څيړنوال عبدالرحيم بختانی خدمتګار :

 بلوچستان د لرغوني زمانى نه تر معاصرى دورې پورې

          بلوچستان هغه سيمه ده چې د بلوڅو قبيلې ،پښتانه او براهو يان په کې او سيږي ،چې ختيځې خواته  دسند ايالت ، شمال خواته يې افغانستان لو يديزې خواته يى ايران او جنوب ته يې د عرب بحيره پر ته ده يوازنى بندرچې متوسطى بيړ ى ورته را نژدې کيداى شي دګوادر بندر دى .

          ددې سيمې زياته برخه دلږو سيند ونو له امله ،غير مساعد اقليم لر ونکي دښتونه دي ،چې بيلوبيلو خو اوو ته پرتې مځکې دي او زياتره د غرونو لوڅې لغړې لړۍ جوړدي  .

د بلوچستان وګړي او تاريخ : -

          دبلو چستان دنفوسو لو يه بر خه بلوچ تشکيلوي د پښتنو او بلو څو څخه پر ته دبلو چستان يو شمير نو را و سيد ونکي چې نظر بلو څوته يې شمير لږديان برا هوي دي ، چې دتا ريخي تحقيقا تو او پلټنو له مخې دبلو چستان ډېر پخواني او سيدونکي دي  .

          پورتني دواړه ټبره په جلا محلې ژبوګړ يږي  .

          بلوڅ او براهويان دواړه په قبيلوي توګه ژوندون کوي اوخپلې خصوصي چارې دخپلومحلي دودونواودستورونوسره سمې ا جرا کوي .

           يو يونا ني تا ريخ ليکونکي او مورخ پخپلو اثاروکې بلو چستان ياد کړى اووګړي يې مکيان بللي دي  .

          دځينو محقيقنو په عقيد ه اوسنى مکران دميکيانوداوسيدلودځاى معنى ور کوي ،لږڅه وروسته يې بلو چستان د جدروزيا gedrosia))په نا مه يا د کړ ى دى .يو نا نې اسکندر مقدوني د سندنه دراګرځيد وپه وخت کې له بلوچستان څخه تير شوى او دده د لويې اردو اولبنکرو څخه يو زيات شميرددې سيمې په تودواو سوزونکو بيديا وکې له تند ې څخه مړه شوي دي .

          په عين حال کې دنوموړي اميرالبحر نار کلنس       “nearclns”د بلوچستان ساحل د بر له لورې وکتلو وروسته له هغو بلوچستان د با ختري يونانيانو، هندي موريا نا نو او کوشانيانو پورې  تړ ل شوى اوپه اخر کې د ساسانيانو په لاس کې کيوت په اوومه پيړى کې د عربو په وخت کې بلوچستان دصفاريا نواو غزنو يا نو ددولت جزو ګرځيد.دمغولي دولت دحکومت دزوال څخه وروسته چې بلو چستان يې هم په لاس کې وو، بلوچستان د افغانستان په ابدالى دولت پو رې وتړل شو او دابدالي امپراتورۍيوه برخه په داسې حال کې چې يو محلې حکومت يې درلودوګرزيد .

          دابدالي امپراتورۍ دسقوط څخه وروسته دبلو چستان سيمه د ١٨٥٤ ميلادي کال څخه بيا تر ١٨٧٦ ميلا دي کال پورې په تدريج سره انګريزانو اشغال کړه دډيورند تحميلي کر ښې موافقتنامه د١٨٩٣ ميلادي کال دنومبر دميا شتې په ١٢ مه نېټه داميرعيدالرحمن خان او انګريزانوتر مينځ امضاء شوه .ددې موافقتنا مې په نتيجه کې افغانستان خپله زياته خاوره له لاسه ورکړه چې دبلوچستان سيمه هم پکې شامله  ده . 

          دتحميلي مو افقتنامې نه مخکې په ١٨٨٨ ميلادي کال کې دامير عبدالرحمن خان په فرمان دچمن سيمه انګليسانو ته وسپارل شوه چې هغوى هلته داو رګاډي سټيشن جوړ کړي . همدارنګه په ١٨٩١ ميلادي  کال کې دکويټې اوچمن تر منځ دخواجه عمران په غرونو کې د اورګاډ ي دلين تير ولو لپاره دکوژک تو نل جوړ شو ،او دغه ټول غر د ا نګليسانو لخواد يو نظامي سنګر حيثيت وموند.

          دډيورند په مو افقتنامه کې دافغانستان اوبلوچستان دسرحد په باره کې داسې راغلي ((په بلوچستان کې دځاګې په او به لر ونکي سيمې باند ې چې امير اد عا درلو ده ،دی له خپلې ادعاڅخه تيريږي او دسرکي تيکرى په اوبوکې به امير خپله برخه په پيسور انيسي.

