څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار
د استاد گل پاچا الفت په ليکنو کې د سياسي
او ټولنيزو پيښو انعکاس
استاد گل پاچا الفت دافغانستان په معاصرو شاعرانو او ادبيانوکې دشعراوادب په اسمان کې يو ځلانده ستورى دى .استادګل پاچاالفت ډيرې دينى ،ادبي ،انتقادي ،علمي ،ټولنيزى اوڅپړ نيزى مقالى لري ،ځينې ېې دشعرونو نثررونومجموعي په توګه چاپ شوي دي .
ددې په څنګ کې استاد ځينې سياسي حقوقي اوتاريخي مقالى اوليکنې هم لري ، چې په دې لنډه ليکنه کې به دارواښاد استاد دځينو سياسي حقوقي او تاريخي ويناوواو مقالو په اړه کې معلو مات وړاندى کړم .
دارو اښاد ميوند وال په کړنلاره کې دافغانستان دابادى پر مختګ او دټولنيزى بې عدالتئ،بيسوادۍ ، ناروغۍ او ملوک الطوايفى دله مينخه وړلو په اړه داسې ويل شوى وو :
(( او مونږ تصميم نيولې چې داسلاميت مشرو طه شاهي ،ديموکراسي په اساس خپل دغه ملي جهاداعلان کړواوملي ژوندپه اقتصادي ،اجتماعي ،فرهنګي ،مدني ،اخلاقي اومعنوى جهاتو کې اصلاحات راولو له هر ډول تبعيض خودپرستئ،قبيله پرى ، منطقه پرستى ،استبدادارتجاع اواستفاده جويى سره مجادله وکړواو اجتماعې بې عدالتې ، بيسوادى .نادارى ،ناروغى اوملوک الطوايفي له مينخه يوسو )) .(١)
دميوندوال ددې خط مثى اوملى جهادپه برخه کې استاد الفت خپل مفصل نظروړاندى کړى ،دهغه ځينۍ برخى يې تاييد کړى او پر ځينو يې انتقادکړى دى .او دخپل بيطرفانه قضاوت په يوه برخه کې يې ليکلى دى :
دحکومت دغه تصميم چې .وائې مونږ يو وسيع او عميق تحول په اذهانو کې راولو چې دجبراو فشار دحاکميت ځاې دقانون تسلط ته خالى شي اوهرډول نفوذچې دازادى اومساوات په لاره کې خنډيږي .له مينځه يوړل شى ،په ريښتياچې ډير لوى جهاددى .(٢)
دښاغلي ميوند وال اصلاحى پروګرام په دريوپرخو ويشل شوى .
١_سياسى ،ادارى اومدنى چارې .
٢_اقتصادي اومالى چارې .
٣_اجتماعي اوفرهنګي چارې .
ار واښاد الفت دميوندوال دخط مشي په ټولو برخو کې خپل نظريات وړاندى کړى دي .
دافغانستان په معاصر تاريخ کې په تيره بياپه دى وروستيو دو ولسيز و کې ډير حکومتونه تير شول ،چې دملت په خو ښه اوملت په ګټه يې کوم کارونه سرته ونه رسول،دآبا دى په ځاى ورانى منځ ته راوړي اوهر يويې دځان دګټې دپا ره کار وکړاو خپلو شخصي مقاصد واوګټوپسې ګرځيدل په همدې تو ګه استاد الفت ددغسې شخصى حکومتونو په با ره کې د (شخصي ) ترعنوان لا ندې يو ه مقاله لرى ،ددې مقالى په يوه برخه کې داسې ليکلې دي .
د شخصي حکومت په مقابل کې ملي حکومت يا قانونى حکومت ياديږي .چې ددى دوه ډوله حکومتونو تر مينځ که دځمکې او آسمان فرق دې دشخصى اوملي حکومت په تعريف کې وايي : شخصي حکومت ديو يا څوتنو حکومت وي ،چې دهغوې په خوښه حکومتي کارونه په شخصي اوامرواواحکامو اجراکيږي .ملي حکومت هغه دى چې دملت دنمايند ګانو (پارلمان ) اعتماد حاصل کړى او پارلماني مسؤوليت ته غاړه کښيږدي .دغه تعريعونه که صحيح هم وي .نو کافي خونه دي او ډيرې نيمګړتياوې پکښې مو جو دى دى .
