څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار
په قفقاز کې ملي او آزدي بخښوونکي غورځنګونه
د قفقاز سیمه په اسیا او اروپا کې ځانګړی او استراتیژیک ارزښت لري دا سیمه د شمالي او جنوبي اسیا، همدارنګه د اروپا او اسیا ترمنځ د وصل کړۍ ده، چې د لرغونې زمانې نه تر اوسه پورې نوموړې سیمه د شمالي اسیا او جنوبي اسیا او اروپايي هېوادونو او اسیایي هېوادونو ترمنځ ځانګړی تجارتي ارزښت لري.
د همدغه جغرافیايي او استراتیژیک ارزښت له امله د قفقاز سیمه د لرغونې زمانې نه تر اوسه پورې د بهرنیو یرغلګرو د بریدونو هدف ګرځېدلې ده. د تاریخ په اوږدو کې ددغو بهرنیو یرغلګرو پرضد ددې سیمې په مختلفو برخو کې ملي او آزادي بخښوونکي غورځنګونه پیل شوي دي. په دې مقاله کې لومړی به ددې سیمې د جغرافیايي موقعیت په اړه او بیا به د تاریخ په مختلفو دوروکې ددې سیمه د ملي او آزادي بخښوونکي غورځنګونو په اړه معلومات وړاندې کېږي.
د قفقاز سیمه د تورې بحیرې او کسپین بحیرې ترمنځ موقعیت لري دا سیمه د قفقاز د غرونو په واسطه په دوو برخو یعنې شمالي او جنوبي قفقاز باندې وېشل شوې ده. اوس مهال په جنوبي قفقاز کې درې آزاد هېوادونه «ګرجستان، ارمنستان او آذربایجان» موقعیت لري. او په شمالي قفقاز کې شپږ کورواکه جمهوریتونه چې د روسیې فدراتیف پورې اړه لري موقعیت لري دغه کورواکه جمهوریتونه په لاندې ډول دي :
۱ـ داغستان
۲ـ چچن – اینګوس
۳ـ شمالي اوسیتیا
۴ـ کارباردا – بالکار
۵ـ قاراچای – چرکس
۶ـ آدیګه
د قفقاز په سیمو کې د ډېرو پخوا زمانو نه بهرنیو یرغلګرو ددې سیمې د لاندې کولو لپاره یرغلونه ترسره کړي دي. په نوموړې سیمه کې بهرني یرغلونه د لومړۍ میلادي پیړۍ څخه پیل او تر ننه پورې دوام لري.
په قفقاز باندې د ایراني ساساني حکومت، د بیزانس امپراتوري، د ترکیې عثماني امپراتوري، د ایران صفوي حکومت، سلجوقیانو، مغولو، تزاري روسانو، کمونستي روسانو د تاریخ په مختلفو دورو کې یرغلونه کړي دي. ددغو یرغلونو په مقابل کې د قفقاز خلکو پاڅونونه کړي دي او بهرني یرغلګرو ته یې د سر او مال درانه زیانونه رسولي دي. په دې برخه کې د قفقاز د خلکو د دغو ملي او آزادي بخښوونکو پاڅونونو او غورځنګونو په اړه معلومات وړاندې کېږي.
په قفقاز کې مذهبي، ملي او آزادي بخښوونکي غورځنګونه اوږد تاریخ لري. ددې غورځنګونو تاریخ په څلورو دورو باندې وېشل شوی دی چې په لاندې ډول دي :
لومړۍ دوره د شپاړسمې میلادي پیړۍ نه پیل کېږي تر او لسمې میلادي پیړۍ پورې دوام کوی.
دویمه دوره : د اولسمې میلادي پیړۍ نه تر اتلسمې میلادي پېړۍ پورې.
درېیمه دوره : د ۱۸۲۸م کال نه تر ۱۸۵۹م کاله پورې.
څلورمه دوره : د ۱۸۵۹م کال نه تر ننه پورې. په لاندې ډول په قفقاز کې د ملي، مذهبي او آزادي بخښوونکي غورځنګونو په اړه په مختلفو تاریخي دورو کې معلومات وړاندې کېږي.
لومړی دوره : د شپاړسمې میلادي پېړۍ نه تر اولسمې میلادي پیړۍ پورې : په قفقاز باندې د روسانو د حملاتو په لومړیو دورو یعنې د شپاړسمې پیړۍ په پای کې د روسانو پر ضد په دې ځای کې آزادي بخښوونکي غورځنګونه پیل شو. په قفقاز کې د روسانو پر ضد د لومړنیو پاڅونونو په اړه په لاندې ډول معلومات وړاندې کېږي : « ظهور روسیه در قفقاز شمالی از همان ابتدا مقاومت های محلی را دامن زد، تا جای که همدستی « شمخال» با دولت عثمانی موجبات نخستین عقب نشینی روسیه را در اخیر قرن شانزدهم فراهم آورده بود» «۱».