          په دغه سيمه کې به دسر حد کر ښه داسې وي چې کر ښه به دخواجه عمران دغره په سر تيره شي او داکرښه به د((پشا کوتل )) سره نژ دې چې دانګريز انو خاوره ده تيريږي ، وروسته دغه کرښه په هغه استقامت ځي چې((مرغ چمن )) اود ((شير اوبه)) چينه افغانستان ته پريږدي .وروسته داکرښه د چمن او بيادر يلوي سټيشن ته ځي او دهغو تپو څخه تيريږ ي چې  ا صلي بولد ک بلل کيږ ي او ددغه ځاى څخه  د جنو ب خوا ته داسې کږيږ ي خو بير ته دخواجه عمرا ن غرونو سلسلې ته ورننو زي . دا کرښه د ا نګريز انو د ((ګوا شه )) سيمې او دهغه افغا ني سړ ک تر منځ اوږ د يږ ي چې ښو را وک ته ځي )) .

          دبلو چستان غرونه :

          دبلو چستا ن ټولي غر نۍ  سيمې مرکزي او شمالي ختيځې بر خې دي .په دې برخه کې د سليما ن دغر ونو کو چنۍ سلسله تير يږ ي .ددې غر سره موازي ،دتو بي دغره سره سلسله غزيد لې ده . د تو بې د سلسلې جنو بي غز يد لي برخه د خواجه عمران دغره دسلسلې په نامه ياديږ ي . دخواجه عمران  په جنوب لو يد يځ کې د سرليا (سر لټ ) غر ونه پراته دي .د تو بي او خواجه عمران د غرونو په درو کې غني څړ ځايو نه شته چې کو چې پښتا نه په دو بي کې خپلې رمې هلته پيايي .

         د افغا نستا ن دسرحد په اوږد و کې له ختيځ څخه دلويد يځ پر لور دکو ه سلطان ((جاګي ))دغرو لړ ۍ غزيدلې چې افغا نستا ن ،پا کستان او ايرا  ن دسرحد د اتصال په نقطه کې کوه ملک سياه دڅوکې سره پاى ته رسيږ ي  .  دکويټې  دښا رپه جنوب کې د مرکزي براهوي دغره ستره سلسله واقع ده چې د کو چنيو غرونو لړيو سره يې د بلو چستا ن  ټوله مرکزي برخه نيولې اود براهوي په نا مه د لوړې  سطحې حا شيه تشکيلو ي . ددې سلسلې عمو مي اوږ دوالى درې سوه پنځه پنځوس کيلومتره او سوريې يوسلودولس کيلو متره  او منځنى لو ړ والى يې تر دوه زره متره پورې رسيږي .

            دمرکز ي بر اهوي دغره د سلسلې جنوبي لمنې دکرنار دغره سلسلې د څا نګو سره چې دشرقي بلو چستان خاوره دسند څخه بيلو ي يو ځاى کيږ ي . په لويد يځ کې دکر تا ر دسلسلې سره مواز ي چې ارتفا ع يې دبحرد سطحې څخه ديو زرو دوه سوه ديرش نه تر يو زرو پنځه سو ه څلو يښت متره پورې رسيږي . دبلو چستان نور غرونه دروس کوه دمکران او دسيا خان غرونو څخه عبارت دي .

          دبلوچستان سيند ونه :

          بلوچستا ن دسيند ونو له پلوه غني نه دى .دغر نې بلوچستان ډير مهم سيند ونه دا دي ، په سرحد کې ميرجا وه او لا ديز ، په مرکزي بلوچستان کې تمپو ر او ماشکيل ، په لو يد يځ مکران کې سرباز اورابيج ،ددى ټولو سيند ونو اوږد والى کم دى . په تيره بيا په دوبي کې اوبه يې محد ودې دي . دشرقي بلو چستان سيندونه  لکه ږ وب ، پيښين ، لوړه ، کويټه ، نارى ، مولا شيرين اب چې دشرقي بلو چستان په شمالى برخه کې بهيږي دما شکيل بادو او رخشان سيند ونه چې دشرقي بلو چستان دلو يد يځې برخې په دښت صحراکې بهيږي ، په بتلا قي تر وو جهيلو نو کې ورکيږي . په پاى کې خاب،يوراى ، دشت اونور سيندونه چې د شرقى مکران په سيمه کې دبحيري په لور بهيږي ، دکال په زياته برخه کې رودخانې وچې وي  . يوازې  هنګول د دې امر څخه مستثنا دى .هنګول دشرقي بلوچستا ن ستر سيند دى ،چې اوبه يې ټول کال د چالوان او دمکران دشرقي برخې مځکې خړوبوي .