کيدى شي ،چې يو حکومت ملي پارلمان ولري او دشورا په اعتماد منځ ته را شي .مګراجرات يې شخصي روابط اوشخصي اغراض دخلکو په سر نو شت اوسياسي يا مدنى حقوقوکې ډير دخل ولر ي .(٣)
استاد الفت په ١٣٥٠هـ ش کال کې دولسې جرګې او مشرانو جرګې دو ظايفواو مسؤليتونو اوپه هغوشرايطوکې دهغو دارز ښت په باره کې يوه مفصله مقاله دشو راتر عنوان .لا ندې دوږى په اتمه نيټه چاپ شوى ده ،چې ددې مقالې په پيل کې داسې را غلى دى .
او س دواړه مجلسونه ولسي جرګه او مشرانو جرګه شورا بولو ،پخوا يوازې ولسى جرګه دملي شورا په نامه يا ديده او مشرانو جرګې ته مو (عيان ) ويلو داعيانو په مجلس کې دملت انتخاب څه برخه نه در لودله او ټول اعضاءيې انتصابي وو ،داساسي قا نو ن نوم هم اصول اساسي و ،چې تطبيق جنبه ئې ډيره خواره وه ،هغه حقونه او صلا حيتو نه چې اوس اساسي قانون ،شورا او مخصوصا ولسي جرګې ته ورکړى دى اصول اساسي شورى اوعيان ته نه و ورکړى شو. هغه وخت دملى شورا او داعيا نو دمجلس ريسان دوزيرانو په مجلس کې په ښکاره شامل واو دکا بينى دغړيتوب افتحاريې درلود.حکومت هغه وخت يوه رسم په حيث هم دملت دنما يند ګانو اعتماد ته څه حاجت نه درلود،بلکې وکيلا نو به شورا ته دحکومت له خوااعتماد نامه يا اعتبار نامه راوړله او دشوراغړو به داصول اساسي په مو جب دحکومت په نسبت دصداقت او وفادارى لوړه کوله ددغسې پا رلمان لرلو افتخار مو نږته له ١٣١٠هـ ش کال څخه حاصل دى ،چې اوس ئۍ عمر له څلويښتو کالو څخه او ړي .(٤)
په پا سنې پا راګراف کې استا دالفت په خپل قوى ادبى قلم ديو بيطرفه تاريخ ليکونکى په شان له يوى خوادپخوانى اساسى اصولو عينى ماهيت څنګه چې وو ښو دلى اوله بلى خوايۍ په خپل بديعى قلم غير دمو کراتيک والى يې څرګند کړى دى .دامقاله په هغه وخت کې ليکل شوې ده چې ورته ددموکراسئ لسيزه وائي (١٣٤٢هـ ش _ ١٣٥٢هـ ش) او هغه ارزښتونه چې دڅلو يښت کا له مخ کې اساسي اصول دهغه لر ونکى وو ، په دى دوران کې بې ارزښته وو .مثلا .
تطبيق جيبه يې ډيره خواره وه ، حکومت هغه وخت دملت دنماينده ګانو نطرته حاجت نه درلود ..
داستادالفت له دې څرګندونو څخه که له يوى خوادڅلو يښت کاله دمخه زمانې داساسي اصولو زوړوالې څرګنديده له بلى خواپه هماغه اندازه د ١٣٤٢ هـ ش د اساسي قانون ښيګڼه څر ګنديدله ،ښايۍ په همدې نيت او همدغسې مقايسې په تو ګه استاد الفت ليکلي دي :
کله کې نوى اساس قانون مينځ ته راغى نو په ١٣٤٤هـ ش کال کې دنووايجاباتو له مخې نوې شورا مينځ ته را غله چې له پخوانى ،شورانه يې دکم وکيف په لحاظ ډير فرق وموند ،حتى په هويت او ماهيت کې وکړ .
