څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار
د مغولى دولت پر ضد د بايزيد روښان
د اولادى او د هغه پيروانو د مبارزى دوام
بايزيد روښان پر هندوستان د لوديانو د سلطنت په وروستيو کلونو کې زيږيدلى دى يعنى د سلطان ابراهيم لودى د پاچاهى په پاى کې په ٩٣٢ هـ ق کال کې کله چې ظهير الدين محمد بابر د پاتى پت په ميدان کې د لوديانو کورنى ته ماتى ورکړ او په هندوستان کې دمغولى دولت بنسټ يې کيښود.
په ٩٤٩ هـ ق کال کې بايزيد روښان د مغلو پر ضد مبارزه پيل کړه او تر ٩٨٨ هـ ق _ ١٥٨٥ م کال پورى د مغلو پر ضد جنگيده او مبارزه يې کوله . د بايزيد روښان تر مرگ وروسته دده اولادونو او پيروانو دده لاره ونيوله او د مغولى پاچاهانوپر ضد يې خپله مبارزه جارى وساتله ، دا مبارزى تر ١١٢٣ هـ ق کاله پورى دوام وکړ ، چې دا د شاه جهان مغول د پاچاهى وخت وو .
د بايزيد روښان او دهغه د اولادى او پيروانو مبارزى د مغولى واکمنانو پر ضد نژدى يو سلو شپيته کاله دوام وکړ . په دى مقاله کې لومړى به په دى تاريخى دوره يعنى د بابر د پاچا کيدونه د شاه جهان تر پاچاهى پورى ، چې دغه دوره د روښانيانو د مبارزى دوره ده ، ددى دورى په باره کې به لنډ معلومات وړاندى شى او دهغه وروسته بيا به د بايزيد روښان د اولادى او دهغه د پيروانو لخوا د مغولى واکمنى پر ضد د مبارزو په باره کې به معلومات وړاندى شى .
ظهير الدين محمد بابر په ١٤٨٣ هـ ش کال کې په فرغانه کې زيږيدلى دى . بابر د عمر شيخ ميرزا زوى دى . عمر شيخ په خپل دور کې د فرغانى حاکم و . هغه په ٨٩٩ کال کې مړ شو او د هغه په ځاى بابر ددولسو کالو په عمر د فرغانى پاچا شو . بابر په ١٤٩٧ م کال کې په اول ځل سمر قند ونيو ،مگر دې بري ډير وخت دوام ونکړډير ژر سمر قند او فرغانه دواړه د هغه له لاسه ووتل . کله چې بابر خپل پلرنى ټاټوبى يعنى فرغانه او سمر قند له لاسه ورکړه ، نو د کابل خواته يې حمله وکړه او په ١٥٠٤ م کال کې يې کابل ونيو . ددى نه مخکې کابل د تيمورى شهزادگانو لخوا اداره کيده . کله چې بابر په کابل کې خپل حاکميت تينگ کړ نو د کابل د شاو خوا سيمو د نيولو او تالا کولو لپاره يې ملاوتړله او په ١٥٠٥ م کاله پورې پيښور ته ورسيد او د کوهاټ ، جمرود ، هنگو ، بنو او د پيښور د نورو سيمو د لوټولونه وروسته غزنى خواته يې مخه وکړه . د کابل او قندهار په مينځ کې غلجى پښتانه پراته وو ، په ١٥٠٧ م کال کې بابر د هغو د لوټولو لپاره هغه ځاى ته ولاړ او وروسته د مال غنميت او لوټ سره د کابل په لور روان شو.
په ١٥١٠ م کال کې د بابر او تيمورى کورنى پخوانى دښمن شيبانى خان د ايران پاچااسماعيل صفوى لخوا ووژل شو ، په دى وخت کې بابر ته وخت مساعد شواو په سمر قند باندى يې بياحمله وکړه او سمر قند يې ونيوه . بابر په سمر قند کې ډيره موده پاتى نشو ځکه چې د شيبانى خان سرداران د سمر قند د نيولو لپاره ملاوتړله او په ١٥١٢ م کال کې هغوى سمر قند د بابر څخه ونيوه . ددى پيښى نه وروسته د بابر وضعت ډير خراب شو نو ددى له امله تر ١٥١٨ م کاله پورى دده د فعاليتونو کومه پټه نه لگيږى .
کله چې بابر په دوهم ځل په ١٥١٢ م کال کې په سمر قند کې د شيبانى خان د سردارانو لخوا ماته وخوړله نو بيا يې د کابل خواته مخه وکړه ، دکابل ننگرهار ، لغمان او کونړ سيمې يې لاندې کــړې او دى د لارى نه يې په ١٥١٩ م کال کې په باجوړ باندى حمله وکړه او دډيرو جگړو او وژلونه وروسته يې باجوړو نيوه او د با جوړ حکمران خواجه کلان ته تسليم کړه . په ٩٢٥ هـ ق کال کې سوات خواته وخوځيد او سوات يې ونيوه .
په ١٩١٥ م کال کې بابر د کابل نه د خيبر په لار په پيښور باندى ير غل وکړ او ځان يې د اباسين غاړو ته ورساوه . بابر په ١٥٢٠ م کال کې اباسيند څخه تير شو او سيالکوټ اوسيد پور ښارونه يې ونيول . د ١٥٢٠ م کال نه تر ١٥٢٦ م کاله پورى د سلطان ابراهيم لودى سره ډير جنگونه وکړه ، په اخرنى جگړه کې چې په ١٥٢٦ م کال کې په پاتى پت کې وشو بابر په سلطان ابراهيم لودى بريالى شو او د مغولى حکومت بنسټ يې په ډهلى کې کيښود .
بابر په ډهلى کې د پنځه کالو پاچاهى نه وروسته په ١٩٢٠ م کال کې د ملاريا د ناروغى له امله مړ شو او دده په ځاى د هغه زوى همايون پاچا شو . دده پاد شاهى د شير شاه سورى سره په جنگونو پيل شوه او دې جگړى تر ١٥٣٩ م کال پورى دوام وکړ ، په همدى کال کې شير شاه سورى ډهلى ونيوله او په ډهلى کې يې مغولى حکومت ته ماته ورکړه . په هند کې يې نور ډير ځايونه هم د مغولو له واکدارانو څخه ونيول او تر ٩٥٢ هـ ق _ ١٥٤٥ م کاله پورى پاچاهى وکړه . د شير شاه سورى تر مرگ وروسته دهغه زوى اسلام شاه سورى په ١٥٤٥ م کال کې په ډهلى کې پاچا شو . اسلام شاه سورى تر ١٥٥٣ م کاله پورى پاچاهى وکړه او د هغه تر مرگ وروسته د هغه کوچنى زوى فيروز خان ددولسو کالو په عمر د ډهلى پر تخت کښيناست ، په همدى کال کې فيروز خان د مبارز خان لخوا ووژل شو او د عادل شاه په لقب د ډهلى پر تخت کښيناست .