          دبلو چستان جهيلونه :

           دبلو چستان جهيلونه لکه اکثره سيندونه ، ډير زر و چيږي ، يا دما لګې په کر ستا لي طبقې پوښل کيږ ي او يا په درمو لر ونکو باتلا قونو بد ليږي ددغو تر وو جهيلو نو پيدا کيدل دشمال ختيځ بلوچستان دمځکې د سطحې د شکل خصو صيت دى .

          دبلوچستان اقيلم :

         بلو چستان متفاوت اقليم لري، دبلو چستان زيا تې برخې وچ او تود دوبى لري ، ژمي يې ملايم دى ، يو ازې په ځينو لو ړ و غرنيو سيمو کې يې ژمې سوړ و ي .دسرهد  او سراوان په غر نيو سيمو کې لکه په ژ وب کې د کال عادي فصلو نه ليد ل کيږي ، مګرد بلو چستان په مر کز ي په تيره بيا په جنو بي برخو کې د حرارت له پلوه کاملاً په څرګند ډول يواز ې دوې مرحلې يا دوه فصله ليدل کيږ ي . دنو مبرد مياشتې څخه تر مار چه پورې سړه اود اپر يل څخه تر اکتو بره تو ده مر حله ده .

         کو يټه معتدل اقليم لري ، دوبى په اساني سره زغمل کيږي . د ډ ېر ي تودې ميا شتې (جولا ى ) ، دتو دوخې منځنۍ درجه مثبت پنځه ويشت ده ، ددې سيمې ژ مى ملا يم دى ، که څه هم په جنوري او فبروري کې کله ، کله دتو دوخې درجه تر صفرټيټېږي . دچاغي په نسبت د خاران صحرا وچ او تو د اقليم لري . سره له دې چې ددوبي د تود وخې درجه لو ړه ده .په جولا ى کې تر مثبت څلو يښتو در جو پورې رسيږي ، شپې يې ملايمې دي ، ژمى يې معمولاًسوړ وي .د بلو چستا ن په دې برخه کې ټو ل کال دشګو طوفانو نه ليد ل   کيږي . په تير ه بياپه جولاى او سپتمبر کې چې خو را زياتې خا ورې او دو ړ ې د خړو اور يځو غوند ې په ورځو ،ورځو په هواکې وﻻړې وي .

         دغربي بلوچستان په مر کزي برخه بميپو او سربازکې ،دتو دوخې درجه په دوبي کې تر مثبت او ه څلو يښت درجوپو رې ر سيږي . د مکران اقليم دخاران اقليم ته ورته دى ،دوبى يې دخاران ددوبې په شان وچ او تو ددى، مکرژمى يې په شمالي برخو کې سو ړ دى .د مکران په خاوره کې ټو ل کال ، په ساړه ژمې او سو ځو ونکي دو بي کې له شمال او لو يد يځ نه بادونه چليږي ،و چکالي دبلو چستان په ز ياتو سيمو کې عموميت لري .

        د مشرقي بلو چستان په شمال ختيځ دښتو نو کې دتو دوخې در جې ډېر ې لو ړ ې وې .مثلاًسيبى او ګچ  ګنډ  ه دهندوستان په ټاپو وزمه سيمو کې ترټو لو زياتې تو دې سيمې ګڼل کيږي . ددوبي په مياشتو کې دتو دوخې درجه دلته مثبت اته څلو يښت درجې ته  رسېږی ، خصوصاًدعرب بحيري غاړه ډير سخت اقليم لري ، دلته د تو دوخې لوړه درجه مثبت پنځه څلو يښت در جې ته رسيږي .

          په بلو چستان کې بيخې لږ او رښتونه کيږي . په  کال کې په منځني ډول شپاړس باراني ورځې لري . اور ښتو نه په دسمبر او فبرور ي کې کيږي .چې دباراني مرحلې داورښت اندازه په اوسط ډول دولس اعشاريه دوه ملى متروته رسيږي .

          دا يا دونه په زړه پورې ده چې اقليمې سخت شرايط داوسيدونکو په منځ کې په مروجو غمجنو متلونو کې منعکس شوي . کله چې د بلوچستان  دخاران په برخه کې غږيږې نو داسې يې توصيفوي .

          ((دوبى تود ،باد لرو نکى دى او ناروغي راوړي ،ژمې خواراو وږي ،بلوڅ دسيبى او ډاډ راقليم داسې بيا نوي :ژوند په سيبى کې  دا سې دى لکه په دوزخ کې ،ياخدايه ! چې سيبى او ډاډردې خلقول ، نو دو زخ دې څه کاوه .))