شورا په سياسي ليحاظه مونږ ته ډير ارزښت لري .همدغه ملي دستګاه ده ،چې حکومت ته ملى او قانوني صفغه ورکوى او خلکو ته داښايى چې حکومتونه دملت دنمايندګانو په اعتماد مينځ ته راځي اوپه سلب اعتماد ئې له مينځه ځي .دمملکت بودجه دشورا په تصويب پورې اړه لري ، قوانين شوراتصويبوي ،مقاولات اومعاهدات د پارلمان په خوښه صورت نيسي او خارجي سياست هم د ملى فکراونظرتابع دى .(٥)
سربيره پردې استاد الفت يوه بله تاريخي او مهمه مقاله چې داساسي قانون مطالعه او مقايسى تر عنوان لاندې دافغان جريدى د ١٣٥٠ کال په اوومه ،نهمه اولسمه ګڼه کې په پرله پسې توګه نشرشوې ده ،اوپه هغې کې د١٣٠٩هـ ش کال اساسي قانون ،چې داصول اساسي په نوم ياديده ،د١٣٤٣ هـ ش کال داساسي قانون سره مقايسه او مطالعه کړى ده ،ددى مقالى په يوه برخه کې داسى راغلى ده :داساسي قانون دلو مړى مادې لو مړ ى جمله داده :
((افغانستان دولت پاچاهى مشروطه مستقل واحد وغيرقابل تجزيه است )) په دې جمله کې ددولت نوعيت ښودل شوى چۍ مشروطه شاهى ده .داکلمه چې داساسي قانون دتندي خال ورته ويلى شوپه پيل کې ديوه لوى بدلون ښکارندوى اوهر څوک په دې پوهوى ،چې دافغانستان په تاريخ کې نوى باب افتتاح کيږي ،چې ورپسى دوهمه جمله ئۍ داسى تفسيروى : ((حاکميت ملي در افغانستان به مليت تعلق دارد ))همدغه مهم او جالب مطلب دى چى زوړذهنيت په نوي بدلوى اودملت دپاره ارزښتناک زيرۍ دى ،يووخت چې په افغانستان مشروطه خواهان په دار خيژول کيده اوچايې نوم په خوله نشو اخيستلى اواوس دملي وثيق ډير ښه پيل دى .
چې دافغانستان استقلا ل او وحدت هم ذکرشوى ،يعنې وروسته تردې چې واحد ويل شوى داهم علا وه شوى ،چې ((غير قابل تجزيه است )) دلته دتجزيى کلمه په هغه معنى نه ده ،چې افغانستان په اجزاونه ويشل کيږ ي ،ولايتونه اوولسوالۍنه لرى ،بلکې دادى چې انفکاک نه قبلوي او بيليږ ي نه (٦)
په دغه اوږده مقاله کې دافغانستان د ١٣٤٣هـ ش کال اساسي قانون ډيرې مادى په دقيقه توګه څيړل شوى دى او ځينې مادى دپخوانى اساسي قانون سره مقايسه او مقابله شوى دى .
کله چۍ دښاغلى ډاکتر عبدالظاهر حکومت مينځ ته راغې په هيوادکې نسبتاً مشکلات او ستونزې موجودى وي ،ددې مشکلا تو اوجنجالونو سره سره دډاکتر عبدالظاهر دصدارت په وخت کې ځينې مشبت اوښه کارونه هم ترسره شوى وو ، چې استادالفت ددې حکومت دښواوبدو کارونو اواقدامانوپه باره کې يوه علمي او تاريخى مقاله ،داوسنى حکومت ښه اوبد،تر عنوان لا ندې ليکلى ده ،چې افغان جريدى د١٣٥٠ هـ ش کال دمرغومى دمياشتى د١٢ مې نيټې په نولسمه ګڼه کې نشرشوى ده .ددې مقالى په يوه برخه کې داسې ليکلى دي :
نه پوهيږم چې دډاکتر محتاطانه پوهې دډيرا جبارپه حکم اوکه دخدمت په شوق اوذوق دغه دمشکلاتو نه ډک مسؤوليت ومانه اوپه بسم الله يې شررع کړ .