تر ١٥٥٥ م کاله پورى د شير شاه سورى د کورنى پاچاهى دوام وکړ ، د ١٥٥٥ م کال د جولاى په ٢٠ مه نيټه يې همايون د شير شاه سورى کورنى ته ماته ورکړه او ډهلى ته ننوت او په دوهم ځل د ډهلى پاچا شو ، د همايون دوهم ځل سلطنت دومره دوام ونکړ په ١٥٥٦ م کال کې مړ شو او دهغه په ځاى د هغه زوى جلال الدين اکبر پاچا شو . جلال الدين اکبر تر ١٠٤٧ هـ ق _ ١٦٣٧ م کاله پورى پاچاهى وکړه او تر هغه وروسته شهاب الدين محمد د شاه جهان په نوم پاچا شو .
د بايزيد روښان او د هغه د اولادى او پيروانو مبارزى د مغولى واکمنانو پر ضد د همدغه دوه مغولى پاچانو د پاچاهى په دوره کې و ،اوس به په دى دوره کې لومړى به د بايزيد روښان او بيا د هغه د اولادى او پيروانو لخوا د مغولو پر ضد د مبارزى په باره کې لنډ معلومات وړاندى شى .
_ د مغولى واکمنئ پر ضد د روښانى نهضت پيل : -
بايزيد روښان په ٩٣٢ هـ ق ١٥٢٥ م کال کې د پنجاب په جالندر کې زيږيدلى دى . بايزيد روښان په ٩٤٩ هـ ق کال کې د مغولو پر ضد په مبارزه لاس پورې کړ چې په دغه وخت کې د شير شاه سورى د کورنى او د بابر د زوى همايون تر منځ د ډهلى د تخت پر سر سخت جنگونه روان وو . په دى وخت کې د بايزيد روښان مبارزه پيل او تر ١٥٨٥ م کال پورى دوام وکړ ، او په وروستى جگړه چې په همدى کال کې شوى و ه وفات شو دا وخت د جلال الدين اکبر د پاچاهى نهه ويشم کال و .
د بايزيد روښان د جنگونو او مبارزو د پيل او پاى په باره کې استاد قيام الدين خادم د هغه وخت د مقترو تاريخى منابعو په بنا په خپل کتاب (( بايزيد روښان )) کې داسى معلومات وړاندى کــــــــــړى :
(( وائې چې په ٩٤٩ هـ ق کې روښان قوى شو او افکارو ئې رواج ومومند . دلته دده او دده د حريفانـــــو
په مينځ کې د مبارزى ميدان ښه تو د شو . کيدى شى چې حکومت مشتبه شوى وى . او دده د مقاصد و پته ورته لگيدلى وى . او دا هم احتمال لرى چې رښتيا وى چې دده دعو تنامه کابل ته هم ورسيده .په کابل کې هغه وخت محسن خان صوبه دار ياد نن ورځى په اصطلاح نائٍب الحکومه و . او ده بده ومنله او دى شى چې د کوم سياسى مصلحت په ملاحظه وى ، خو په دى پسې ئى راوډ نگوله ، دى يې ونيو او کابل ته بوت ، دلته څه دده خپله هوښيارۍ او څه د نورو علما و او ملگرو پر مرسته او شفاعت څه موده پس له بنده را خلاص شو ، د ننگرهار (( لاچه پور )) ته راغى . ددى ځاى ټول خلک ئې د ځان طرف دار کړل او بيرته اشنغر ته راغى خپل . ياران او مريدان ئې راغونډ کړل . او د ټوټى غره ته چې د پيښور شمال ته واقع دى لاړ . له دى ځايه ښکاره د حکومت په مخالفت ملاوتړله . خپل مخالفين به ئې تالا کول او په مال اوسر به ئې نه اړ کيده . . . پس له څه مودى څخه تيراته لاړ ، پدى ځاى کې ئې اپريدى او اورکزى هم مريدان شول . وائې په هغه وخت کې اتمان خيل هم د تيرا په شاو خوا کې پراته وو ! روښان چې تيراته راته ، اول چورى ته راغى ، په دى وخت کې مغولى افواج په دوى پسى راغلل . پدغه وخت کې دغره د خلکو سره وسله چيرته ته وه د چورى دور مې په سختۍ مشهورى دى . روښان خپلو مريدانو ته ويل : دغه دور مې پريکوى سرونه ئې تيره کوئ او د استاسو وسله ده ، نقل کا چې دغه دور مو به په جنگ کې د نيزو کار ورکاوه او مغولوته ئې پرى شکست ورکړ . له دى پس به ئې په تيرا کې د مغولو سخت مذمت او غندينه کوله ، چې دوى طالمان دى ، اوپه پښتنو باندى ظلمونه کوى ددوى د جغ نه بايد ځان خلاص کړو .
هر کله چې روښان د چورى په جنگ کې مغول مات کړل او تيرا ته ولاړ . په آخره کې دده د طرفدارانو پښتنو اتفاق په دى راغى چې تيرائى خلک ووژنى او يا ئې له تيرا څخه خارج کاندى چې ددوى په واسطه مغول تيرا ته راځى ، وايى په دغه خبره تيرائې خلک ددوى سره مخالف شول . ده وويل څو لاس تړلى رانشئ عفوه په مونکړم . دغسى يې وکړه او دوه سوه شل کسه ورته راغلل ده هغه ووژل او لږ څه چې خلاص شول ننګرهار ته وتښتيدل او پدغه سبب سره تيرا له تيرائې خلاصه شوه .