          کرنه او مالداري :-

         بلو چستا ن دنباتا تو له پلوه ډېره خواره سيمه ده .په تيره بيا دمکران دساحلي سيمې طبعيت ډېر خواردى . کله چې سترابون په خپله جغرافيه کې د ماهى خوړونکودهېواد((په لر غونې زمانه کې دمکران ساحلي سيمه په دغه نامه ياد يدله )) يا دونه کو ي ، داسې ليکلي چې هلته تل د اوبو او ميوو د کمښت احساس کيږي ، خلک دباران او به څښې اوپه کبانو ځانو نه تغذيه کوي .

           د بلو چستا ن دشمالي برخې په غرنيو لو ړو سطحو او غرونوپه لوړولمنو کې په ندرت ځنګلونه او ونې ليدل کيږي . دغرونو په کښته لمنو کې زيا تره ګنډيري ، بادام ،توت او غوزان شته .په ډبرينو ،خاورينو اواوارو سيمو کې دغروځنګلونه ليدل کيږي په شګلنو مځکو کې ددسکساول ونې شنې کيږي دبلوچستان جنوبي برخې دخرمااو زيتون ځنګلونه دمانګو ونې اود کويټې سيمه دميوو باغرنه لري .

          په تيار ه خړه ،زړه دورنماکې دبلوچستان په دواړو برخو کې دخرما دونودځنګلونو اود خرمادبوټوخال خال غونډۍ زرغو نې جګې ښکاري .

د بلو چستان ژوى متنوع دى په غرنيو سيمو کې دغره پسونه ، دغر ه وزګړې ، دغرو په لمنو او درو کې سويان ، ګيدړې ،په اوارو سيمو کې جيران (دهوسۍ يوه نوع ده ) ليدل کيږي ، چغان ، شرمښان او کږيان هم لري .دښتونه يې وحشي سپي هم لري چې د سيمې خلک يې تر ليوه خطرناکه بولي .دما شکيل ، رخشان او بهپور او دخانو دنيانوپه ځنګلو نوکې وحشي خوګان ليدل کيږي . دالوتونکو ډلې څخه په درواواوارو سيموکې زرکې پيداکيږي .بلوچستان په جنوب کې چې داوبوپراخ ډنډونه لري وحشي هيلۍ ،بتې ،قواوډېر نورمهاجرمرغان ژمى تيروي .ماران او شرمښکې په هرځاى کې ليدل کيږي .خصوصاً دمرکزي بلوچستان ډېر زيات ماران لري . د ميشتوکروندګروندګرو اودکوچي مالدارودژمي تم ځايونه معموﻻً دسيندونوپه غاړو اولږوجګوکې چې دايمي اوبه لري واقع دي .

          دبلو چستان اساسي زراعتي سيمي :_ 

           دغربي بلو چستان زراعتي سيمي بمپوراو مکران دي .چې دسرباز،ګيه،باهوکلات ،قصرقنداونورې جګې لري .په شرقي بلوچستان کې دپخواڅخه کويټه ،پښين ،کلات ،کچ ،کنداوه اوسيبى اساسى زراعتي سيمې بلل کيږي .ډېره ا  باده برخه د کويټه ، پښين لوړه سطحه ده . لوړوالى يې د بحردسطحې څخه يوزرو نهه سوه شل متره دى .چې دکويټې ،پښين په مرکزکې واقع ده ، اوږدوالى يې اتياکيلومتره اوسوريې پنځه ديرش کيلومتره دى .دابرخه حاصلخيزه مټينه مځکه لري چې دپښين ،لوړه د کاريزونو په اوبو اوبيږي .دپښين دلو ړي سطحې جنوبي برخه د کويټې تل دى چې دکو يټه لوړه دسيندپه اوبو اوبيږ ي . ،دکويټې دښارپه جنوب ختيځ کې دجيکب اباددسيندترغاړې پورې دکج کنداوه پراخ تل غزيدليدلې اوساحۀيې نژدې پنځلس زره کيلومتره مربع ده ،چې کرنې يې دنارې ،بولان چاکرت اونوروسيندونودجريان په اوږدوکې زيات پرمختګ کړى دى .همدارنګه دتله چوتيالي لوړه سطحه چې دکچ کنداوه دتله دشمال ختيځې برخې سره يوځاى کيږي اودډېرو وچيدونکو سيندونو متقاطع رودخانې لري ،هم د بلوچستان يوه اساسى زراعتي سيمه ګڼل کيږي .

          منابع اوماخذونه

           ١. افغانستان دديموکراسى او جمهوريت په کلونو کې (١٩٢٤ _١٩٧٨ م) عبدالغفورفراهى .

           ٢.دپښـتنو اوبلوڅو سياسي کرونولوژي .ليکوال کانديد اکاد مسين محمدابراهيم عطايي

           ٣.پښتواريانا دايرۀ المعارف _ څلورم ټوک _١٩٦٥ کابل

           ٤.بلو څ _ ليکوال م .ګ . پيکوليني _ ژباړونکى : دکتور عبدالحکيم هلا لي 

          اااااااااااااا