څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار
د مولانا قيام الدين خادم
لنډ ژوند ليک
مولانا قيام الدين خادم د ملا حسام الدين زوى د ملا علي گل آخوند زاده لمسى په ١٣٢٥ هـ ق – ١٩٠٧م – ١٢٨٦ هـ ل کال د ننگرهار ولايت د کامي په ولسوالۍ کې زيږيدلي دى .
لومړنۍ زده کړه يي له خپل پلار نه کړې ده او قرآن شريف او د فارسي ادبياتو کتابونه يې ورسره ويلي دي . بيا د کوز کونړ ، بوډيالۍ ، کامه ، د لغمان لړ موړې ، د چپرهار کنډي باغ ، آگام ، د خوگياڼو ارغچ ، کيلفو ، حصارک ، حصار شاهي ، کابل ، پيښور ، ملکنډ ، ډهلي او لوديانې په مدرسو کې يي د هغه وخت مروج علوم : صرف ، نحو ، منطق ، حکمت ، کلام ، فقه ، تفسير ، حديث ، مناظره ، اصول فقه، يوناني طب او نور ولوستل .
په ١٣٠٤ هـ ل کال په (( کامه )) کې د لومړنۍ ښونځي د ښوونکي په توگه مقرر شو . وروسته بيا د جلال آباد د لومړنۍ او ورپسې در شديه دورې د ښوونکي په تو گه دنده اجرا کوله . د ١٣١٢ هـ ل کال په آخر کې د کندهار د پښتو ادبي انجمن په غړيتوب ومنل شو . په ١٣١٥ هـ ل کال کې د پښتو ټولنې غړى او د ( زيرى ) د تعليمي جريدى مسئول چلوونکى شو . په ١٣١٨ هـ ل کال کې د پښتو ټولنې د تاليف او ترجمي مدير او د ١٣٢٠ هـ ل کال د اسد په اوله کې د پښتو ټولنې عمومي مرستيال شو . په ١٣٢١ هـ ل کال کې د اتحاد مشرقى مدير او په ١٣٢٤ هـ ل کال کى د دايرة المعارف د ترجمي مدير و . په ١٣٢٥ هـ ل کې په ننگرهار کښې د تعاوني ديپو د تفتيش لوى مدير شو او بيا هرات ته واستول شو . په ١٣٢٩ هـ ل د کندهار د طلوع افغان د ورځپاڼى مسوول چلوونکى شو . په ١٣٣٠ هـ ل کال کې کابل مجله چلوله او په ١٣٣١ هـ ل کې د سروبى بريښنا د فابريکى د کوپراتيف لوى مدير شو په ١٣٣٢ هـ ل کې د اصلاح د ورځپاڼى د مسئول چلوونکي په توگه وټاکل شو . وروسته بيا څو کاله د پښتو کورسونو لوى مدير و او ډيره موده د پښتو ټولنې مسلکي غړي پاته شو . په ١٣٣٤ هـ ل کې د پښتو تدريساتو لوى مدير يت له پښتو ټولنې څخه جلا او مستقله اداره شوه . د ( زېرى ) جريده هم دې مديريت پورې مربوطه شوه او استاد خادم د پښتو تدريستاو د لوى مدير په توگه وټاکل شو . په ١٣٣٧ هـ ل د (( څيړنوال )) په علمي درجه په داسې حال کښې چه د پښتو ټولنې مسلکى غړى و ، ومنل شو . په ١٣٤٢ هـ ل کې د هيواد ورځپاڼى مسئول مدير شو . په ١٣٤٤ هـ ل کال کې د اعليحضرت محمد ظاهر شاه له خوا د مشرانو په جرگه کښې انتصابى سناتور شو . په ١٣٤٨هـ ل کال کې د (( افغان ولس )) په نامه خپله جريده وايستله ددى جريدې د امتياز خاوند او چلوونکى پخپله استاد و .
په ١٣٥٧ هـ ل کال په نيمايې کې د شوروى پلو رژيم داستخباراتو لخوا بندى شو . د پنځه ويشت ورځو بند تيرولو نه وروسته د بند نه خلاص شو .
د ١٣٩٩ هـ ق د وړو کى اختر ( شوال المکرم ) د مياشتى په پنځمه د دوشنبى په ورځ – د ١٣٥٨ هـ ل د سنبلى په پنځمه د ١٩٧٩م د اگست يوويشتمه د کابل د على آباد په روغتون کې وفات شو او په سبايى د ننگرهار په کامه کې په خپله پلرنى ، هديره کې خاورو ته وسپارل شو .
د استاد قيام الدين خادم يو لړ آثار :
١- معلم پښتو .
٢- پښتو کلى ، اول جز .
٣- پښتو کلى ، دويم جز .
٤- پښتو کلى ، دريم جز .
٥- پښتو کلى ، څلورم جز .
٦- د کوچنيانو اخلاقې پالنه ( ترجمه )
٧- روهى گلونه .
٨- د مرغلرو اميل ( د شعرونو لوړى مجموعه )
٩- نوى ژوندون .
١٠- مکارم الاخلاق ( ترجمه )
١١- پښتو نولي .
١٢- بايزيد روښان .
١٣- خيالي دنيا ( ادبى نثرونه )
١٤- د شريف سرگذشت ( ترجمه )
١٥- لوى اصحابان .
١٦- مکالمات .
١٧- د پښتنو پور .
١٨- نصوص الحکم د شعرونو مجموعه .
١٩- ادبې قصې .
٢٠- نبوغ او غبقريت .
٢١- سور گل .
٢٢- مجلسي شاعران .
٢٣- کره پښتو .
٢٤- د پښتو نني ليکوال .
٢٥- د خوشحال او رحمان موازنه .
٢٦- څاروان ( د شعرونو مجموعه )
٢٧- بلهکا ( د شعرونو مجموعه )
٢٨- د مورمينه ( ترجمه )
- نوې رڼا
( او نور )
منابع او ماءخذونه
١- سرمحقق عبدالله بختانى خدمتگار ، پښتانه شعراء پنځم ټوک ، د افغانستان د علومو اکاډمى ، د ژبو او ادبياتو مرکز ، ١٣٦٧ هـ ل ، کابل .
٢- سرمحقق عبدالله بختانى خدمتگار ، معاصر اديبان ، د افغانستان کالنۍ ، ١٣٤٦- ١٣٤٧ هـ ل ، د اطلاعاتو او کلتور وزرات ، ٣٥ گڼه ، کابل .
٣- عبدالروف بينوا ، اوسنۍ ليکوال ، لومړى ټوک ، کابل ، ١٣٤٠ هـ ل .
٤- سرمحقق عبدالله بختانى خدمتگار ، د ملي ادب او ژورناليزم خادم ، د افغانستان د قلم ټولنه او گويټه انستيتوت ، ١٣٨٦ هـ ل ، کابل .