تر دى وروسته څو زره پياده او څو زره سپاره د ځانه سره واخستل اوپه مغولو ئې فوج کشى وکړه . د ننگرهار خواته يې مخه وکړه په (( بړو )) مقام کې ديره شو . په دى وخت کې محسن خان له جلال آباد ددوى په مقابل کې راووت . په (( تور راغه )) کې سخته جگړه وشوه . دلته روښان شکست وکړ ، فوج يې تار په تار شو . پخپله په عين گرمۍ کې په غرواو راغو کې پلى تر شاشو . په لياره کې جل وواهه . چې اشنغر ته ورسيد . په (( کالا پاڼى )) ځاى کې په ١٥٨٥ م کال کې ومړ او همدلته په اشنغر کې ئې ښخ کړ . ور وسته يې زامنو هډو کى راوويستل او په ضدوق کې د تبرک لپاره ځان سره گرځول . وايې چې د يوسفزو په جنگ کې هغه صندوق اباسين ته واچول شو ، احتمال لرى چې وزيرستان ته ئې وړى وى لکه چې هلته دده په نامه قبرشته ( ١ ) د بايزيد روښان د نهضت د پيل څخه ددوى په مقابل کې ددوى مخالفين موجودوو ، د روښانيانو مخالفين هم ددين او مذهب په ډگر کې او هم د جنگ او جگړى او تورى په ډگر کې ددوى سره جنگيدل او ددوى تر شا د هغه وخت د سيمى ځواکمنه واکمنى يعنى د هندوستان مغولى حکومت ولاړ وو ، چې د هغوى د مادى او معنوى مرستو څخه برخمند وو . د روښانيانو د سر سختو مخالفينو څخه يو هم سيد على تـــر
( ١ ) _ بايزيد روښان _ قيام الدين خادم پښتو ټولنه _ ( ٢١ _ ٢٤ مخونه ) .
مذى مشهور په (( پير بابا )) او بل د هغه مريد اوشاگرد آخوند درويزه و ، چې دوى ډير کلونه په فرهنگى ، مذهبى او تبليغاتى ډگرونو کې د روښانيانو پر ضد و جنگيدل ، ددوى مخالفتونه نه يوازى د بايزيد روښان دژوند په مهال کې وو ، بلکه د هغه د مرگ نه وروسته هم د روښانيانو دمبارزو تر پاى پورى د روښانيانو پر ضد جارى وو . په دى برخه کې ضرورى گڼم چې د سيدعلى تر مذى او آخوند درويزه په اړه چې دوى څوک وو او د چا سره نژدى اړيکى درلودلى او د چاله خوا ورسره مرسته کيدله لنډ معلومات وړاندى کړم .
١ _ سيد على تر مذى مشهور په (( پير بابا )) : -
لکه چې مخکې وويل شو چې د روښانيانو د تحريک لوى مخالف سيد على تر مذى د ازبکستان دتر مذ او سيدونکى دى او د پلار نوم يې قښر على دې چې د تيمور د نژدى خپلوانو څخه دى ، سيد قنبر على د بابر د مشهورو او نژدى اميرانو څخه شميرل کيږى چې د ډهلى د نيولو په وخت کې ورسره وو . د سيد على تر مذى او د هغه د پلار قنبر على په اړه ظفر کاکا خيل داسى ليکلى :
(( په کومو ورځو کې چې بابر په اخرى ځل په هند حمله کولو نو د هغه په فوځونو کې سيد قنبر على هم شامل وو ، او سيد على (( پير بابا )) هم د خپل پلار سره وو ، چې د هندوستان سلطنت د بابر لاس ته راغى نو ددى نه پس سيد على د خپل پلار په اجازت دروحانى فيض حاصلولو په غرض د پلار نه رخصت شو ، (( هانگ پور )) ته لاړ او هلته کې د (( شيخ سيلونه )) سره د روحانى فيض او حصول علم په غرض ديره شو . څه موده پس ددى ځاى نه اجمير ته لاړ او د حضرت (( سالار رومى )) نه ئې لاس نيوه وکړه او هلته ديره شو . په دى ورځو کې د پيښور د علاقى يو دوه ملکان ملک گداى او حاجى سيف الله چې د بابر په فوځ کې هندوستان ته تللى وو . د سالار رومى نه د حصول علم په غرض په اجمير کې ديره وو . دغه شان دوى هم د پير بابا دوستان او پيروان شول .
پير بابا څه موده په اجمير کې تيره کړه او بيا د خپل پير په اجازت د کشمير په لور روان شو ، چې پنجاب ته ورسيده نو خلق پرى رامات شول . او د پيرى غږ يې خور شول ډير خلق ئې مريدان شول . پير بابا دلته څه موده تير کړه ، ولى بيا د خپل پير و ملاقات په غرض اجمير ته روان شو . په دغو ورځو کې همايون د شير شاه د لاسه درپه ديکه شوى وو ، او دکابل په لور روان وو ، په لار کې اتفاقاً د پلار او زوى ملاقات وشو . دواړه په دى اتفاقى ملاقات ډير خوشحال شول . پير بابا د اجمير په لور روان شو اوپه لار يې د همايون سره لاړ . پير بابا چې اجمير ته ورسيده نو حضرت سالار رومى ( رح ) وفات شوى وو او د هغه په ځاى د هغه زوى جانشين وو . څه موده سيدعلى صاحب دلته تيره کړه او د خپل پير زاده په هدايت د کوهستان دا ستوگنى په غرض د اجمير نه بيا روان شو او دا ځل پيښور ته راغى . د دواوى هغه ملکان حاجى سيف الله اوملک گداى ، چې دده سره په اجمير کې بلد شوى وو ، دده د راتلونه خبر شول نو پيښور ته راغلل ، او دى ئې خپلى علاقى ته بوتلو . سيد على تر مذى دلته يو کال تير کړو اوبيائې وطن ته دتلو اراده وکړ ه، ولى د خپلو دوستانو په خواست بيا پاتى شو بيا بنيرته لاړ ، او په پاچا نومى کلى کې استوگى اختيار کړه او هم په دغه کلې کې په کال ٩٩١ هـ ش کې وفات شو ( ٢ ) .
( ٢ ) _ پښتانه د تاريخ په رڼا کې _ سيد بهادر شاه ظفر کاکا خيل – پيښور ( ٦٧ _ ٦٩ مخونه ) .
دپورتنيو معلوماتو څخه په واضح ډول څرگنديزى چې د سيد على ، تر مذى )) (( پير بابا )) څومره نژدى اړيکى د بابر د کورنى سره دلودلې . ددومره نژديکى اړيکو په درلودلو سره هغه مجبور وو چې د روښانيانو دله مينځه وړلو لپاره دهرى وسيلى نه کار واخلى او په پراخ ډول د هغوى پر ضد هم تبليغات وکړى او هم جنگونه ، چې داسى يې هم وکړه او د روښانيانو نهضت يې د ماتى سره مخامخ کړ .