دې حکومت وروسته تردې که څه هم تراوسه داسې کوم کارندى کړى چې بريتونه پرى تاوکړى . لکه چې دايران حکومت په خليج فارس کې و کړ،يا دهند حکومت په بنګله ديش کې سرته ورساره .مګر له خپلى غريبى اوبى وسۍ سره ئى مناسب يو څه وکړه .چې يادونه ئې پکار ده .زه غواړم دلته ښيګڼې اونيمګړتياوى دواړه په نظرکې ونيسم اوله هغه آزاد قضاوت نه استفاده وکړم ،چې دافغانستان هر حکومت ئې پخپله خط مشي کې ادعاکوى .مګر هيځکله ترينه په جهاني پيښو کې کارنه اخلي (٧) ښاغلى استاددهغه وخت دحکومت ښه کارونه په نهوشمارو کې بيان کړى دي ،چې دلته يې دنمونى په توګه له څوڅخه يادونه کيږي :
دمطبوعاتوقبلي سانسور ،چې په تير حکومت کې داساسي قانون په ضدمعمول واو چاترينه انکار هم نه کاوه ،په دې حکومت کې له مينځه لاړاودفکراوبيان آزادى ته په احترام وکتل شوه .
دغلى دکموالي په وجه له نورو هيو ادو مرسته غوښتل ،که څه هم کوم ابتکاري کارنه دى ،بلکې اجبارى مسله ده ،مګر بياهم دخلکو په ژوندکې فعلاډيرتاثير لري اوحياتى اهميت يې ثابت دى .
دسر کارى موټروتقليل که په وزارتونو کې منل شوى وى اومخض تبليغاتي خبرنه وى دقدروړ کاردى .بى ځمکې خلکو او کوچيانو ته د ځمکى ورکولو اعلان هم داميدوارى وړزيرۍدى .خداى دى وکړى چې په عمل کې واقعيت پيداکړي (٨)
په دې مقاله کې دحکومت خراب اومبفي کارونه هم په نهو شماروکې بيان شوي دي ،چې ددى منفي کارونوپه اړه کې داسې راغلي دى .
دحکومت دغه کريدتونه به دترازوپه يوه بله پله کې واچوواو وبه ګورو ، چې په دابله پله کې څه اچول شوى ......
دبنګله ديش په جريان کې هغه طلايۍ موقع چې دپبنتو نستان دمطالبى دپاره ئى دآب حيات مثال درلوداو دسياسي پوهې خاوندانو ترينه ډيره لويه ملي اوتاريخي استفاده کولى شوه ، ددې حکومت له لاسه وړيا لاړه اوهيڅ ترې بودن شوه .
دمتواتر و اوريدلو له مخې هغه تجاور چې داير ان له خوا دافغانستان په حيثيت اوملکيت باندې شوى او کيږي ، ددې حکومت خاموش سياست چې درضاء اوتسليم معنى لري حکومت شديد محکوموى او مسؤوليت يې د يوى تاريخى بيلګې په حيث دتاريخ لمنې ته سپاري (٩)
داستادالفت ليکنې دغه خانګړتياوې لرى :
_ ژبه يې خوږه اوادبى اوورسره عام فهمه ده .
_واقعيت بينى .
_ دصريحواوښکاره انتقادونوترخواپه طنز،کنايواواشاروانتقادونه هم لرى
_ په هرصورت دمقابل لورى ،يعنى دهغه شخص اومقام احترم ساتي چې ورباندۍ انتقادکوى .
_ مو ضوع هراړ خيزه ځيړى ،ښيګڼې او بدګڼې يې څرګندوي ،کله کله له ښو اړخو نوسره دهمکارۍژمنه هم کوى .
_ دانتقاد لهجه يۍ صميمې .دلسوزانه اومعلمانه ده .نه جابرانه او دښمنانه او ......
نو سړى ويلى شى چې داستادالفت دغسې ليکنې دهغودليکل کيدو دوخت اونيټى ډېرې تاريخى پيښى په صادقانه اوبى .طرفانه توګه څرګند وي اواو سنې او راتلونکى څيړ ونکى کولى شى چې ورباندى استنادوکړي .
منابع اوماخذونه
١_افغان ملت جريده _ کابل ،١٣٤٥. ٢٣ ګڼه ،دوږى ٢٢ مه نيټه .
٢_ افغان ملت جريده _کابل ،١٣٤٥ ،٢٤ ګڼه ،دوږى ٢٩ مه نيټه
٣_ افغان ملت جريده _کابل ، ١٣٥٠، ٢ګڼه ،دوږى ٨ مه نيټه .
٤_افغان ملت جريده _کابل ،١٣٥٠، ٧ ګڼه ،دوږى ١٢ مه نيټه .
٥_افغان ملت جريده _کابل ،١٣٥٠ ، ١٩ ګڼه ،دوږى ١٢ مه