دویمه دوره : د اولسمې میلادي پیړۍ نه تر اتلسمې میلادي پیړۍ پورې :
« د ۱۷۶۸م کال نه تر ۱۷۷۴م کاله پورې د روسانو او عثماني ترکیې د جنګونو په نتیجه کې د «کارباردا» سیمه چې اوس مهال شمالي قفقاز پورې اړه لري روسیې پورې وتړل شوه. دې پسې شمالي اوسیتیا هم روسیې ونیوله. څو کاله وروسته د کارباردا او نوغای د سیمو خلکو د روسانو پر ضد پاڅون وکړ. د نوغای او کارباردا د سیمو پاڅونونه د روسانو لخوا په ۱۷۸۷زکال کې وځپل شول .«۲».
درېیمه دوره : د ۱۸۲۸زکال نه تر ۱۸۵۹زکاله پورې :
په دې دوره په قفقاز کې د شیخ منصور ملي مبارزې د یادولو وړ دي، نوموړې د ۱۷۷۵م کال نه تر ۱۷۹۱م کاله پورې مبارزه وکړه او پای کې یې ماته وخوړله. په قفقاز کې د شیخ منصور د مبارزې په اړه په لاندې ډول لنډ معلومات وړاندي کېږي : « در شمال قفقاز شیخ منصور که از قوم چچن بود به اشاعه و تبلیغ طریقت نقشبندیه که یکی از دو طریقت عمدة تصوف است پرداخت و در تعالیم خود بر جهاد با کافران و وحدت و اخوت مسلمین تاکید بسیار نمود. به این ترتیب طرفداران بسیاری پیدا کرده و در نبرد رودخانه سانژا در سال ۱۷۸۵م موفق به شکست روس ها شده این مرحله از مبارزان مسلمان تا ۱۷۹۱م سالی که شیخ منصور از قبار طی ها شکست خورد ادامه یافت » «۳».
همدارنګه په پورتنۍ دوره کې په قفقاز د قاضی ملا محمد، حمزه بیګ او امام شامل تر مشری لاندې د قفقاز د خلکو ملي، مذهبي او آزادي بخښوونکي غورځنګونه د پردیو تېري کوونکو پر ضد جریان درلود. ددغو ملي مبارزینو د مبارزو او کارنامو په اړه د افغانستان نامتو مورخ او لیکوال میر غلام محمد غبار داسې یادونه کړی ده : « قوای قاضی ملا محمد تمام اقدامات روسیه را خنثی مینمود و در میدان های جنګ غلبه میکرد. بالاخره ملا محمد در قله کوهی از طرف دو نفر جنرال روس محصور گردید. قوای قاضی ملا محمد آنقدر شمشیر زد تا همه کشته شده و تنها شصت نفر مبارز باقی ماند، این ها در صفوف دشمن ریختند و قاضی بگلوله یی از پا در آمد. حمزه بیک جانشین قاضی ملا محمد کفایت او را نداشت و تنها دوسال به مدافعه دوام داد.
بعد از کشته شدن حمزه بیگ، رهبری مبارزین را شیخ شامل در دست گرفت. این شخص که یکی از بزرگان تاریخ قفقاز است۲۵ سال دیگر مبارزه مردم را بر ضد روسها رهبری کرد و دوام داد.
شیخ اردوی ملی را منظم کرد و اداره را به شکل یک حکومت در آورد. او قلمرو خود را در واحد های اداری تقسیم و توسط حکام وقضات و مفتشین اداره کرد. امام شامل به جنگهای گوریلایی بسیار اهمیت داد و تا ده هزار سواره و پنجاه هزار پیاده آماده نمود. از جنگهای مشهور شامل یکی هم در سال ۱۸۳۹م مدافعه از هجوم جنرال گراب است که چهار هزار نفر از محاربین کشته شدند. دراین جنگ زنان قفقازی هم از قلعه نظامی« اخولقه» مدافعه کردند بعد از مسخر شدن قلعه زنان خود را از قله کوه بپایان انداختند تا بدست دشمن نیفتند. جنگ مشهور دیگر شامل بنام جنگ « دارقو» است، در این جنگ چهار نفر جنرال روس و چند هزار نفر سپاهی روس کشته شد و در پتروگراد غوغا برپا شد.
در ۲۵ سال اخیر، نسل جوان داغستان تقلیل یافت و قحطی غله و خوراکه مردم را از پا انداخت. اینک شامل جز از چهار صد نفر مبارز نداشت و در قریه « گونیپ» محصور دشمن شد. دولت روس این مبارز را در کالوگا روسیه محبوس کرد و داغستان را بکلی مسخر نمود» «۴».