٢_ آخوند درويزه : - د سيد على تر مذى ((پير بابا )) د مرگ نه رووسته د هغه مشهور او نوميالى شاگرد او مدريرد چې اخوند درويزه نوميده د روښانيانو د نهضت په مخالفت را پورته شو . او ددوى مخالفتونه او تضادونه دومره اوج ته ورسيدل چې آخوند درويزه پير روښان ته (( پير تاريک )) ويل او همدارنگه يې ورته د ملحد ، بى دين او ملعون خطاب کاوه . مگر د تاريخى اسنادو له مخه څرگنديږى چې پير روښان د هغه زمانى د يو ځبر ځواک يعنى د مغولى واکمنى پر ضد مبارزه کوله . مغولى واکمنى د خپل قدرت د ټينگولو لپاره هم پرپښتنو او مسلمانانو ظلمونه کول او هم د نورو د ينونو پر پيروانو او نورو قومونو په مقابل کې يې سخت در يځ درلود ، او دا خبره څرگنده ده چې آخوند درويزه او د هغه پيروان ټول د مغولو د واکمنئ طرفداران وو او ددغه مخالفتونو اساسى وجه سياسى مخالفتونه دي چې په دى برخه کې ظفر کاکا خيل د معتبرو منابعو په استناد داسى څرگندونى کوى :
د پښتنو په تاريخ کې بايزيد انصارى په متضا دو ضغتونو متعارف شوى دى . د ځنى شديد قسم مذهبى عالمانو ، چې سر کرده ئې آخوند درويزه دى . بايزيد روښان د هغه له خوا د يو ملحد ، بى دين ، بد عقيدى او د يو داسى چالاک پير په حيث ياد شوى دى ، چې د خپل زور بيان ، قوت استدلال او دانشمندى په برکت ئې په پښتنو عوامو کې ډير اثر رسوخ حاصل کړى وو ، او د خپلى پيرى نقش ئې په خلقو کښينو وو ، دغه ډله ورله د ډير تعصب له کبله (( پير تاريک )) وائې . ولى د شلمى پيړى اکثر محققين او ليکوال ئې په حقيقت کې يو لوى رهنما ، مذهبى مبلغ ، پوه ، سياست دادن او د خپلى زمانى يو ښه اديب گڼلى ، او د پښتنو اکثر ليکوال ئې د يو مذهبى رهنمانه علاوه يو لوى سياسى قائد ، ستر اديب ، د مغلو د استبداد او استعمار لوى مخالف او د پښتنو د آزادى لوى مرستيال او بانى گڼلى . او د يو داسى نوميالى او جنگيالى جرنيل په ډول يې يادوى چې که يو طرف ته هغه د پښتون قام د آزادى او ننگ و ناموس د تحفظ په لړ کې توره په لاس د مغولو مقابله کوله نو په بل لور ئې د پښتنو په ادبى او سياسى تاريخ کې هم پايدار نقشونه پريښودل . دغه وجه ده چې نن ورځ بايزيد انصارى د يو مذهبى فرقى د رهنمانه علاوه د يو سياسى ډلى د قائد په ډول زيات مشهور دى .
تر کومه چې د بايزيد انصارى د الحاد او بد عقيدگى تعلق دى . تر ډيرى مودى ددى په حقله ټول شهادتونه د آخوند درويزه په اقوالو او ليکنو مبنى وو، او ټول يکطرفه وو . په دى بنا د بايزيد د عقايد و په حقله په غير جا بندارانه طريقه اظهار خيال کوله يو ډير گران کار وو. ولى د ښه مرغه اوس د بايزيد خپل تصنيفات لکه خير البيان او صراط التوحيد و غيره موندل شوى دى . د طراط التوحيد د مطالعى نه دبايزيد حالات او تر ډيره حده د هغه مذهبى خيالات اوعقايد څرگنديږى . ددى کتاب د مطالعى په رڼا کې دا ويل زياتى نه دې چې کوم الزامات چې د آخوند درويزه لخوا هغه ته منسوت شوى دى هغه بيخى غلط او د مسلک د اختلاف نتيجه ده . بر عکس ددى د صراط التوحيد د مطالعى
په رڼا کې به دا ويل بى ځايه نه وى چې بايزيد يو متشرع صوفى وو ، او د هغه دا مقصد وو، چې د شريعت د پيروى اوپابندى په رڼا کې خپل پيرو کار د روحانيت اعلى مدار جوته ورسوى . ددى مقصد دحصول په لړ کې هغه اول د تحرير او تقرير او پندو نصيحت نه کار واخستلو . ولى چې په دى سره په خپل مقصد کې کامياب نه شو ، نو د تورى چلولونه ئې هم ځان ونه ژعورلو .
دا خبره هم د فکر وړ ده ، چې آخوند درويزه چې په بايزيد کوم الزامات لگولى دى ، هغه دومر شديد ، خوفناک بلکه مشر مناک دى ، چې دداسى صفاتو يو سړى په مسلمانانو کې بالخصوص په پښتنو کې دومره اثر ورسوخ نه شى حاصلولى څومره چې بايزيد انصارى په پښتو کې حاصل کړى وو . په دى بنا دا الزامات قطعى د مسلک داختلاف نتيجه ده او صداقت ته نژدى نه معلوميږى ( ٣ ) .
بايزيد روښان په ٩٨٨ هـ ق _ ١٥٨٥ م کال کې د ٥٦ کالو په عمر وفات شو ، د هغه د مرگ نه وروسته دده اولاده او پيروان تر ډيرى اوږدى مودى پورى د مغولى واکمنى پر ضد وجنگيدل . په دى جنگونو او مبارزو کې دده پينځه زامن يعنى شيخ عمر ، نور الدين ، کمال الدين او جلال الدين او دده لمسى احداد او د احدادښځه الائې زياتر برخه درلودله . په دى ځاى کې د بايزيد روښان دا ولادى او د هغه پيروانو د مبارزى په اړه کې به لنډ معلومات وړاندى شى
د شيخ عمر لومړۍ جگړه : - د بايزيد روښان د مرگ نه وروسته د هغه مشر زوى شيخ عمر د پښتنو په مينځ کې د مشر او رهبر په حيث وپيژندل شو او ټولو پښتنو د هغه در ناوى کاوه او اوامر يې مانه نو دى د پښتنو د همدى ملاتړ له امله د مغولو پر ضد په جگړو پيل کړ چې د هغه لومړنى جگړه په (( سو کاوى )) نومى ځاى کې د ملک حمزه خان اکوزى سره وشوه . په دى جگړه کې شيخ عمر او د هغه ملګرو برى وموند . ددى جنگ او د شيخ عمر د موقف په باره کې استاد قيام الدين داسى معلومات وړاندى کوى : (( پس د روښآن له مرگه شيخ عمر دده په مصلى کښيناست ، شيخ عمر د خپل پلار هډو کي له قبره راويستل په صندوق کې به يې د تبرک دپاره د ځانه سره گرځول . شيخ عمر به خپل ځان د پښتنو پاچا گاڼه . په خپله دغه دعوه کې تر يو حده کامياب شوى هم و . ځکه چې يوسفزو دده ځينى او امر قبول کړى هم وو . داسى چې ځينى خلک عشر او خراج ورکاوه . مگر ملک حمزه خان اکوزى ئې مخالف شو . شيخ عمر دى تالا کړاو په دى سره ددوى تر مينځ جنگ جوړ شو ، او جنگ په (( سور کاوى )) کې وشو او روښانيان غالب شو ( ٤ ) .
