلسمه میلادي پیړۍ کې د قفقاز جنوبي برخې د ایران د صفوي پاچاهانو تر حاکمیت لاندې راغلې وې. په اولسمه میلادي پیړۍ کې د تزاري روسیې حاکمیت په شمالی قفقاز کې ټینګ شو. په دې سیمه کې د تزاري روسیې واکمنۍ تر اوږدې مودې پورې دوام وکړ. د اکتوبر د انقلاب نه وروسته د لنډې دورې لپاره په آذربایجان او ارمنستان کې د روسانو حاکمیت پای ته ورسېده. د څه مودې د تېریدو نه وروسته دا ټوله سیمه یعنې شمالي او جنوبي قفقاز د روسانو تر لارښونې لاندې د شوروی اتحاد په چوکاټ کې د روسیې د کمونست ګوند تر تسلط لاندې راغی. د شوروی اتحاد د ړنګېدو نه وروسته آذربایجان، ګرجستان او ارمنستان خپل استقلال ترلاسه کړ، مګر د قفقاز شمالي جمهوریتونه لکه چیچین، داغستان، اوستیای شمالي، کارباردا- بالکار، قاراچای چرکس، آدیګه او اینګوش د روسیې د کور واکه جمهوریتونو په حیث د روسیې فدراتیف جمهوریت پورې وتړل شوه «۱»..
د قفقاز سیمه د جغرافیایي جوړښت له نظره په دوو برخو باندې وېشل شوي ده، چې د شمالي قفقاز او جنوبي قفقاز په نومونو باندې یادېږي. شمالي او جنوبي قفقاز د قفقاز د غرونو پواسطه یو له بل څخه جلا کېږي، شمالي او جنوبی قفقاز پر دوه بېلا بېلو هېوادونو وېشل شوی دی، او بېل بېل قومونه په کې ژوند کوي. دقفقاز د جغرافیای جوړښت په اړه په لاندې ډول لنډ معلومات وړاندې کېږی : « د قفقاز ښکلې غرنۍ افسانوي سیمه چې زموږ په فولکلوریکو ادبیاتو کې د «کوه قاف یا کوه کاپ» په نامه یادېږي ۴۰۰۰۰۰ کیلومتره مربع مساحت لري چې شمال ته یې د اروپايې روسیې جنوبي دښتې، جنوب ته یې د ایران شمال لویدیځې برخې، ختیځ ته یې د کسپین د سمندرګي لویدیځې څنډې او لویدیځ ته یې د تور سمندرګي ختیځې څنډې پرتې دي. د قفقاز ستر غرونه چې ۱۵۰۰متره اوږده پرته دي، د قفقاز له شمال لویدیځ څخه جنوب ختیځ لور ته داسې پراته دي چې د قفقاز سیمه یې په دوو شمالی او جنوبي برخو باندې وېشلی ده.
د قفقاز په شمالي برخه کې د داغستان، چیچنیا «چیچین»، اینګوشتیا، شمالي اوستیای، کارباردا- بالکار، قاراچای – چرکس او آدیګه کورواکه جمهوریتونه پراته دي، چې ټول د اوسنۍ روسیې په ادارې جوړښت کې ځای لري. د قفقاز په جنوبي برخه کې بیا د آذربایجان، ارمنستان او ګرجستان خپلواکه جمهوریتونه پراته دي» «۲».
د قفقاز په شمالي جمهوریتونو کې یو جمهوریت د شمالی اوستیا په نوم یادېږي، چې د روسیې فدراتیف کورواکه جمهوریت دی. د یادونې وړ ده چې د جنوبي اوستیا په نوم هم یو جمهوریت دی، چې د ګرجستان هېواد کورواکه جمهوریت دی. دا وېش د کمونستي نظام پر مهال د ستالین د واکمنۍ په دوره کې شوي وو. په دې وروستیو ورځو کې د روسیې د پوځې ځواکونو لخوا په نوموړي جمهوریت باندې پوځي یرغل شوي دي. روسیه غواړي چې جنوبي اوستیا د شمالي اوستیا سره یوځای کړي.
څرنګه چې په شمالي او جنوبي قفقاز کې مختلف هېوادونه دي همدغسې په دې سیمه کې ډېر لوی او واړه قومونه هم ژوند کوي، چې ددې قومونو زیاتره برخه یې تر اوسه پورې په خپلو ژبو باندې خبرې کوي. دشمالی قفقاز د قومونو په اړه په لاندې ډول معلومات وړاندي کېږي .
«یوازې په داغستان کې دېرش مختلف قومونه ژوند کوي چې دغه قومونه په بېلا بېلو ژبو باندې خبرې کوي. دشمالی قفقاز مهم قومونه دا دي : آوار، لزګی، قبارطی، قره چای، چیچین، اینګوش، اوست، بالکار، چرکس، آدیغه، آبخاز، اجار، کرد او نور» «۳».
په شمالي قفقاز کې د نوموړي قومونو په څنګ روسان هم ژوند کوي د شمالي قفقاز په قومونو کې د روسانو نه وروسته چیچین او اوست قومونه اکثریت دي. د اوست قوم د شمالي اوستیا او جنوبي اوستیا په ډېرو برخو کې اوسېږي. د اوست قوم د ریښې په اړه په لاندې ډول لنډ معلومات وړاندې کېږی : « اوست ها از اقوام ایرانی و آریایی بوده و نام دیگر آنها ایرونی است. ایشان در دو سوی کوهای قفقاز مرکزی زنده گی میکنند که بخش شمالی ایشان تحت حاکمیت روسیه و قسمت جنوبی آن تحت حاکمیت گرجستان است. اوست ها از نسل سکاها و آلبانها بوده و در تاریخ تاخت و تازهای خزرها و رومی ها به ایران در زمره مدافعین به شمار می آمدند» «۴»
«۱» بهرام امیر احمد خان، جغرافیای قفقاز، دفتر مطالعات سیاسي و بین المللی، تهران، ۱۳۷۶هـ ش، ص ۳-۲.
«۲» احسان الله آرین زی، د نړۍ هنداره ، اروپا، څلورم ټوک، د ساپي د پښتو څېړنو او پراختیا مرکز، پېښور، وږی، ۱۳۸۴هـ ش، مخ ۶۲۶.
«۴» علیرضا شیخ عطار- ریشه های رفتار سیاسی در آسیای مرکزی و قفقاز، تهران، ۱۳۷۳هـ ش، ص ۱۴۰.