څلورمه دوره : د ۱۸۵۹م کال نه تر ننه پورې :
د ۱۹۵۹کال نه تر ۱۹۱۷کاله پورې د قفقاز ډېرې سیمې د تزاري روسیې تر کنټرول لاندې وې. د ۱۹۱۸م کال یعنې د اکتوبر د انقلاب نه وروسته په آذربایجان، ارمنستان او ګرجستان کې د روسانو حاکمیت پای ته ورسېده او په دې هېوادونو کې آزاد او دموکراتیک حکومتونه جوړ شول. مګر د دوی دې آزادۍ دومره دوام ونکړ. نوموړي هېوادونه د ۱۹۱۸م کال نه تر ۱۹۲۱م کاله پورې آزاد وو. د ۱۹۲۱ م کال نه وروسته دغه د جنوبي قفقاز هېوادونه او شمالی قفقاز ټولې سیمې د روسیې د کمونست ګوند تر مشرۍ لاندې د شوروي اتحاد په چوکاټ کې شامل شوې. د شوروي اتحاد د ړنګېدو نه وروسته د جنوبي قفقاز هېوادونه «ګرجستان، ارمنستان او آذربایجان» خپل استقلال اعلان کړ. په همدې وخت کې چچن هم د پخوانۍ شوروی اتحاد د نورو جمهوریتونو غوندې خپل استقلال اعلان کړ، او په ۱۹۹۰م کال کې جوهردودایف ددې هېواد د ولسمشر په توګه اعلام شو. د چچن د استقلال د اعلامیدو په اړه په لاندې ډول لنډ معلومات وړاندې کېږي : « در دوران میخایل گرباچف چچن ها نیز مثل بسیاری دیگر از مردم جمهوری های اتحاد شوروی سابق کوشیدند با استفاده از برنامه آزاد سازی، استقلال کامل خود را که از زمان تزار ها زیر پاه نهاده شده بود، دوباره به دست بیاورند، خود گردانی چچن به رهبری « جوهر دودایف» پا گرفت. این جنرال ارتش اتحاد شوروی سابق در اکتوبر سال 1990به عنوان رئیس جمهورمستقل چچن برگزیده شد و یک ماه بعد استقلال چچن را اعلان کرد» «5»..
روسیه چې د پخواني شوروی اتحاد مشرتوب یې په غاړه لاره د روسیې ټولو مستعمراتو ته استقلال ورکړ. مګر د چچن د آزادۍ سره یې سخت مخالفت وښود. د چچن د استقلال د اعلانیدو نه وروسته په دې سیمه کې دوه مهم جنګونه وکړل چې د هر یو په اړه لنډ معلومات وړاندې کېږي : « بعداز اعلان استقلال چچن از طرف روسیه دو جنگ مهم در چچن رخ داد. اولین جنگ چچن زمانی رخ داد که نیروهای روسی برای جلوگیری از منازعه چچن وارد یک جنگ دو ساله از ۱۹۹۶-۱۹۹۴ م گردید. درین جنگ روسیه قادر به کنترول موثر مناطق کوهستانی نگردیدند.
دومین جنگ چچن عبارت بود از عملیات نظامی که توسط روسها در سال 1999آغاز گردید و به تصرف مجدد چچن انجامید«6»..
په دې وروستیو ورځو کې روسیې بیا د ګرجستان په کورنیو چارو کې خپلې لاسوهنې ته دوام ورکړ او د ګرجستان په دوو ښارونو «اوسیتیا و ابخازیا» باندې پوځي تېرۍ ترسره کړه. په دې توګه روسیه غواړي چې د قفقاز نورې مهمې او استراتیژیکې سیمې ونیسي.
د روسیې دغه پوځي تېري د نړۍ د ټولو هېوادونو، نړیوالو او سیمه ییزو سازمانونو لخوا وغندل شوو. او روسیه دې ته مجبور شو چې د ګرجستان د خاورې نه خپل پوځونه په شا کړي.
تاریخ ګواه دې چې په قفقاز کې د زور او ظلم واکمنۍ د تاریخ په اوږدو کې کومه نتیجه نه ده ورکړې او تردې وروسته هم په دې سیمه کې که هر څوک وغواړي چې د برچې او وسلې په زور حکومت وکړي، کوم ځای او کوم هدف ته نه رسېږي.
په کار داده چې د سیمې خلکو ته وخت ورکړ شي چې د خپلې خوښې سیسټم او حکومت ځانته غوره کړي، په دې کې هم د سیمې د خلکو او هم د ګاونډیانو او د نورو هېوادونو ګټي تامینېږي.
. «۱» حبیب برجیان، ریشه های تاریخی جنګهای کنونی قفقاز، مجله آسیای مرکزی و قفقاز، مرکز مطالعات آسیای مرکزی قفقاز، شماره ۳۰، تابستان ۱۳۷۹هـ ش (ص ۱۰۵).
«۲» بهرام امیر احمدیان، جغرافیای قفقاز، دفتر مطالعات سیاسی و بین المللی، تهران، ۱۳۷۶هـ ش، (ص۳).
«۳» www.aran.com
«5» http://archiv.iran-emrooz.net/talee.