د شيخ عمر دوهمه جگړه : - د شيخ عمر دوهمه جگړه هم د حمزه خان اکوزى سره وشوه ، په دى جگړه کې حمزه خان اکوزى په روښانيانو برى ومومند او د بايزيد روښان درى زامن يعنى خير الدين ، نور الدين او شيخ عمر په دوهمه جگړه کې مړه شول . ددى جگړى لنډ بيان د استاد قيام الدين خادم له خوا به ولولو : (( . . . دوهم جنگ په (( مينۍ )) کې وشو ، دلته حمزه خان برى وکړ . د مينۍ په جنگ کې شيخ عمر او خير الدين د دلازاکوله لاسه مړه شول . نور الدين وتښتيد او مهمند زو وواژه ، جلال الدين زخمى شو او سيند ته يې ځان وغور زاوه ، ليکن له سينده يې نجات وموند او په مندړو کې د امازو د قبيلى لاس ته ورغى ، په دى وخت کې دى هلک ونو ځکه دوى ونه واژه . په دى
( ٣ ) _ پورتنى اثر _ ( ٦٧٦ _ ٦٧٧ مخونه ) .
( ٤ ) _ استاد قيان الدين خادم _ بايزيد روښان _ پښتو ټولنه _ ( ٢٧ مخ ) .
شکست کې د روښانيانو ډير لښکرو ومړ ، ښځى او کوچنيان ئې بنديان شول . په دى جنگ کې د روښان هډو کى اباسيند ته واچول شول چې د (( مينۍ )) په خوا بهيږى ( ٥ ) .
مخکې وويل شو چې د مينى په جگړه کې جلال الدين زخمى شوى و ، څرنگه چې دى په هغه وخت ماشوم ونو د وژلو څخه معاف شو ، مگر د جلال الدين اکبر لخوا په زندان کې بندى شو ، کله چې ځوان شو له بنده څخه وتښتيد او د مغولى واکمنى پر ضد يې په مبارزه لاس پورى کړ . د جلال الدين د تښتيدو او د هغه د جنگونوپه اړه استاد خادم داسى څرگندونى کړى دى : (( پس له څه مودى څخه يود روښان له خليفه گانو څخه لاړ ، او د اکبر پاچا څخه ئې د بنديان د خلاصون خواهش وکړ . باچا ومانه او بنديانې ايله کړل . مګر جلال الدين يې خپل حضور ته وغوښت او په خپل حضور يې ساته او په آخره کې جلال الدين د اکبر پاچاله در باره وتښتيد ، تيرا ته راغى او د خپل پلار له مريدانو سره يو ځاى شو او د خپل پلار او ورور منصب يې ټينگ کړ ، د اکبر د سختو دښمنانو څخه شو ( ٦ ) .
د بايزيد روښان د زوى جلال الدين جگړى د جلال الدين اکبر د قواو سره
کله چې جلال الدين د جلال الدين اکبر د زندان څخه خلاص شو نو تيرا ته راغى او دمغولو پر ضد يې د جنگ تيارى ونيو د مغلو حکومت هم د جلا ل الدين پر ضد د جنگ تيارى ونيواو خپل نامتو او جنگيالى جنرالان ئې توظيف کړل چې د جلال الدين اونورو روښانيانو پر ضد و جنگيږى . په دى جگړه کې د مغولو ډير نامتو او جنگيالى سرداران د روښانيانو لخوا ووژل شول . د جلال الدين جنگونه د ٩٩٤ هـ ق کال نه پيل شو او تر ١٠٠٩ هـ ق کاله پورى دوام وکړ چې ددى جنگونو او مبارزو په برخه کې علامه پوهاند عبدالحى حبيبى د ډيرو معتبرو منابعو په حواله په خپل کتاب (( د افغانستان لنډ تاريخ )) کې داسى يادونه کړى ده :
(( جلال الدين چې د هند لوى امپراتور و د روښانى جلال الدين ورکاوى ته يې کلکه ملا وتړله . پر ٩٩٤ هـ ق کال يې کنورمان سنگ او خواجه شمس الدين خافى له يوه ويروونکى پوځى ځواک سره دجلا ل الدين د مخنيوى لپاره وگمارل ، څنگه چې د پيښور شاو خوا د يوسفزو ، غور يه خيلو او مومندو ټبرونه ټولى ورسره وې ، نو د خيبر په غرو کې خورا سختې جگړې و شوې ، د اکبر لښکرو دجلال الدين په وړاندى څه ونه شو کړى ، نو ځکه اکبر يو بل لوى پوځ له زين خان کوکه سره د خپل مخکينى لښکر د ملاتړ لپاره را واستاوه او جگړه لا تود شوه . دا جگړه تر دا بل کاله جارى وه ، څو چې د اکبر دويم لښکر هم دافغانانو پر وړاندې څه ونه شو کړاى ، نو اکبر هغه وترټل اوپر ٩٩٥ هـ ق کال يې بل نوى لښکر راواستاوه ، چې د بنگښ له لارې يې د جلال الدين پر ځواکونو ير غل وکړ ، مان سنگه د بګرام له خوا را ووت ، خو جلال الدين له خپلو زرو سپرو او پينځه زرو پليو سره پر هغه بريد وکړ په دى جگړه کې دده يو نيم زرتنه ووژل شول او اکبرى تيرى کوونکيو ته هم درانه تلفات ورسيدل .
تر دى جگړى وروسته جلال الدين وکړاى شول چې خپل نفوذ له تيراڅخه د پيښور شمال خواته
( ٥ ) _ پورتنى اثر _ ( ٢٨ ) مخ .
( ٦ ) _ پورتنى اثر _ ( ٢٨ ) مخ .
په اشنغر کې خپور او زړور يوسفزيان هم د ځان ملگرى کړى ، هغه وو چې پر ٩٩٦ هـ ق کال يې د همدغو ټبرونو په ملاتړ دسوات او باجوړ په سيمو کې د آزادى غوښتنى غږ پورته کړ، د اکبر له لښکرو سره ونښت او بيرته تيرا ته راغى ، د اکبر دربار چې ددغه سر سخته رقيب د مقاومت له لاسه په تنگ شوى و يو د روند لښکر يې د صادق خان په مشر تابه د تيرا خواته وگماره چې د جلال الدين د لښکر پرزړه حمله وکړى صادق د اپريدو او او رکزيو پر ټبرونو بريالى شو ، او د جلال الدين د لښکرو يو مشر ملا ابراهيم يې ونيو خو پخپله جلال الدين د وزيرستان د کاڼى گورم له لارى پر شاشو .
د اکبر دربار ته چې ددى تباهى خبر ورغى ، نو راجا تو درمل يې د قاسم خان کابلى په مرسته د لار څار نى لپاره واستاوه او دغو دواړو په ډير چل ول زين خان کابل ته ورسولاى شو .
تر هغه وروسته د ډهلى قواو تر څو کالو پورى د قاسم خان کابلى په مرسته د کابل او پيښور لاره ساتله ، پر ١٠٠٤ هـ ق کال کې بيا جلال الدين پر اکبرى لښکر ير غل وکړ ، اکبر باچا قليچ خان دده د مخنيوى لپاره راوليږه ، دا سړى هم تر څو جگړو وروسته د کابل خواته پر شاشو ، جلال الدين د پښتو نخوا پر ټولو غرو له خيبره تر تيرا پورى او د کابل پر سويلى سيمو تر غزنى پورى بريالى شو . پر ١٠٠٧ هـ ق کال کې يې د غزنى ښار هم د تورى په زور د پرديوله منگولو څخه ونيو او تر دوو کالو يې پر هغو سيمو حکومت کاوه . پر ١٠٠٩ هـ ق کال کې د اکبر لښکر د غزنى په شاو خوا کې اوو ورځى له ده سره جگړه وکړه او هم يې د هغه ډير خلک دده پر وړاندې وپارول . د جگړى په يوه ډگر کې شادمان نومى دى ټپى کړ ، تر هغه وروسته جلال الدين رباط غره ته لاړ ، شريف خان اتکه چې د ډهلى د دربار حکمران و ، مراد بيک نومى په ده پسى وگماره نو موړى هغه نوميالى اتل ټپى چې څو کاله يې د آزادى لپاره د پرديو پروړاندې جگړه کړى وه شهيد کړ ، دده له شوره ډک سر يې دربار ته واستاوه ، حال دا چې واستاوه ، حال دا چې دده ورور کمال الدين لاله مخه په اکبرى زندان کې مړشوى و ( ٧ ) .
( ٧ ) _ علامه پوهاند عبدالحى حبيبى _ د افغانستان لنډ تاريخ . پيښور _ ١٣٨٢ هـ ش _ ( ٢٥٠ _ ٢٥١ مخونه )
د مغولو پر ضد د احداد ، الائى او عبدالقادر جگړى
د جلال الدين دوفات څخه وروسته د مغولى واکمنى دربار فکر کاوه چې د روښانيانو نهضت ختم شو و مگر دا مبارزه نوره هم توده شوه ، او د روښانيانو د غورځنگ بيرق احداد د شيخ عمر زوى او د پير روښان لمسى په اوږو واخستل . د روښانيانو کورنى او د روښانيانو مريدان او نور پښتانه ور پسى و دريدل او د مغولو سره يې سخت جنگونه وکړل . د احداد جنگونه د مغولو سره د نور الدين محمد جهانگير مغول د پاچاهى په لسم کال کې تود شوى او خپل اوج ته رسيدلى و . په دى برخه کې نور الدين جهانگير په خپل کتاب (( تزک جهانگيرى )) کې داسى وايى : (( احداد افغان که از دير باز در کوهستان کابل در مقام سر کشى وفتنه انگيز يست و بسيارى از افغانان آن سرحد برو جمع شده اند ، و از زمان والد بزگوارم تا حال که سال دهم جلوس من است افواج هميشه بر سر او تعين بوده اند رفته رفته شکست ها خورد و پريشانى ها کشيد )) ( ٨ ) . ژباړه : - (( افغان احداد چې د ډيرو کلونو راهيسى د کابل په کوهستان کې د فساد او سر کشى په مقام دى او د سرحد ډير افغانان په هغه باندى را ټول شوي دي ، او زما د مهربان پلار د زمانى نه تر اوسه پورى چې زما د پاچاهى لسم کال دى د هغه پر سر په دايمى ډول فوجونه مقرر شوى . د زمانى په تيريدو سره ماتى وخوړل او پريشان شول .
په ١٠٢٠ هـ ق د جهانگير د پاچاهى په شپږم کال کې کله چې مهابت خان د پيښور حاکم و . ده د جهانگير په اشاره د روښانيانو پر ضد يوه غدارى وکړه . هغه دا حداد نژدى دره سوه مريدان يې د جرگى په نوم وغوښتل او په اخر کې ټول يې ووژل ، ددى غدارى په اړه استاد خادم په خپله مقاله کې داسى ليکلى دى : (( د هجرت په زرو تشلم کال کې احداد د شيخ عمر زوى او د مياروښان لمسى بروز وکړ . په دغه وخت کې د پيښور صوبه دار مهابت خان و . مهابت خان د احداد له مريدانو څخه درى سوه دولت زى په تمه اميد ، وعده او لوظ ځان ته را وبلل . په دغه وخت کې ددولت زيو ملک _ اصغر نامى و ، چې د ملک تور تر ه و ، ددى ډلى مشر ملک تورو . د ملک اصغر دوه زامن شمسى او رسول هم ورسره وو . مهابت خان ته چې ددولت زيو دا جرگه راغله ، ده دا خوښه کړه چې دا سړى ټول ووژنى ، او په احدادپسى لښکر وکړى . د مهابت خان په دى اراده ملک تور پوه شو و ځان يې په چل ول له پيښوره وايست . نور پښتانه يې هم د مهابت خان له ارادى خبر کړل خو هغوى باور ونکړ . په اخر کې مهابت خان له پښتنو په چل وسلى واخستى او ټول يو يو ووژل ( ٩ ) .
د مهابت خان د غدارى نه وروسته د مغولو او روښانيانو تر منځ په سنگ پاژه کې سخت جنگ وشو . په دى جنگ کې مغولو ماتى وخوړل او ډير عسکر يې مړه شول . ددى جگړى په باره کې استاد خادم ليکلى : (( چې درى سوه دولتزى د مهابت خان لخوا په غدر ووژل شول ، بيا نو د غيرت خان په مشرى دوه ويشت اميران د تيرا مهم ته د کوهاټ په لاره وټاکل شو . د اسماعيل زيو په سيمه کې يې د سنگ پاژه تر غاښى لاندى واړول . دولت زيو د ملک تور په مشر د روښانى احداد حکم لاندى د غاښى سر ورته ونيو . په سبا گورگانيان پياده شول . جنگ ته ورغلل . غيرت خان ددوى د پوځ مشر د ملـــــک
( ٨ ) _ تزک جهانگيرى _ نور الدين محمد جهانگير .
( ٩ ) _ د روښان ياد _ د بايزيد روښان د سيمينار د مقالو مجموعه د استاد قيام الدين خادم مقاله _ (( د روښانيانو مبارزه )) ( ٢٨ مخ ) .
ملک تور مور چې ته ورسيد . راجپوت د روښانيانو مور چى ته ورغى جنگ ونښت . په دولتزيو کې پنجو نامى فيروز خان خيل د غيرت خان سره غيږ په غيږ شو . دواړه يو تر بله پريو تل پنجو چيغى کړى چې (( ماهم ورسره ووژنئ خو دښمن درنه خلاص نشى ! ! ! )) . نو يې دواړه يو تر بله ووژل . چې غيرت خان په تورو شو . گورکانيانو ماتى وکړه بيحسابه مړه شول ، د نور لوټ نه پرته د پښتنو لاس ته پنځۀ زره آسونه راغلل . په دى رسوائى مهابت خان سخت غمجن شو . او پښتنو ورته دغدر بدل واخست ( ١٠ ) .
په دغو جنگونو او مبارزو کې د گورگانى دولت هم په تبليغاتى ډگر کې د روښانيانو پر ضد فعاليتونه کول او هم د جنگ او جگړى په ډگر کې . ددى نه پرته دوى د پښتنو د خپل منځى اختلافاتو څڅه هم گټه پورته کوله او پښتانه يې په خپل مينځ کې يو قوم د بل قوم پر ضد تحريکول چې د روښانيانو په مينځ کې دا اختلافات احساس کيدل . ددى بى اتفاقيو يوه نمونه استاد خادم داسى بيا نوى : (( چې د ملک اصغر زامن شمسى او رسول ووژل شو ، نو ده خپله ملکى ملا تور عبدالعزيز خيل ته وسپارله ، ځکه چې بل اولاد يې نه لاره له دى وروسته ملک تور له احداده له څه وجوهات خوابدى شو . ددوى په مينځ کې مخالفت پيدا شو . د مخالفانو سره يې ملگرى شو او د هغوى لښکر يې تيرا ته بوت ، دى وړاندى شو ، احداد يې له تيرا څخه وايست .احداد د لواغر په چيوتره نومى ځاى کې چې د خټکو سيمه ده ديره شو . له دغه ځايه به يې تل په مخالفانو له هرى خوا داړى او ير غلونه کول لښکرور سره ډيرو او د هر قام سړى دده د حکم لاندى وو )) ( ١١ ) .
په ١٠٢٤ هـ ق ١٠٢٨ هـ ق او همدارنگه په ١٠٣٥ هـ ق کلونو کې احداد په مختلفو برخو کې د مغولو سره جنگيده . ددى مودى په ټولو کې مهمې جگړې په څرخ کې د مهابت خان د زوى امان الله سره شوى او بله جگړه چې اخره جگړه وه په لواغر کې د مغولو سره شوى ده چې په همدى جنگ کې احداد د مغولو لخوا په شهادت ورسيد . ددى دواړو جگړو په اړه کې پوهاند حبيبى داسى ليکلى : (( څلور کاله وروسته احداد د کابل سويلى خواته په څرخ کې بيا نوى لښکر را ټول کړ او جهانگير پر ١٠٢٤ هـ ق کال يو د روند او لوى لښکر دده د مخنيوى لپاره و گماره د څرخ ډاگونه دواړه خوا وو په وينو سره شول ، تر سختى جگړى وروسته د جهانگير لښکرو برى وموند ، د احداد ملگرى د درو زريو تنو په شاو خوا کې ووژل شول ، خو پخپله احداد د کندهار خواته لاړ او د لښـکر مرکز يې د دښمن د لښکريانو لاس ته ورغى . پر ١٠٢٨ هـ ق کال احداد د جهانگيرى لښکر په مقابل کې بيا لښکر راغونډ کړ د ډهلى د نامتو دربارى مهابت خان زوى امان الله خان ورسره و جنگيد په دى جگړه کې هم د احداد لښکر ته سخت تاوان ورسيد او غروته وخوت .
د ډهلى د لښکرو سره د احداد وروستنى جگړه پر ١٠٣٥ هـ ق کال په تيرا کې وشوه . د جهانگير لښکر د افغانانو له ملى قواو و سره ونښت په کابل کې د جهانگير حکمران د خواجه ابوالحسن زوى ظفر خان خورا لوى لښکر را ويوست او په تيرا کې يې پر نواغر (( لواغر )) چې د احداد د ملى رياست مرکز و ، ير غل وکړ ! احداد يې هلته کلا بند کړ ، يو شپه چې تيرى کوونکى پر کلا وروختل احداد د ژوند ترپايه په ميړانه ورسره و جنگيد او په ميړانه يې خپل سر د ملى خپلواکى ساتنې په لار کـــــــــــــــــې
( ١٠ ) _ پورتنى اثر _ ٢٩ مخ .
( ١١ ) _ پورتنى اثر _ ٣١ مخ .
کښيوو ، شهيد شو د ډهلى لښکرو دده سر پرې کړ او د احمد بيگ د زوى افتخار خان په لاس يې د جهانگير دربار ته سوغات واستاوه ، هغه ورځ چې د شهنشاه دربارته ددغه افغان ملى مجاهد سر ورسيد نو جهانگير خداى ته پر سجده شو ، شکر يې وييوست او د خوښى ساز او سرود د ږغولو امر يې وکړ ( ١٢ ) .
کله چې په ١٠٣٥ هـ ق _ ١٦١٦ م کال کې احداد د لواغر په جنگ کې په شهادت ورسيد . ددى نه ورورسته د روښانيانو د غورځنگ رهبرى د هغه زوى عبدالقادر او د هغه ښځه بى بى الائى په غاړه واخستله ، د دوو کلو جگړو او مبارزو نه وروسته عبدالقادر په خپل مرگ وفات شو او بى بى الايى او نور روښانيان شاه جهان ته وسپارل شو او شاه جهان دوى ته ځمکى او جاگيرونه ورکړل . د بى بى الائى او عبدالقادر د جگړواو مبارزو په اړه عبدالاکبر خان اکبر په خپل کتاب (( روښانيان د مغلو تاريکيان )) کې داسى يادونه کوى : (( د شاه جهان د پاچاهى يو کال شوى وو . مظفر خان د پيښور نه کابل ته دخيبر په لاره روان وو . دده اراده د درى او رکزى او افريدى رعيت کول وو . د عبدالقادر خان روښانى عور بى بى الائې ټول افريدى ، ورکزى او خپل مريدان را جمع کړل . د مظفر خان په فوځ ئې حمله وکړه . سيوا ديو زنانه نه نور ټول فوځ ئې قتل کړ . هغه زنانه هم د نائب الحکومه سيد خان په برکت را خلاصه شوه . ټوله خزانه ولوټلى شوه . دى د عبدالقادر خان او بى بى الايې حوصله نوره هم زياته کړه . په قبايلو او ټول سرحد کې د مغلو د حکومت بر خلاف تحريک زيات شو .
دعبدالقادر خان د مشرى لاندى سيوا د خليلو ، مهمندو او د خوشحال خان د پلار شهباز خان نه نور ټول پښتانه خيلونه ، بنوسى ، افريدى ، اورکزى ، يوسف زى ، محمد زى ، ځاځى ، مسعود تورى وزير دوړ ټول په عالم گدر باړه را جمع شو ، په پيښور يې حمله وکړه ، او په پيښور قبضه وکړه ، د مغولو فوځ محصور شو ، او ډير قتل شو ، د کوهاټ نائب الحکومه د پيښور د فوځ امداد له راورسيد . اول عبدالقادر او د هغه ملگرى د هغه مقابله وکړه . ولى هر خيل دا غوښته چې د کاميابى فتحې نوم دى زما وشي . عبدالقادر په بعضى خيلونو بد گمانه شو ، چې هسى نه د مغولو سره ساز باز ونکړى د شپى شپى سره د خپلو مريدانو غره ته روان شو . په دى وجه گړبر پيدا شو . اکثر خلق په ښار يې دويرى بى ترهى گرزيدل ، چې سيد خان بنگښ پرى حمله وکړه ، او ډير خلق يې په بازارونو ، کوڅو کې قتل کړه . په دى کې ډير گلگاني يوسفزى قتل شوي وو . ددى نه پس مغولى حکومت مضبوط شو . عبدالقادر په خپل مرگ مړ شو . بى بى الايې د هغى ورور عبدالر شيد خان او نور ډير روښانى خلق سيد خان نائب الحکومت شاه جهان ته پيش کړه . هغه دوى په ډير عزت دکن ته وليږل . ډير جاگيرونه ئې ورله ورکړل ( ١٣ ) .
د عبدالقادر د مرگ نه وروسته د روښانيانو نهضت د يوسف اپريدى اوهزار سيرور کزى لخوا رهبرى کيده . مگر ددوى مبارزى هم ډير زرپاى ته ورسيدلې . د روښانيانو د مبارزى د پاى ته رسيدو په برخه کې په تاريخ مرصع کې داسى راغلى دى : (( . . . مغول بيا لښکر کشى په تيرا په احدايانو پسى وکړه ، يوسف افريدى ،هزار سير ورکزى چې دا دواړه د احديانو سرداران وو جنگونه جدلونه ډيرو شول . دا يوسف افريدى هسى بهادر ځوان وه چې د احداديانو په لښکر کې په ميړانه دده ثانــــــــى
( ١٢ ) _ پوهاند عبدالحى حبيبى _ د افغانستان لنډ تاريخ ( ١٥٢ مخ ) .
( ١٣ ) _ روښانيان د مغولو تاريکيان _ عبدالاکبر خان اکبر پيښور _ (٥٥ مخ ) .
ځوک نه وه . په قول په قرار راوستل . هزارى هزارى منصب ئې دواړو ته ورکړ . پادشاه په حضور و بلل . وطن يې پانى پت څخه ورکړ ، اولس سن هجرى زرسل درويشت دى هغه وطن ددوى د اولادى په تصرف دى ( ١٤ ) .
د مغولى واکمنى پر ضد نورو غورځنگونو تر څنگ د روښانيانو ملى غورځنگ نژدى يو سلو شپيته کاله دوام وکړ ، اگر چه په دى ملى غورځنگ کې روښانيانو برى ونه موند او ډير مالى ځانى تلفات ئې وليدل مگر دا يې په اثبات ورساوه چې دوى يعنى مغولى حکومت متجاوزين دى او د پردو ملکونه يې په زورلاندى کړي دي . خلکو ته دارو حيه پيدا کړه چې ددوى په مقابل کې بايددا مبارزه دوام داره وساتى نو له همدى کبله د روښانيانو د غورځنگ د پاى ته رسيدو سره د مغولو پر ضد نور حرکتونه او جنبشونه پيدا شول چې په آخر کې دغه جنبشونه د مغولو واکمنى په دغه سيمه کې پاى ته ورسوله . دغه مقاله (( د مغولى دولت پر ضد د بايزيد روښان د اولادى او د هغه د پيروانو د مبارزى دوام )) تر عنوان لاندى ليکل شوى ده . ددى موضوع تر عنوان لاندى کيدى شى چې محققين کتابونه وليکى او ددى موضوع تفصيلى څيړنه ديوې مقالى له چوکاټۀ وتلى خبره ده خو ما ډيره هڅه وکړه چې ددى دورې تولى مبارزى بيان کړم . ډير مهم حوادث او جنگونه مى ذکر کړى دى . ما د خپلې ليکنى او مطالعاتو څخه په دى برخه کې دا نتيجه واخستله چې په دى برخه کې نورې ډيرې څيړنى په کار دى.
منابع او ماء خذونه
١ _ قيام الدين خادم _ بايزيد روښان _ پښتو ټولنه .
٢ _ سيد بهادر شاه ظفر کاکا خيل پښتانه د تاريخ په رڼا کې _ پيښور .
٣ _ پوهاند عبدالحى حبيبى _ د افغانستان لنډ تاريخ _ کابل .
٤ _ نور الدين محمد جهانگير _ تزک جهانگيرى .
٥ _ قيام الدين خادم _ (( د روښانيانو مبارزو )) د روښان ياد _ د مقالو مجموعه
٦ _عبدالا کبر خان اکبر _ روښانيان ياد مغلو تار يکيان _ پيښور .
٧ _ افضل خان خټک _ تاريخ موصع _ پيښور .
( ١٤ ) _ تاريخ مرصع _ افضل خان خټک _ پيښور ( ٢٥٤ مخ ) .